مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول نولسمه برخه لولئ :
په داسې حال کې چې لمر خپلې اخری سلګۍ وهلی او د ډوبیدو لورې ته ور نژدې کیده ، او دعلي پاشا مور قیرات او خور سریان د کور په کارونو کې مصروفې وې چې د حویلۍ په دروازې کې سلطان بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد د خپلو آسونو سره یو ځاې ور ننوتل . دعلي پاشا په کتلو سره قیرات او سریان دواړو د هغه لورې ته ورمنډې کړې ، بیا بیا یې دعلي پاشا سره د میني روغبړ وکړ او دهغې وروسته موراولور دواړ و سلطان بایزید یلدرم ته احترام او تعظیم وکړ او ولیعهد محمد ته یې سلام وړاندې کړ . په دې وخت کې قیرات غوښتل څه ووایی چې سلطان بایزید پرې را مخته شو او ورته یې وویل :
ګوره دعلي پاشا مورې او زما درنې خورې !ما تاته یوه نه بلکه ډیرې خوشحالۍ راوستي دي ، د خوشحالۍ لمړۍ خبره خو تا وکتله ، او هغه دا چې ته د خپل زوې علي پاشا سره یو ځاې شوې ، دا ستا هغه زوې دې چې ستا ټولې ګیلي ، شکوې یې له منځه یوړې ، دا ستا هغه بچوړی دي چې ستا لوڅې پښې یې پټې کړې ، ګوره خورې ! ددې څخه اخوا ، داسې و ګڼه چې ما تاته ډیر ستر بل خبر هم راوړې دې .
د سلطان بایزید یلدرم په دې خبره باندې قیرات لږ شانته حیرانه غوندې شوه ، سلطان ته یې وکتل او بیا یې ترې وپوښتل . درونده سلطانه ! زما زوې علي پاشا په خیر و عافیت سره زما تر مخ ولاړ دې ،ددې نه اخوا به ما ته بل کوم ستر ښه او دخوشحالۍ خبر وی ؟
دقیرات ددې پوښنې په ځواب کې سلطان بایزید یلدرم علي پاشا ته خاصه اشاره وکړه ، علي پاشا د اشارې سره سم د حویلۍ مرکزي دروازې ته ورغې ،بیرون یې وکتل ، نو کله چې بیرته حویلۍ ته را ننوت نو دهغه تر شا ریونا ،رستاک ، کیتهنا ، نریوس ،پربیسا او دواړه کوچنیان کندام اوخیسار ټول را روان و. کله چې دوې ټول د علي پاشا شا حویلۍ ته را ننوتل ، نودهغوې ټولو په کتلو سره قیرات او سریان دواړه مور او لور د ډیرې میني اومحبت او خوشحالۍ نه لکه د بوتانو په څیر و دریدې ، بیا دواړو منډې کړې او مخته ورغلې ، بیا بیا ریونا او نریوس ته ور غاړې وتلې ، د کیتهنا او پربیسا سره یې د میني نه ډک روغبړ وکړ او کوچنیان خویې په غیږ کې و نیول او ښکلول یې ، بیا قیرات د سلطان لورې ته راغله او ورته یې وویل :
درونده سلطانه ! ستا وینا بلکل پر ځاې وه ،تا په رښتیا هم ماته یو ډیر ستر او ښه دخوشحالیو خبر را کړي دي.
