فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی طالبانو نن شنبه د افغانستان په جنوب کی د جلا جلا حملو په ترڅ کی څلور بهرنیان ووژل چی درې یې پوځیان او څلورم یې ملکی قراردادي دی . لومړني دوه پوځیان او ملکی ملګرﺉ یې د طالبانو په مخامخ حمله کی ووژل سول . درېیم پوځی هم په جنوب کی ماین والوزاوه خو د څلورو واړو هویت او د پیښی دقیق ځای نه دی واضح سوﺉ . د تیرو تجربو له مخی ښایی ټوله امریکایان وی .
په دې سره د ناټو تلفات ۱۷۸۳ ته ورسېدل . د طالبانو لخوا د الفتح عملیاتو په ترڅ کی چی د مې پر لسمه یې پیل کړي ، تر اوسه ۱۸ بهرني پوځیان وژل سوي دي .