تر دې وړاندي چي کریسټي بلیچفورډ افغانستان ته مخه کړي دا د ګلوب انډ مېل د تکړه راپور تري په توګه پېژندل کېده. دې د خپل روان نثر، محتاطانه کار، د لوستونکو د احساساتو سره سم چلند کولو سره د ډېرو کسانو زړونه ګټلي وو. خو پر افغانستان باندي د ډېرو راپورونو جوړولو او د هغو سرتیرو سره مفصلي مرکې چي له افغانستان څخه راغلي وو دا په کاناډا کي نوره هم مشهوره کړه په ځانګړې توګه خو یې د سرتیرو په منځ کي یو خاص ځای پیدا کړ.
دې په ۲۰۰۶ ما کال کي درې ځله افغانستان ته سفرونه وکړه، په لسګونو ساعتونه یې د سرتیرو، د دوی له کورنیو او د دوی له قوماندانو سره په مرکه کولو تیر کړه تر څو په یویشتمه پیړۍ کي په افغانستان کي د نظامي ژوند یو ښه انځور خلکو ته وړاندي کړي.
پنځلس ورځي هغه ریښتوني کتاب دﺉ چي موږ ته په خورا ژوره توګه د هغه لومړۍ ورځي چي کاناډایې سرتیرو په افغانستان کي پښه ایښي ده بیا تر ۲۰۰۷ م کال پوري په خورا ژوره توګه د کاناډایې سرتیرو او د کاناډا د نوی اردو له منځ څخه د زړورتوب، انډیوالۍ، ژوند او مرګ داستان بیانوي.
پنځلس ورځي کتاب د افغانستان د مظلوم او بېچار ولس د ورانۍ، کونډتوب، بورتوب، یتمتوب، مېړاني، مظلومتوب، غریبۍ، ددې رواني ډرامې د اور د ژوروالي او سختوب تر ټولو ښه انځور کېدای سي. پدې کتاب کي پنځلس هغه لوی پېښ را اخیستل سوي دي چي د کاناډا اردو د ۲۰۰۶ م کال په پنځلسو ورځو کي ور سره مخامخ سوی دﺉ.
کله چي کریسټي په ۲۰۰۶ م کال کي ددې کتاب لپاره په کندهار کي څېړنه کوله زما (نوري) څخه یې مرسته وغوښتله او تقریبا دا تاریخي او کلتوري برخه یې زیات هغه مواد دي چي ما له دې سره شریک کړي دي.
پر افغانستان د غربي اشغال یوه ښه ځانګړنه دا ده چي غربیانو د خپل د لیکلو او لوستلو د عادت له مخي پر افغانستان پدې تیرو اتو کلونو کي خورا زیات کتابونه ولیکل، خو د تاسف ځای دا دﺉ چي پدې ټولو لیکل سو کتابونو کي چي تر اوسه ما لوستلي دي دوه کتابونه یې هم د افغانستان په اړه یو شان انځور نه در کوي. هر لیکوال د خپل ذوق، سلیقې، نظریې، د معلوماتو د کچي په اندازه باندي یو څه لیکي خو که بیا هم لس فیصده هغه ریښتوني داستان ور څخه را واخیستل سي زموږ افغانانو لپاره خورا لوی شي کېدای سي.
کریسټي هم دلته پدې خپل کتاب کي ټوله پاملرنه کاناډایې تراژیدۍ ته اړولي ده خو بیا هم هغه لږه برخه یې چي موږ افغانانو ته ځانګړې کړې ده ډېره ښه ده خو د تاریخي پېښو د ثبت او لیکلو اړخ یې د افغانستان په معاصر تاریخ کي ساري نه لري او زما په نظر دا کتاب د هوتکو د اصفهان د اشغال پر وخت د (مسحي سیلاني) کتاب ته ورته یو کتاب دي چي خورا ښه د لومړی لاس معلومات پکښي راغونډ سوی دي.
په کندهار کي د پولیسو، ولسوالانو، والي او نورو حکومتي چارواکو د کړو وړو ښه انځور وړاندي کوي چي څرنګه دغه بېچاره ولس ددغو یادو سو عناصرو له خوا یرغمل نېول سوی دﺉ او ددې مظلوم ولس د وینو ګټه یوازي د یو څو کسانو جیبونو ته ځي.
دا کتاب په پنځلسو لاندنیو فصلونو کي :
• ۳ اګسټ ۲۰۰۶
• ۵ اګسټ ۲۰۰۶
• ۹ جولای ۲۰۰۶
• ۲۲ اپریل ۲۰۰۶
• ۴ مارچ ۲۰۰۶
• ۲۴ جون ۲۰۰۶
• ۱۷ مې ۲۰۰۶
• ۲۹ مارچ ۲۰۰۶
• ۲۲ جولای ۲۰۰۶
• ۳ سیپټمبر ۲۰۰۶
• ۲۷ نومبر ۲۰۰۶
• ۱۴ جولای ۲۰۰۶
• ۱۱ اګسټ ۲۰۰۶
• ۳۰ اګسټ ۲۰۰۶
• ۱۱ نومبر ۲۰۰۶
۳۸۵ مخونه لري چي د تاریخي پېښو تر څنګ یو لړ پټ رازونه هم پکي بربنډ سوی دي چي څرنګه به د ولایت پولیسو د ورځي له کاناډایې سرتیرو سره ګزمې کولي او د شپې له خوا به یې پر دوی حملې کولي، د طالبانو زخمیان به یې په خپلو پوستو کي تداوي کول، طالبانو ته به یې وسلي او نور لوژستکي مواد برابرول او لوړ پوړو چارواکو به د ولس سره په بده رویه کاناډایې سرتیرو ته مشکلات پېښول.
هیله ده چي دا کتاب د سیاسي کارپوهانو او تاریخ لیکولانو په درد وخوري او مناسبه استفاده ځني وکړي.
په درنښت
غلام ولي نوري
کابل، افغانستان