دقیرات په خوشحالیو باندې تر کومه چې علي پاشا او ولیعهد محمد خندان وول نو سلطان هم په ډیر ښه موډ کې و او په څیرې باندې یې د خوشحالیو نوې بهار د ورایه په ډاګه کیده . سلطان یو ځل بیا قیرات ته مخ کړ او ورته یې وویلې چې :
قیرات خورې ! تا خو دوه خوشحالۍ وکتلې ، اوس یو دریم خبر هم واوره ، زما په فکر چې هغه به ددې دواړو خوشحالیو څخه هم ډیر وی . او هغه داچې ، خورې ! ما دا ټول میلمانه په دې خاطر دلته راوړې دي چې علي پاشا او ریونا دواړه د واده په پړی و تړل شي . زما خورې ! شاید چې تا به اوریدلې وي چې دکرمیان حاکم زما پر خلاف بغاوت کړې ، او زمونږ د سلطنت پر خلاف یې په یو شمیر سیمو باندې یرغل هم کړې دې . زما خورې ! ته به دا ټول میلمانه سنبال کړې ، زه، علي پاشا او زما زوې ولیعهد محمد همدا اوس د خپل لښکر سره د کرمیان په لور روانیږو ، تر څو را پورته شوې بغاوت و ځپوو ، دهغې وروسته به مونږ بیرته دخپلو لښکرو سره را ستنیږو او د علي پاشا او ریونا د واده پرواګرام به جوړوو . خورې ! دلته تاسې ته د راتللو تر مخه ، ما د دروند استاد برهان الدین سره په دې اړه تفصیلي خبرې کړې ، ما هغه ته څه نقدی رقم هم ورکړی . زما او دعلي پاشا او ولیعهد تر بیرته راستنیدو پورې به محترم برهان الدین د علي پاشا او ریونا دواده پرواګرام را جوړوی ، څرنګه چې برهان الدین علي پاشا د خپله سکه زوې به څیر ګڼي نو په دې خاطر ددې واده انتظام دهغه څخه ښه او غوره بل څوک نه شی کولاې ، زما په فکر چې زما خور قیرات به ماسره په دې خبره باندې توافق ولري ،
دسلطان بایزیدیلدرم په خبرو باندې قیرات او سریان دواړه ډیرې زیاتې خوشحاله شوې. بیا قیرات وویلې : درونده سلطانه! ما سره داسې الفاظ نه شته چې زه یې ستا څخه د ممنونیت او شکریی له پاره استعمال کړم. یقینا چې دواده د ترتیباتو په جوړولو کې زما دورور برهان الدین څخه بل ښه تجربه لرونکي څوک نه شته .
سلطان بایزیدیلدرم د قیرات ددې خبرو څخه ډاډمن شو ،او بیا یې وویل : قیرات ! زما خورې ! ستا خبرو ماته ډاډ او اطمینان راکړ ، اوس نو ته اوسریان دواړه دغه میلمانه و پالئ ، تر لږڅه وخته پورې به برهان الدین راشي ، ددې میلمنو د میلمستیا ټول سامان او وسایل به هغه تاسې ته برابر کړي . ددې کار له پاره تاسې مور او لور ته د زحمت ویستلو کومه اړتیا نه شته. په دې اړه مې هم د برهان الدین سره خبرې کړی دي که څه هم علي پاشا د میلمنو د میلمستیا په هکله څه نیوکې درلودې هغه ویل چې ددوې د میلمستیا ټول وسایل به تاسو درې واړه ،مور ، لور اوزوې په غاړه اخلئ ، خو نه ، دا ټول انتظامات به زما د بایزیدیلدرم په غاړه وي . نو اوس علي پاشا هم ډاډ من شوې دې . قیرات ! برهان الدین ته وایه نو هغه به دا ټول انتظامات په خپله کوي . اوس نو زه ، علي پاشا ،او ولیعهد محمد درې واړه ددې ځایه کوچ کوو ، زمونږ آسونه بیرون ولاړ دي ، دبروصې دښار نه بهر لښکر زمونږ انتظار کوي ددې ټولو میلمنو آسونه هم ستاسې دکور نه بیرون ولاړ دي ، تر لږ وخته به برهان الدین را شي ، هغه به ددې اسونو پالنه وکړي ، تاسې دواړو مور اولور ته د څه کولو اړتیا نه شته . بس اوس تاسې زما تر مخه علي پاشا ته په مینه رخصت اواجازه ورکړئ.
دعلي پاشا درخصتۍ په اوریدو سره ریونا ټکان وخوړ . په دې وخت کې قیرات مخته راغله ، د علي پاشا مخ یې په دواړو لاسو و نیوه ،دهغه مخ اوتندې یې ښکل کړل، بیا یې سلطان لورې ته وکتل او ورته یې وویل:
درونده سلطانه ! زما دعا ده چې دهغې دندې د تکمیل له پاره چې تاسې درې واړه ځئ ،نو پاک او مهربانه خداې تاسې ته په هغې کې برې اوکامیابی په برخه کړي .
ددې خبرې سره سم سلطان د علي پاشا او ولیعهد په لور اشاره وکړه اوبیا یې ټولو ته دخداې پامانۍ لاس پورته کړ او دحویلۍ څخه ووتل . په خپلو آسونو سپاره شول او په خپله مخه ولاړل ، کله چې هغوې درې واړه د ښاره بیرون راغلل نو دهغوې فوځ دهغوې انتظار کاوه ،بیا ټول دخپل لښکر سره یو ځاې د کرمیان د بغاوت د ځپولو له پاره روان شول .
