کور / تازه خبرونه / کوچيان: له بهسودو ولسوالۍ څخه نه وزو

کوچيان: له بهسودو ولسوالۍ څخه نه وزو

په ولسي جرګه کي د کوچيانو استازو په کابل کي خبريالانو ته وويل چي دوى به په هيڅ وجه د بهسودو له ولسوالي څخه ونه وزي.
د کوچيانو استازي ملاتره خېل په کابل کي يوې غونډي ته وويل چي که د دوى شرعي او قانوني اسناد ورسره ونه منل سي نو دوى به خداى مکړه د پردي توب احساس وکړي.
ملا تره خېل کوچيانو ته ډاډ ورکړ چي د افغانستان حکومت به د غازي امان الله خان، اعليحضرت محمدظاهرشاه او سردارمحمدداود خان د حکومتونو قبالې او اسناد ورسره ومني او د دوى مځکي به د هزاره ګانو څخه ور واخلي.
بلي خوا ته د ولسمشر کرزي دوهم مرستيال کريم خليلي پرون د بهسودو ولسوالۍ ته تللى و او هلته يې د کوچيانو له استازو څخه غوښتي وو چي له سيمي څخه ووزي.
د کوچيانو او بهسودو ولسوالۍ د هزاره ګانو ترمنځ له تيرو درو کلونو راهيسي د څړ ځايونو پر مځکو باندي شخړه ده، چي کوچيان يې د قانوني اسنادو د درلودلو دعوه کوي، خو هزاره ګان وايي د دوى نفوس ډېر دئ، د کوچيانو د څړ ځايونو مځکو ته دوى خپله اړتيا لري.
په داسي حال کي چي هر کال د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ پر دې مځکو شخړي رامنځته کېږي او يو بل ته ځاني او مالي تلفات اوړي، خو د افغانستان حکومت يې تر اوسه په هکله کوم جدي اقدام نه دئ کړئ.
په دې هکله پر ځيني منتقدين پر ولسمشر کرزي باندي نيوکه کوي چي له مسئوليت څخه تښتي او دا دريم کال دئ چي دغه شخړه په يوه او بله بهانه بېله دې چي حل سي ځنډوي.
بايد وويل سي چي پروسږکال او وړم کال کوچيان د ولسمشر کرزي په غوښتنه له سيمي څخه ووتل، خو دا ځل کوچيان وايي د شخړي تر حلولو دمخه به په هيڅ توګه له بهسودو څخه ولاړ نسي.