کور / تازه خبرونه / د سولي مشورتي جرګه د جون دوهمي ته وځنډېده

د سولي مشورتي جرګه د جون دوهمي ته وځنډېده

د سولي د ملي مشورتي جرګې د تياري کمېسون درې ورځي د دې جرګې د ځنډېدو خبر ورکړ.
د دې جرګې يوه تنـظيموونکي مسئول نجيب امين پرون ناوخته خبريالانو ته وويل چي جرګه د مې پر ٢٩ – مه جوړېده، خو د جون دوهمي نېټي ته د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله ځنډېدلې ده.
د نجيب امين په وينا د جرګې برخه وال به د مې پر نه ويشتم تاريخ کابل ته ورسېږي او د ګډونوال د نومونو د ليستونو برابرول دوې ورځي وخت نيسي، ځکه جرګه درې ورځي وځنډول سوه.
د سولي ملي مشورتي جرګه پر داسي مهال د دريم ځل دپاره ځنډول کېږي چي د دې جرګې د تياري د کمېسون مشر ډاکټر فاروق وردګ تېره اونۍ خبريالانو ته وويل چي د جرګې د جوړېدو دپاره ٩٩% چاري بشپړي سوي دي.
ټاکل سوې ده چي په دې مشورتي جرګه کي به غيرمستقيم ډول د طالبانو او اسلامي حزب استازي هم ګډون وکړي او په افغانستان کي د سولي د ټينګښت پر لارو چارو باندي به بحث وکړي.
د راپورونو له مخي په دې جرګه کي د پارلمان پر غړو، او د ولايتي شوراګانو پروکيلانو سربېره به د افغانستان د هر ولايت او قوم څخه به مخور قومي مشران او استازي ګډون وکړي.