***** ۳۳
له یوه اړخه سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهدمحمد دخپلو لښکرو سره د بروصې د ښاره د بغاوت دځپلو له پاره د کرمیان په لور مخه وکړه خو د بلې خوا په اروپا کې یو ستر انقلاب را پورته شوې و . د اروپا د مختلفو حکمرانانو نه علاوه دپاپای اعظم پوپ بوق قبیس ته هم دا خبرونه رسیدلي و چې د سرویه شهزادګۍ د ماتې خوړلو وروسته پر خپله خوښه او رضا سره د سلطان بایزید یلدرم په حرم کې ور ننوتې ده ، او دا چې د سرویه پادشاه اسټیفن هم دسلطان بایزیدیلدرم سره د جنګ نه کولو تړون کړې دې ، دهغې وروسته دا خبرونه هم راورسیدل چې د دلاچیه حکمران او دهغه زوې مائیرچ هم د سلطان له لاسه ډیره بده ماتې خوړلې او اوس سلطان داسیا په لور خوځیدلې تر څو هلته دده پر خلاف راولاړ شوې بغاوت و ځپوي
اروپایانو دسلطان پر خلاف ددې فرصت نه په ګټې اخستو سره دا وخت د جنګ دپیلامې کولو له پاره ډیرمناسب و ګاڼه ، پوپ بوق قبیس د اروپا ټولو حکمرانانواو نظامي جنرالانو ته لیکونه او احکام واستول او دهغوې څخه یې و غوښتل چې د موقع څخه په ګټي اخستلو سره د مسلمانانو پر خلاف جنګ پیل کړي او مسلمانان د اروپا څخه بیرون و کاږې .
دپوپ قبیس دا حکمنامه جارې کول و چې د ټولې اروپا ځواکونه د صلیبي جنګ له پاره را پورته شول . داسې عجیب حالات را منځته شول چې د اروپا د شمال څخه نیولې تر جنوب غرب پورې او شرق پورې ټول د سلطان بایزید یلدرم پر خلاف د نفرت ، کرکي او انتقام یو سور اور بل شو . بیا نو پرته له ځنډه د اروپا حکمرانانو په لکونو لکونو فوځونه د ډینیوب د دریاب په غاړو کې سره راټول کړل . چې په دوې کې دهنګري د هیواد پادشاه سجسمنډ هم شامل و ، سجسمنډ دخپل ځان سره یو ډیر ستر لښکر را وړی و . د فرانسې له لورې د فرانسي ډیر تکړه جنرال نیورایک دخپل ستر لښکر سره را وتلی و ، ددې جنرال تر مشرۍ لاندې یو شمیر نورو اروپایې هیوادونو هم خپل فوځونه راویستلي و . تر څو ترکانو ته د ماتی ورکولو وروسته تر لاسه تللي مقدس مقامات بیر ته تر ولکې لاندې راوړی او ترکان د دانیال ددرې څخه بیرون کړی ، هغه لښکر چې د فرانسوي جنرال نیور تر قوماندې لاندې دسلطان بایزید پر خلاف راوتلی و په هغې کې د فرانسې دپادشاه درې وریرونه هم و . په دې ډله کې «د ارټائس فلپ ، کاونټ اف یو ، او کانسټیبل اف فرانس ، » نومونه شامل دی . ددې نه اخوا د یروشلم یا بیت المقدس د سینټ معاون او د جان ستر پوه «زولین » هم شامل و ، هغه هم د کفن اغوستونکو لښکر سره د ډینیوب ددریاب غاړو ته رارسیدلې و . پوریرین جنرال الیکر پلیټائن هم د یوه ستر لښکر سره هلته راغلی و ، د دلاچیه شهزاده مائیرچ هم په دې جنګ کې شامل و ،د بلغاریه حکمران سیسمان په خپل ځان دې جنګ ته راوتلي و اودخپل فوځ مشرۍ یې کوله ، ددې نه اخوا د اروپا ډیر مشهور او نه ماتیدونکې جنرالان او فوځي ماهرین لکه جنرال مارشل یوسی کارټ هم دې جنګ ته راوتلي و . همدا راز د فرانسې خپلواکه ریاستونو د جنرالانو څخه ایډمائیرل جین ډي وائیني ، کاونټ اف نیورس د خپلو سترو سترو لښکرو سره په سنګرونوکې ناست و .