اسوشیټید پریس او رویټر د ناټو په حواله خبر ورکوی چی نن د محلی وخت د ماښام پر ۸ بجو طالبانو د کندهار پر هوایی اډه د راکټونو ، هاوانونو او مشین ګنونو شدیده حمله وکړه چی شپږ بهرني پوځیان یې زخمیان کړي دي خو د بشپړ تلفاتو په هکله تر اوسه څه نه دي ویل سوي . یو راکټ د هلیکوپتر پر ترمینل ولګېد ، دوهم په دکانونو کی ولګېد او درېیم پر خالی میدان ولګېد . خبر وایی چی جګړه لا اوس هم دوام لری .خو پوره جرییات به یې وروسته معلوم سی .
خبر زیاتوی چی طالبانو دا ثابته کړه چی ناټو ته سختی ضربې ورکولای سی . خبر زیاتوی چی څو ساعته مخکی په جنوب کی درې وژل سوي پوځیان یو امریکایی و ، دوهم فرانسوﺉ و او درېیم هالینډﺉ و خو څلورم یې ترجمان و . طالبانو د خپلو الفتح عملیاتو په ترڅ کی پر ناټو مځکه سره کړې ده او سخت یې نا ارامه کړي دي . دا په یوه هفته کی د هغوی درېیمه شدیده حمله ده چی پر ناټو باندی یې کوی .