دکندوز ولايت امنيه قوماندانې خبر ورکړچې نن دوشنبه يي په دغه ښارکې يوتن طالب عبيدالله حقانې ديوشميرشواهدو سره نيولې دي چې په کې، يوميل کلاشينکوف، يوميل توپنچه اومهمات شامل دي .
دکندوز امنيه قوماندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې خبريالانوته وويل: چې دوي ديولړاستخباراتې معلوماتو پر اساس مولوي عبيدالله حقانې دخان ابادبندر کنډک عنايت سيمه کې ديوجومات څخه نيولې دي. ، يعقوبې ا دعاء کوئ چې نيول شوي کس دکندوز ښار په وروستيو نا امنيوکې لاس درلوده، اوطالبان يي روزل ترڅوپه کندوز کې نا امنې جوړه کړئ .
خوسپين ږيرې مولوي عبيدالله په داسې حال کې خبريالانو سره خبرې کولې چې لنګې يي په سروه څادر يي په اوږه پروت او ډاډمن ښکاريده وويل : چې دي دطالبانو د واکمنې پرمهال دتخار ولايت دامرباالمعروف اونهې عن المنکر رياست رييس پاتې شوي وو، هغه وويل کوم کاغذونه چې خبريالانوته ښودل شوي هغه دهماغه مهال نه پاتې دي له هغه څخه وپوښتل شول چې ولې يي اسناد له منځه نه وړل ؟هغه ددي پوښتنې په ځواب کې وويل : دازما غفلت ووچې بايد اسناد مې له منځه وړي واي !. ولې هغه زياته کړه ،اوس مهال د طالبانو سره کومه اړيکه نه لري دکنډک عنايت په سيمه کې ديوجومات ملا امام دي . هغه دامنيه قوماندان داخبرې ردکړې چې ګوندي له دي سره دي وسله او مهمات نيول شوي وي اوهمدارنګه هغه زياته کړه چې هغه اسناد چې پوليسو لاسته راوړې او رسنيوته يي ښودلې هغه د 8 کالوپخوا اسناددي او هرڅوک کولاې شئ تاريخونه يي وګورې چې داتوکالوپخوانې تاريخونه پري ليکل شويدي ، بلکه اوسمهال زه په درس اوتدريس بوخت يم اودطالبانو سره هيڅ ډول اړيکې نلرم .
داپه داسې حال کې ده چې نږدي درې اونۍ وړاندي هم دکندوز امنيه قوماندانې لخوا يوتن د7 کيلوګرامه چاوديدونکيوتوکيوسره نيولې شوي ووچې نوموړې په ځان پورې شوي تورونه په کلکه ردول .