د سسلي څخه دسسلي جنرال هیرمین خپل لښکر له ځانه سره راوړې و ، دا په داسې حال کې چې د قسطنطنیه پادشاه هم په پټه د بایزید پر خلاف په جنګ کې د برخې اخستو له پاره خپل لښکر د ډینیوب ددریاب د غاوړو په لور استولی و . ددې ټولو حکمرانانو د لښکرو شمیره تر لکونو پورې رسیده ، دوې ټول هلته د ډینیوب د دریاب په غاړو کې سره را ټول شوي و ، دوې د را ټولیدو سمدستي وروسته وړاندې تګ پیل کړ ، تر هر څه لمړې دوې سرویه ته ولاړ ل ، خو څرنګه چې دسرویه پادشاه اسټیفن د سلطان اتحادی و او ژمنه یې کړې وه چې که چیرې ټوله اروپا هم د سلطان پر خلاف سره راپورته شي نو بیابه هم هغه دسلطان سره یو ځاې دریږي . بیا اروپایان په دې هم هغه ته په قهر و و چې اسټیفن خپله ډیره ښکلې اوښایسته خور د سلطان بایزید یلدرم په حرم کې ور ننویسته ده. نو په دې خاطر دا متحده لښکر تر هر څه لمړۍ د سرویه په لور ولاړل ،د سرویې پادشاه اسټیفن دهغوې مقابله و نه کړه ، هغه په دې پوهیده چې که زه د اروپا د متحده لښکر په مقابل کې راپورته هم شم نو بدترینه ماته به راکړي . ځکه چې دهغه په مقابله کې د اروپایانو فوځ ډیر زیات و .
اسټیفن ددې حالاتو سره د مقابلې د نه کولو هوډ وکړ او د خپل لښکر سره یو ځاې د سلطان دبایزید ولکه شوو سیمو ته ولاړ .
د اروپا متحده لښکر سرویه ته ور ننوت ، هلته په سرویه کې دهغوې د مخنیوې له پاره هیڅوک نه و . په دې خاطر متحده لښکر لمړۍ د ویدین په لور ولاړ ، تردې وخته پورې د اروپا دحکمرانانو بحري بیړه هم د ډینیوب ددریاب په غاړو کې لنګر اچولې و . هغوې په دې بحرې بیړه کې د خپلو فوځونو د را پارولو او تسکین له پاره په زرګونو ښایسته ، ښکلي او ځوانې نجونې را بار کړي وي تر څو هغوې هم دخپلو فوځونو سره په جنګ کې ورګډي شي . ددوې یوه دنده دا وه چې د اروپاي فوځیانو زړونه ښه کړي او هغوې ته دجنګ په لور دتیزیدو بلنه ورکړي ، د دې نجونو دغه لښکر هم د بحري بیړې څخه را کیوتې و اود ډینیوب ددریاب څخه د سرویه د ښار ویدین په لور روان شوې و .
د اروپا دغې متحده لښکر د سترګو په رپ کې د ویدین ښار و نیوه ،او دهغې نه وروسته د سرویی د نورو ښارونو د نیولو له پاره مخته ولاړل ، دوې د ارسوا ښار هم و نیوه ،اوس نو د اروپا متحده ځواک د نائکوپولس د ښار په لورې روان شو .
نائیکوپولس ښار د سلطان بایزید په ولکه کی و ، په دې ښار کې سلطان دخپل فوځ یو سالار د قلعدار ټاکلي و ،تر څنګ یې د فوځ یوه برخه هم هلته پریښې وه تر څو د ښار ساتنه وکړی او په چار چاپیر کې ددښمن په تحرکاتو باندې هم څارنه وکړی .
اوس نو د اروپا متحده صلیبي لښکر غوښتل چې د نائیکوپولس ښار تر ولکې لاندې راوړې او دترکانو هغه لښکر چې په دې ښار کې پروت دې ټول له تیغه تیر کړي ، هغوې د نائیکوپولس ښاروال ته ځواب ولیږه چې د ښار د دفاع څخه لاس واخلی او دخپل لښکر سره یو ځاې تسلیم شي خو هغه ترک ښاروال دهغوې دحکم د نه منلو هوډ وکړ او اروپایې جنرالانو ته یې دا پیغام را ولیږه ، چې تر څو پورې چې دوې زمونږ او زمونږ دملګرو په لاشونو باندې نه وې تیرشوې نو ترهغې پورې به دوې د نائیکوپولس ښار تر ولکي لاندې را نه شی وړاې .
