په افغان خاوره ( پښتونخوا/افغانستان) کې ستونزه ولې ورځ تر بلې مخ په خرابیدو ده
د بن غونډې را وروسته د افغانستان د ویجاړۍ نوي لړۍ پیل شوه،دا هغه وخت وه چې لوېدیځ د پښتونخوا/افغانستان د کشالې د حل د پاره د یوه نوي حل په لټه کې شو.هغه محال د افغان ولس په نیمه خاوره کې د القاعدې او تروریستانو په وړاندې جګړه روانه وه،او افغان ولس د تپل شوي ویر په ټغر ناست وه.که تاریخ ته وګورو افغانان د تاریخ په اوږدو کې سوله خوښوونکي د خدای پاک په دین او پښتو او پښتونواله مین خلک دي او نه هم پښتانه طالبان او القاعده دي دا ټول هغه څه وو چې په مظلوم افغان ولس باندې په زوره تحمیل شوي وو.او په د توطیه کې د اسلام په نوم د ګاونډي پنجابي پاکستاني هېواد لاس وه. دا موضوع اوس دومره مغلقه شویده چې اوس د طالب ملیشې هغه استاد چې پرون یې نوموړي مليشه د بل د پاره جوړه کړیوه هم په درملنه نه پوهیږي.
اوس د ګا ونډي هېواد پاکستان ځنې بسټپاله تنظیمونه کولای شي په ډېر اسان ډول دا نوم د خپل ځان د ګټې د پاره وکاروي.
افغان حکومت ځان لا تراوسه چې اوبه یې سپېږمو ته رسیدلي دي هم پدې نه پوهوي چې د چاسره په جګړه بوخت دی د څه د پاره او ولې؟یواځې افغان ولس پدې باندې تېر باسي چې نن مو دومره طالبان ووژل او نن هم دومره مګر دېته یې لاپام نه دی شوی چې خبره د طالبانو به وژلو کې نه ده خبره بل چېرته ده.اوس دا د افغان حکومت دنده ده چې ځان په دې وپوهوي چې د هغه ملیشې د پاره د چا سره چې لاس او ګریوان دی نور د طالب نوم وکاروي او کنه؟که د دې نوم کارولو ته دوام ورکړي پایلې به یې څه وي…..
د بلې خوا پوره یوسلو اوولس کاله کیږي چې د افغان خاوره د ښکېلاک ګرو ځواکونو له خوا په دوو برخو ویشل شویده او دا وېش اوس هم دوام لري برتانیه چې یو وخت یې د افغان خاوره د تزاري روسیې سره نیمه کړیوه اوس د څه د پاره خپلې پخوانۍ غیر اخلاقي پالیسۍ ته دوام ورکوي او ولې نېږدې ۱۲۰۰۰۰۰۰۰ملیونه افغانان په تیاره او د خپلې ژبې او کولتور څخه لرې او بې خبره ساتي. ایا لر او بر خواره واره پراته افغانان ددې رحم لایېق نه دي ترڅو دوی هم د دنیا د نورو قومونو په شان یو د تمدن څخه ډک ژوند ولري او د نړۍ په پړمختګ کې خپله ونډه واخلي.
نن تاسې وینی چې د کوزې پښتونخوا ټول وګړي د سامراج پنجابي د ظلم او ستم لاندې شپې او ورځې سبا کوي او د سامراج پنجابي د ناوړه او غیر اخلاقي پا لیسۍ په پایله کې د کوزې پښتونخوا اکثرو افغانانو/پښتانو څخه خپل تاریخ او ژبه هېر شوي او ډېر په اسا نۍ سره اوس دا ولس د سامراج پنجابې له خوا د طالب او اسلام په نوم د افغان او نړیوالو ځواکونو په وړاندې کارول کیږي.ښاغلی کرزی خوارکی خو یا د سره دا توان نه لري او یا هم په خپله دی او د ده مشاورین نه غواړي چې د افغان خاورې موضوع په حقوقي ډول د ملګرو ملتونو په سازمان کې را پورته کړي او د افغانانو ستونزې ته د عمر پای ټکی کېږدي.په د مانا چې که ننی پاکستان یوسلو شل ملیونه افغانان/پښتانه د لویدیځ په چنده سا تلی شي ایا افغانان/پښتانه په خپله د دې وړتیا نه لري چې د خپل کور وګړي په خپله او یا لږ ترلږه د لویدیځ په چنده خو وساتي.
کله چې ښاغلی اوبامه د ټاکنیز کمپاین په وخت برلین ته ولاړ نوموړي هلته د بړلین دیوال د پاتې شونو نښانو څخه لیدنه وکړه او بیا د هغې دیوال د تاریخ او څرنګوالي په هکله وغږېد او خپل نظر یې د شوي بې عدالتۍ په اړه څرګند کړ.مګر همغه اوبامه چې نن د امریکا ولسمشر ټاکل شوی دی د ډیورن منحوس او کرغېړن دېوال په اړه هېڅ نه وایي او چپه خوله پاتې دی. کله چې دی د افغانستان څخه لیدنه کوي نه ولسمشر کرزی او نه هم د افغانستان کوم بل چارواکی دېته زړه ښه کوي چې په د اړه څه ووایي ترڅو د افغان خاورې تاریخ څخه کور ته راغلي ملمانه خبر کړي چې په افغان خاوره کې داسې یوه د کړاوه ډکه او پچلي ستونزه هم شته.
دا څه د پاسه دېرش کاله کیږي چې په افغان خاوره کې جګړه روانه ده او افغانان یو بل وژني کله د مجاهد او کمونست په نوم کله بیا د طالب او شر او فساد په نوم او اوس هم د تروریست او القاعده په نوم خو تر اوسه نه افغان دولت او نه هم کوم بل بشري سازمان او یا د ملګرو ملتونو سازمان په د باندې سر خلاص نه کړ چې اصلي ستونزه چېرته ده او څنګه کیدی شي چې پېښې شوي ستونزې ته د حل لیاره پیدا شي.د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده او اسان دی،او هغه هم د ډیورن کرغېړنه کرښه ده کله چې دا کرښه په رسمي ډول له منځه ولاړه شي د کار سره به افغان قام د سکون ساه واخلي او بیا به نه اسامه او نه هم ایران او پاکستان او چین دا توان ولري چې افغان په افغان ووژني او یا ورته ځانمرګی واسکټ ورواغوندي.
د دې په پایله کې به لر بر خواره واره پراته افغانان/پښتانه چې نفوس یې د یوسلو څلوېښتو ملیونو څخه هم اوړي د خپلې ژبې کولتور او قلم ښاوندان شې، او پښنون قام به د یوه با نفوذه او به قدرته قام په توګه د اسیا او نړۍ په امنیت کې مثبت رول ترسره کړي. دا چې په راتلونکي اونیو کې د امن جرګه جوړیدونکي ده خدای پاک د وکړي چې دې جرګې ته د ټولو افغانانو/پښتانو اصلي استازي راشي او د خپل قوم د پاره ایماني او وژداني دنده ترسره کړي.ترڅو دا کړیدلی او پریشان ولس د روښانه او نېکمرغه راتلونکي ښاوند شي.
د خان عبدلصمد خان شهید ادبي جرګه، بره پښتونخوا/افغانستان.
د ۱۳۸۹لیږدیز لمریز کال د غویي د میاشتې ۲۱ نیټه د څلورم ورځ (نهې ورځ).