کور / تازه خبرونه / کرزى: نويو هوايي شرکتونو ته دي جواز نه ورکول کېږي

کرزى: نويو هوايي شرکتونو ته دي جواز نه ورکول کېږي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټرانسپورټ وزارت ته امر کړئ، چي تر دوهم امر پوري په افغانستان کي نويو هوايي شرکتونو ته د فعاليت جواز ورنکړي.
ولسمشر کرزي په دې فرمان کي د ټرانسپورټ وزارت دا هم ويلي چي د اوسنيو شخصي شرکتونو ټولي الوتکي د دوهم ځل دپاره وګوري، تخنيکي ستونزي يې له منځه يوسي او لکه د نړۍ د نورو هيوادونو له معيار سره دي يې برابري کړي.
ولسمشر کرزى دغه فرمان پر داسي مهال صادروي چي په تېره اونۍ د پامير د شخصي هوايي شرکت يوه الوتکه له کندز څخه کابل ته پر لاري دپروان ولايت د غوربند په دره کي راولوېده او ٤٤ کسان پکښي مړه سول.
ولسمشر کرزى وايي د کابل هوايي ډګر محدوديتونو ته په پام سره دي په نيژدې وختونو کي نويو هوايي شرکتونو ته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.
بايد وويل سي چي د افغانستان پر دولتي هوايي شرکت آريانا سربېره اوس د پامير، صافي او کام اير په نوم شخصي هوايي شرکتونه فعاليت کوي.