ددې وروسته صلیبي لښکر د وچې او اوبو دواړو څخه شپږ ورځي په پرلپسې توګه د نائیکوپولس پر ښار حملي وکړې خو هغوې د ناکامۍ سره مخ شول . دښار دننه ترکی فوځونو صلیبیان پرې نه ښوول چې دښار په دیوالونو باندې راپورته شي ،کله به چې صلیبیان په دیوالو را پورته شول نو دداسې توپانې برید لاندې به راغلل چې دخپلو ځانونو د خوندی ساتلو په غرض به یې بیرته په شا منډي وهلي . په دې ترتیب دا محاصره ډیره اوږده شوه .
اوس صلیبیان هم په دې پوه شوې و چې دغه ښاروال چې د ښار د حواله کولو څخه انکار کوي دهغه مقصد دادې چې هغه دغه یرغل کونکي تر هغه پورې مصروف وساتي تر څو چې سلطان بایزید یلدرم دهغه کومک ته نه وی رارسیدلې .
خو بیا هم صلیبیان په دې اړه ډیر اندیښمن نه و . دهغوې عزم او حوصلي لوړې وې ، ځکه چې دهغوې دلښکرو شمیره دومره زیاته و ه چې ګڼه یې ګرانه بریښیده ،دهغوې ډیرو جنرالانو ددې خبرې پراوه نه کوله چې سلطان بایزید به د خپل لښکر سره د نائیکوپولس دښار محصور لښکر ته دکومک له پاره را ورسیږي . څو اروپايی جنرالانو خو دا هم ویل چې د مسلمانانو سلطان بایزید یلدرم به ونه توانیږی چې د دانیال ددرې څخه راتیر شي اوبیا د اروپا په لور د راتللو جرأت وکړي ، ددې نه علاوه اروپایانو به د مسلمانانو په پیغمبراو دین باندې هم ټوقي مسخرې کولې
څرنګه چې د نائیکوبولس دښار محاصره اوږدیده نو صلیبي لښکر لږ څه اندیښمن شو ،خو حوصلي یي له لاسه ورنکړې ، هغوې ښار په محاصره کې وساته ، په دې وخت کې به یې په یخ زړه شراب څکل ، او د هغو نجونو سره چې د اروپا د مختلفو هیوادونو څخه ددوې دلښکرو د کومک له پاره راغلي وی مستي او عیاشی کوله ، ځکه هغوې د ا پتییلې وه چې داروپا پر هغو زمکو چې مسلمانان مسلط شوي دې بیرته تر خپلې ولکې لاندې راوړي ،اوبیا به ددانیال ددرې څخه تیریږی او په اسیا کې به د مسلمانانو د ځپلو له پاره ور اوړی .
***** ۳۴
د بله اړخه سلطان بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد د رې واړه د خپلو لښکرو سره یو ځاې دکرمیان د بغاوت د ځپلو له پاره هلته په چټکتیا سره روان و .د کرمیان باغیانو ته هم دا خبره ور رسیدلې وه چې بایزیدیلدرم دهغوې دځپلو له پاره را روان دې نو هغوې هم خپل لښکر تیار کړی او د سلطان سره دمقابلي منتظر و .
دسلطان بایزید یلدرم جاسوسانو هم سلطان ته ددښمن د ټولو حرکاتو خبر وخت په وخت ورکاوه ، نو په دې خاطر دکرمیان دلښکر سره دمخامخ کیدو سره سم سلطان په خپل لښکر کې د جنګ ډول وواهه ، سلطان د کرمیان د باغیانو پر خلاف دومره په غصه او قهر و چې دهغوې مخې ته د راتللو پر خلاف نه خو سلطان خپل لښکر ته د خیمه کیدووویل او نه یې ورته د پړاو کولو حکم ورکړ . د خوراک څښاک هغه بار ځناور چې د لښکر په منځ کې روان و سلطان هغه ټول د فوځ اخر ته ولیږل ، اودکرمیان د باغیانو پر خلاف یې د صف جوړولو حکم وکړ او د جنګ ډول یې وواهه .
