د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي په کابل کي اووه تنه ځانمرګي بريدکوونکي نيولي دي.
د ملي امنيت رياست وياند سعيد انصاري په کابل کي خبريالانو ته وويل چي دغه کسان يې د کابل د تيري اونۍ له چاودني سره په تړاو نيولي دي، چي د دارالامان پر سړک يې د ناټو د شپږو سرتېرو په ګډون اتلسو کسان وژلي وو.
د سعيد انصاري په وينا دوى د ښوونځي د يوه استاد په ګډون د کابل په مختلفو سيمو کي د استخباراتي کارکوونکو له خوا نيول سوي دي، چي د کابل دپاره د طالبانو د پاکستان مېشتي والي تر قوماندې لاندي وو.
سعيدانصاري په خپلو څرګندونو کي يو ځل بيا پر پاکستاني استخباراتو تور ولګاوه چي په پاکستان کي کسان روزي افغانستان ته يې د ځانمرګو حملو دپاره رالېږي.
طالبانو لا تر اوسه د ملي امنيت د رياست د ادعا په هکله څه نه دي ويلي، خو تر دې دمخه يې هر وخت د دغسي کسانو نيول تبليغات بللي دي.