د وسلوالوطالبانو وياند د يو نامعلوم ځاي نه د ټيلفون پرليکه ويب پاڼې ته وويل :
چې نن ۸ بجې د چاردرې ولسوالې دعيسي خيلو په کلې کې د داخلې اوخارجي عسکروسره په نښته کښې ۱۰ داخلې اوخارجې عسکر وژلې دي . همدارنګه طالب وياند د دوه تنه وسلوالو طالبانو وزل کيدو خبره هم وکړه چې په دغه جګړه کې وزل شوي دي .
دغه عمليات نن سهار پيل شول چې په عملياتوکې امريکاييان ، المانيان ، او ملې اردو ، ملي پوليس برخه لرئ .