يوې برتانوۍ ورځپاڼي داسي سند خپور کړئ چي د اسرائيلو حکومت ٣٥ کاله دمخه پر جنوبي افريقا د اټومي وسلو د خرڅلاو وړانديز کړئ دئ.
راپور وايي دغه وړانديز د ١٩٧٥ کال د مارچ په مياشت کي د اسرائيلو د اوسني ولسشمر شمعون پيريز چي هغه وخت د دفاع وزير وو له خوا د جنوبي افريقا له دفاع وزير پي، ډبليو، بوتها سره د ليدني پر مهال کړئ وو.
په راپور کي راغلي چي دوى اسرائيلو درې مختلف ډولونه اټومي وسلې جنوبي افريقا ته وړاندي کړي وې.
که څه هم پر اسرائيلو باندي د اټومي وسلو د درلودلو شک له ډېره وخته موجود وو، خو دا لومړى ځل دئ چي په مستنده توګه دغه هيواد د اټومي طاقت په توګه تائېدېږي.