هلته دکرمیان باغیان هم دهمداسې فرصت منتظر و ، چې سلطان بایزید د خپل لښکر سره یو ځاې هلته ور ورسیږي ، او د رسیدو سره سم دهغوې سره جنګ پیل کړي ، نو سلطان بایزید لا تر اوسه پورې خپل دلښکر صفونه نیغ کړي نه و چې د کرمیان د باغیانو مشر خپلو فوځونو ته د مخکی تګ او حملی حکم وکړ .
کله چې د کرمیان لښکر مخې ته راغې نوپه همدې وخت کې سلطان بایزید هم خپل لښکر ته د وړاندې تګ حکم وکړ . سلطان بایزید یلدرم ،علي پاشا او ولیعهد هم د خپلو لښکرو سر ه د کرمیان په باغیانو باندې د توپانې سیلۍ په څیر ور پریوتل .
ددواړو اړخونو تر منځ سخت جنګ و نښت ، څرنګه چې دکرمیان خلکو د سلطان په نه موجودیت کې،او هغه وخت چې سلطان د دلاچیه د حکمران پر خلاف په جنګ کی مصروف و ، څه بریالیتوبونه تر لاسه کړی ونو دهغوبریالیتوبونو په اساس دهغوې حوصلي لوړې وې ، خو د جنګ په دوران کې سلطان بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد پر هغوې د شاهین په څیر ور وغورځیدل ،او دهغوې صفونه یې یو په بل پسې مات کړل ،نو د کرمیان د باغیانو حوصلي پستې او یخي شوې .
ډیر ژر سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا ، او ولي عهد محمد دکرمیان دباغیانو حال د ستومانه قافلو په څیر کړ . د جنګ په پایلو کې دکرمیان باغیانو ډیره بده ماتې وخوړه ، اود جنګ د ډګر څخه و تښتیدل ، خواوس یې تیښته هم څه اسانه کار نه و .داسې بریښیده چې سلطان د دښمن د تعاقب له پاره د پخوا څخه کوم پلان ترتیب کړي و . په دې خاطر کله چې دکرمیان باغیانو شا کړه او په تیښته یې غوښتل ځان وکاږي سلطان بایزید په خپله د هغوې پسې وروسته و لګید ، په داسې حال کې چې علي پاشا او ولیعهد محمد دواړه د دښمن د ښې او چپ اړخ له لورو ددښمن په فوځونو باندې را نازلیدل . په دې توګه دښمن ددرې واړو اړخونو څخه تر تعقیب لاندې و . او د درې واړو اړخونو څخه دهغوې قتل عام روان و . دا قتل عام په داسې چټکۍ سره تر سره کیده چې په ډیر کم وخت کې یې د باغیانو فوځ ډیر زیات را کم کړ. ډیرو لږو خلکو ته د تیښتې زمینه برابره شوه. په دې ترتیب دا باغیان یو په بل پسې له منځه و لاړل .
دکرمیان باغیانو ته د ماتې ورکولو وروسته سلطان بایزید د فاسفورس نه نیولې تر ډینیوب پورې د ټولې سیمی حکمران شو . ویل کیږي چې کله چې سلطان دا ټولې بریاوې تر لاسه کړې ، دکرمیان بغاوت یې و ځپاوه ،د دلاچیه حکمران ته یې ډیره بده ماتې ورکړه ، نو دسلطان ددې بریاو څخه په اغیزمن کیدو سره عباسي خلیفه متوکل علي الله چې په دې وختو کې په قاهره کې و او د مسلمانانو تر منځ د روحانی ځواک خاوند و په رسمي توګه سلطان بایزید ته د سلطان لقب ورکړ .
(دتاریخپوهانو تر منځ په عامه توګه دا ویل کیږي چې بایزید لومړۍ عثماني حکمران و چې د خپل ځان له پاره یې د سلطان لقب استعمالوه ،خو دا حقیقت نه لری ، ځکه د عثماني سلطنت کومي سیکي چې تر اوسه پورې په بریټیش موزیم کې پرتي دي دهغوې نه دا ثابتیږي چې د بایزید نه مخته هم «اورخان او مراداول» په خپلو سیکو باندې د سلطان الفاظ ثبت کړي دي ، په هرحال دا خبره ډاګیزه ده بایزید د سلطان د لقب لمړۍ استعمالونکې شخص نه دې بلکه د هغه تر مخه اورخان او مراداول هم د سلطان لقب ځانته استعمال کړي دي )
سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد تر ډیره ځایه د کرمیان د باغیانو په تعقیب پسې ولاړل ، کله یې چې د هغوې د لښکرو توان په مکمله توګه له منځه یوړ نوبیا سلطان د خپل لښکر سره یو ځاې بیرته راستون شو او هغه ځاې ته راغي په کوم کې چې جنګ پیل شوي و . هغه دکرمیان د باغیانو په پړاو باندې ولکه وکړه او هملته یې خپل لښکر ته د خیمه کیدو حکم ورکړ.
