کور / تازه خبرونه / چارواكي: په زابل كي دوه ماين ښخونكي وژل سوي

چارواكي: په زابل كي دوه ماين ښخونكي وژل سوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي چي په زابل كي دوه ماين ايښوونكي د خپل ماين په چاودنه كي وژل سوي دي.

دغه وزارت په يوه خپره كړې اعلاميه كي ويلي، درو ماين ايښوونكو چي غوښتل يې تر يوه پله لاندي ماين ښخ كړي، د دغه ماين په چاودنه كي يې دوه تنه وژل سوي او يو بل يې ژوبل سوى.

همدارنګه د كورنيو چارو وزارت په اعلاميه كي راغلي چي، په كندهار كي د سړك د غاړي د ماين په چاودنه كي يو ولسي كس وژل سوى او 5 نور ولسي خلك په كي ژوبل سوي.