کور / شعر / غزل

غزل

زما سره صرف دا يو زړګى دى دا دى در به يې كړم
د پاچاهۍ د در غمى دى دا دى در به يې كړم

د تعويذ زړه دي در څه ولاړى ګراني ولمبېدې
زرغون زما لاس كي ټيكرى دى دادى در به يې كړم

خداى خبر څومره بې په مينه باندي وروزې ته
ورور كه مي خپل دى كه اغزى دى دادى در به يې كړم

هغه كه نه غواړي ژوندون دومره خبره نه ده
دى بيا د ميني ليونى دى دا دى در به يې كړم

زما بې وسي څخه اخلي قريشي او ما تنها پريږدي نه
هغه يوازي زما لالى دى دا دى در به يې كړم