د سوات قامي جرګې ويان ضيادن يوسفزى او خورشيد کاکاجي تيره ورڅ په کراچۍ کښې د پښتنو په وژلو سخت خفګان ښکاره کړى دى.او دا يې زياته کړې ده چې دوشمن به کله هم په اخپلو نا پاکه ارادو کښې کاميابه نشي. او د شهيدانو دپاره يي د مغفرت دعا وکړله.او د حکومت نه يې دا غوتنه وکړله چې په دې کښې ککړ تنان دې ژر تر ژره ونيول شي او د هاغو خلاف دې سخته کاروايي وکړل شي.
هاغو پښتنو ته د يوالي غږ وکړو.او دا يې وويلو که چرې مونږ يو نه شو نه ډير ژر ده چې دوشمن په مونږه غالبه شي.او د مينځه سر وخرو.هاغو د لر او بر افغانانو ته غږ وکو چې دوشمن مونږ چرته هم نه پريږدي که هاغه د دهشتګرد په شکل طالب دى او که نور خلک دي.مونږ له پکار ده چې مونږ ورته يو شو.