کور / شعر / مونږه خلق یو؟

مونږه خلق یو؟

مــونـږه خـلــق یــو قـام نـه یـو مــونـږ د بــزو ګــډو رامـه یـو
چــې ډنــــډا د چــا پــه لاس وی د هـــغـــه یــــو د هـــغــه یـــو

زمــونـږعـشـق پـه سـر د ژبې زمــونږ جـانان پـه سـر د ژبې
زمـــونږ دیــن پـه ســر د ژبې زمــونږ ایـمان پـه ســر د ژبې
زمــونږ نـمـونځ په سـر د ژبې زمــونږ اذان پـه ســر د ژبــې
مـونـږ تـه سـم ښکاري ځانـونه
خــو مـونږ ټــول کاږه واږه یـو

مـونـږلـړلـي پـه خـپل ځان یـو ځـکــه پـاتــې لا کـارروان یـو
شـهـــیـدان بــه نـشـــو چـــرې مـــونـږ د ژبـــې غــازیان یــو
چه نه سر لري نه یې پښې شته مـونـږ یــو داســې داسـتـان یـو
مـونـږ پـه هـیـلـو کـي اوسـیږو
د تــوّکـل خـــوا کــې اوده یـــو

مــونـږه تــشــې فــلـسـفــې یــو شــلــــیــد لـــې ډمـــامــــې یــو
مـونـږ پـه مـیـنـځ وتـلي ښکارو نـه د دې یــو نــه د هــغــې یــو
بـــې مــــنـزلــه پــه مـــزل یــو مـــونــږه داســې قــافــلـې یـــو
نــه تــرې مرو او نه رغــیـږو
څـه پــه داســې رنـځ اخــته یـو

مـونـږ بـې نـنګه شـمله ور یـو کـه پــه لـر یــو کـه پـه بـر یـو
مـونـږ د یـو بـل پـښـې راکاږو ځـــکـــه واړه در پـــه در یـــو
مــونـږ د چـا سـره پـخـلا شــو مــــونــږ د ځـانــه مــرور یــو
ویـــښـــوه مـــو مــه احـسّـاسـه
مـونږ اوده یــو مـونـږ اوده یــو
مونږه خلق یو ؟ قام نه یو؟