په كابل كي امنيتي چارواكي وايي، چي سر له اوسه يې د سولي د ملي مشورتي جرګې لپاره امنيتي تدابير نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري نن په كابل كي خبريالانو ته وويل، چي ملي پوليسو له نورو امنيتي ادارو سره په ګډه د سولي د ملي مشورتي جرګي په خوندي توګه د جوړولو لپاره خپل تياري پيل كړي.
له بل لوري د كابل د امنيه قومندان جنرال عبدالرحمن رحمن خبريالانو ته وويل، چي دوى ددې جرګي د جوړېدو په درشل كي د كابل په شمال كې درې سووه توغندي نيولي دي.
د كابل د امنيې قومندانۍ په وينا دغه توغنندۍ د جرګې پر سيمه، د توغولو لپاره ځاى پر ځاى شوي وو.