د جمهور رئيس حامد کرزي سلاکار اسدالله وفا چي ننګرهار ولايت ته په ختيځيو ولايتونو کي د فساد پر ضد د حساب او کتاب دپاره تللى نن يې په يوه خبري ناسته کي د نورستان والي جمال الدين بدر او امنيه قومندان محمدقسيم په درغليو او اداري فساد کي په لاس لرلو تورن کړل.
ښاغلي وفا وويل د نورستان والي دا شپږ مياشتي د ولايت مقام په سترګو هم نه دئ ليدلئ، شپږ تنه ولسوالان يې پر خپل سر تبديل کړي او د بېوزلانو سره د مرستي دپاره ورکړل سوي غنم يې پر بله خوا وړي دي.
اسدالله وفا وويل چي د نورستان ولايت امنيه قومندان هم له والي سره په دې درغليو کي شريک دئ او څارنوالي له دواړو څخه په دې باب پوښتني وکړي.
اسدالله وفا د ختيځو ولايتونو يو بل پخوانى والي هم په درغليو تورن کړ او ويې ويل چي له نوموړي څخه هم د څارنوالۍ له خوا تحقيقات روان دي.
ښاغلي وفا که څه هم د دريم کس نوم ياد نکړ، خو د کونړ ولايت يوه باخبره اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي دغه کس د کونړ ولايت پخوانى والي ښاغلى شاليزى ديدار دئ، چي اوس يې له کابل څخه ولسي جرګې ته ځان هم کانديد کړئ دئ.
د نوموړي په وينا شاليزى ديدار چي د کونړ ولايت له مقام څخه ليري سو، د ولايت مقام اصيلي غالۍ او پاسته کوچونه يې هم ورسره بار کړل، چي د کونړ او ننګرهار په منځ کي د ملي امنيت د مسئولينو له خوا ځني راوګرځول سول او د وهلو ټکولو په زور ځني واخيستل سول.