" /> " /> " /> " /> د کندهار پر هوایی ډګر د حملې تازه جزییات – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د کندهار پر هوایی ډګر د حملې تازه جزییات video

د کندهار پر هوایی ډګر د حملې تازه جزییات video

اسوشیټیډ پریس د طالبانو او ناټو په حواله لیکی چی قاری یوسف احمدی ورته ویلی چی دا حمله دوی کړې او پنځلس راکټونه یې ور ګوزار کړي او سخت ځانی او مالی تلفات یې ور اړولي دي .

خو ناټو ورته وویل چی څو پوځیان او ملکی کارمندان ژوبل سوي دي او طالبانو و نه کړای سو چی اډې ته ننوزی .

خو دا یې و نه ویل چی هغوی څو کسه وو او څه سول . دا جګړه څو ساعته روانه وه . خبر زیاتوی چی د طالبانو لخوا د الفتح عملیات چی پسرلنی عملیات دي ناټو ته په تیرو ۱۲ ورځو کی ( د هغه د پیل راهیسی ) سخت تلفات اړولی دی یعنی لږ تر لږه اتلس بهرني پوځیان یې وژلي دي .