کور / شعر / نه يې غواړو

نه يې غواړو

پر خلاف که دافغان سي نه يې غواړو
چي خاصيت يې دشيطان سي نه يې غواړو

که هدف يې تباهي ، سر پر ېکېدل وي
که خون خور دمسلمان سي نه يې غواړو

که شيندي د نفاق تخم زموږ په پټه
دا اشخاص دي ژر پنهان سي نه يې غواړو

د وعد و سره عمل کول پکار وي
که پر ژبو بې زبان سي نه يې غواړو

چي په مرګ زموږ د بچيانو وي راغلي
خو غازي که قو ماندان سي نه يې غواړو

غاړي پرې ، ويني زبېښي د انسانا نو
دا خصلت که د انسان سي نه يې غواړو

چي د خپل عيب پټول ورته عار نه وي
که د بل دعيب ګويان سي نه يې غواړو

ځان ته پانګي ډېروي غريب يې هېر دی
جېب کې ډک زماپه غيران سي نه يې غواړو

د اسلام په دين موږ شکر مشرف يو
ځيني پاته که ايمان سي نه يې غواړو

د اسمان پر کتابو مو هيڅ شک نسته
روی ګردان که دقران سي نه يې غواړو

د قضا او د قانون په فيصلو کي
بې ايمانه که قاضيان سي نه يې غواړو

په سو ګند چي يې ګټلی لوړ مقام وي
قسم خور که وزيرا ن سي نه يې غواړو

خپله څه کړې ځان اصلاح کړه ای رحيمه
بې عمله که بيان سي نه يې غواړو