کور / تازه خبرونه / کندوز : په چهاردره کښې د مشترک عمليات پيل شول

کندوز : په چهاردره کښې د مشترک عمليات پيل شول

په کندوز کې ميشت دجرمنې ځواکونو دمطبوعاتو افغان مسوول محمدنسيم سادات ويب پاڼې ته وويل : دسيمې نه دوسلوالوطالبانو دپاکونې اودسړکونونه دماينونو دليري کولو په موخه چې په دي وروستيوکې دبيارغوني اوهلته دبهرنيوځواکونو دتګ په مخ کې خنډ وو دپاکونې عمليات پيل شويدي هغه څرګنده کړه : چې په دي عملياتوکې امريکايان ، المانيان ، افغان ملي اردو، ملي امنيت اوملي پوليس ونډه لرئ .

همداراز هغه زياتوي چې يادي ولسوالې ته ورغلې عامې ليارې چې د وسلوالوطالبانو له لورې په ماينونو پوښل شوي اوسمهال يي دماينونو پاکونه روانه ده او همدارنګه په ځينوکليو جګړه هم روانه ده مګر دمګړې زمونږه حرکت دومره چټک ندي هغه ځکه مونږه غواړو چې ورو حرکت وکړو دبلې خوا ديادي ولسوالې ولسوال عبدالواحد عمرخيل هم وويل : چې په عيسي خيلوکې سخته جګړه روانه ده مګر دمرګ زوبلې په اړه يي مالومات نسته همدارنګه سادات زياتوي چې نوموړي نشې ويلې چې عمليات به کله پاي ته ورسيږي مګر هغه وويل چې ترڅوپورې چهاردره د وسلوالو طالبانو د شتون څخه پاکه شوي نه وي نو عمليات به جارې وي برعلاوه ددي خبرې هغه وويل: په دي عملياتوکې به د هوايي ځواک نه هم کار اخيستل کيږي ، هغه دغه عمليات دمشترک په نامه يادکړي چې دامريکا کنډک هم په کې برخه لرئ .

ددغوعملياتو په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو خپل نظرندي څرګند کړئ .

همدارنګه ديوبل خبر له مخې نن سهار شاوخوا اووه بجې دکندوز په ښار د توغنديوبريد وشو چې دکندوز دامنيت يوتن امر سمنوال عبدالرحمن اقتاش په خبره په دغه بريد کې دوه تنه ملکيان ټپيان شويدي. يوتن عينې شاهد وويل چې په دغه بريد کې يو 16 کلن هلک زوبل شويدي . ديوتن ټپې بحرالله نامې ورور وويل چې شايد دغه هاوان د دولت له لورې وار شوي وي ځکه دهغه په وينا دډيروخلکو له خولې دغه هاوان دښار له لورې وار شوي دي .

ددغې پيښې ټپيان اوسمهال دکندوز په سمييز روغتون کې د درملنې لاندې دي .

ددغه بريد پړه تراوسه پورې هيچا په غاړه نده اخيستې .