کور / تازه خبرونه / طالبان: د مالديف د سولي په خبرو كي مو برخه نه درلوده

طالبان: د مالديف د سولي په خبرو كي مو برخه نه درلوده

طالبان وایي دوی د افغان حکومت له استازو سره په مالدیف کي د سولي په خبرو کي برخه نه ده اخیستې.

د مالدیف د حکومت ویاند محمد ظهیر د پنجشنبې په ورځ تر دې دوه ورځنۍ غونډي مخکي وویل، د افغان حکومت استازي او د طالبانو غړي به د نهه کلني جګړې د پای ته رسېدو لپاره غونډه وکړي.

طالبانو په يو بیان کي چي، د انټرنټ له لارې یې رسنیو ته لېږلې، ویلي، کومو کسانو چي په دې خبرو کي برخه اخیستې ده، هغوی د حامد کرزي حکومت ته تسیلم شوي او نور د طالبانو غړي نه ګڼل کېږي.

دغه خبري د اسلامي حزب له لوري تنظیم شوي وې چي، د روان لمریز کال په پیل کي یې استازو په کابل کي هم د حکومت له غړیو سره د سولې خبري وکړې.

افغان حکومت هم وایي چې د مالدیف په غونډه کي یې استازي نه شته او د ملي شورا کومو غړو چي په دې غونډه کي برخه اخیستې وه، هغوی د دولت په استازیتوب رسماً په کي ګډون نه و کړی.

په مالدیف کې د سولې دوه ورځنۍ غونډه پرون پای ته ورسېده.