کور / تازه خبرونه / اسټراليا له اسرائيلو خپل سفير و ايستئ

اسټراليا له اسرائيلو خپل سفير و ايستئ

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت په اسرائيلو کي خپل سفير ته ويلي چي دغه هيواد پرېږدي او سفارتي چاري د ستونزي تر اوارولو پوري معطله کړي.
د اسټراليا او اسرائيلو د حکومت ترمنځ د فبروري د مياشتي راهيسي وروسته له هغه جنجال پيدا سو چي اسرائيلو په دوبۍ کي د حماس اسلامي غورځنګ يو مشر محمود وواژه او قاتلينو ته يې د اسټراليا هيواد پاسپورټونه ورکړي وو.
د اسټراليا حکومت هغه مهال هم له اسرائيلو څخه د دې غير قانوني کار سپيناوى غوښتى وو، خو داسي ښکاري ستونزه د څلورو مياشتو په تېرېدو اوس هم نه ده حل سوې.