کور / شعر / د اوښ ګیله

د اوښ ګیله

متن : تل درانۀ با رونه وړم او دا مي کا ر دی
تل مي پېټی په خوږ منو اوږو بار دی

لرې لارې لوی مزلونه مي په برخه
ستړی عمر را په برخه زما خو ار دی

خره ته بار په خپلو مټو کړي ور پورته
ما و بار ته چو کوي دا یې اختيار دی

سپېرۀ ځوځ په ما پېرزودي نور څه نشته
د وښو بيا د غوايي مخ ته انبار دی

اس خوڅه کوې چي څه خوري اوڅه کاندي
د پاچا په شان يی ژوند او ټول رفتار دی

زۀ دا ټول منم زغمم چي هر څه کېږي
له څښتن نه ګيله نلرم ناچار دی

خو پدی باندي خوابدی یم مظلومه
چي په خرۀ پسي تړلی مي مهار دی