په فراه ولايت کي د ملکي کسانو پر يوه موټر د ماين چاودني ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چاودنه پر هغه موټر سوې چي له پشت ولسوالۍ څخه خاک سفېد ولسوالي ته روان وو.
د وزارت د خبر پاڼي له مخي په دې پېښه کي پنځه تنه مړه سوي او اته نور ټپيان دي. د دې پېښي پړه دولت د طالبانو پر غاړه اچولې خو طالبانو يې مسئوليت نه دئ منلى.