کله چې لښکر هلته پړاو وکړ نو بیا سلطان په جنګ کې د وژل شوو د تکفین او تدفین له پاره کار پیل کړ . دزخمیانو علاج یې پیل کړ او همداراز دپاته عسکرو له پاره یې دخوراک څښاک انتظام وکړ . په دې وخت سلطان بایزید ، علي پاشا او ولیعهد محمد په خپله د غذا د تیارولو څارنه کوله . په همدې وخت کې څو سپاره په خپلو آسونو باندې په ډیره چټکتیا سره دوې ته را نژدې کیدل او دسلطان خیمي ته را ورسیدل .د دې سپرو راتګ نه یواځې د سلطان له پاره بلکه د علي پاشا او ولیعهد محمد له پاره هم د اندیښنې وړ وګرځید. هغوې د راتلو سره سم د خپلو آسونو څخه را ښکته شول ، سلطان ته یې تعظیم وکړ او په لوړ اواز یې سلام ووایه او بیا دهغوې څخه یوه سلطان ته وویل :
درونده سلطانه! مونږ تاته یو ډیر بد خبر راوړې دې ، تر هر څه لمړۍ خو مونږ تاته مبارکي وایو چې تا په ډیر ستر حکمت او میړانې سره د کرمیان باغیان مات کړل ، خو درونده سلطانه! په اروپا کې زمونږ پر خلاف د صلیبیانو یو ستر توپان را پورته شوې دې ، هغه بري اوسوبې چي تا او ستا محترم پلار تر لاسه کړې وې دهغو په پایلو کې د اروپا مختلفو حکمرانانو د پاپای اعظم څخه غوښتنه وکړه ، چې که چیرې اروپایان همداسې لاس تړلی کیني ،نو مسلمانان به په ټوله اروپا باندې ولکه ومومي، په دې خاطر د اروپا د خوندیتوب په خاطر تاسې د مسلمانانو پر خلاف د صلیبي جنګ پیلامه وکړئ .
د اروپائي حکمرانانو ددې غوښتنې په ځواب کې پاپای اعظم د اروپا ټولو حکمرانانو ته لیکونه واستول اوهغوې ته یې په اروپا کې دمسلمانانو پر خلاف د صلیبي جنګ د پیلولو مشوره ورکړه . داروپا حکمرانانو د پاپای اعظم د مشورې د منلو سره سم زمونږ پر خلاف د صلیبي جنګ د پیلامي اعلان کړې او اوس په هغو سیمو کې، چې مونږ ولکه کړې وې ، د صلیبیانو دومره ستر فوځ را ټول شوې دې چې شمیرل یې هم ګران دي ، مونږ دغه لښکر په خپلو سترګو وکوت اودلته راغلو ، مونږ معذرت غواړو چې مونږ دهغوی سهي شمیره و نه شوه کړاې . دا په دې خاطر چې په هغوې کې د اروپا هر حکمران اودهغې لښکر ورګډ دي . د نمونې په توګه د هنګرې پادشاه ، د فرانسې د درې جنرالانو څخه علاوه د فرانسې دپادشاه درې وریرونه هم په کې ورګډ دي .د یروشلم دنائټ اف سینټ جان ګرینډ ماسټر «زولین » چې یو نه تسخیریدونکې انسان ګڼل کیږي هم د یوه ستر لښکر سره یو ځاې راغلې ، د بویریا د حکمران عسکر او تر څنګ یې د شهزاده مائیرچ، دبلغاریه د حاکم سیسمان ، دسسلي د جنرال ّیئر مین او د قسطنطنیه د پادشاه مینوئیل عسکر هم ورګډ دی .
په اوسني وخت کې د نائکوپولس ښار ستا د ځانګړې توجه غوښتنه کوي هلته زمونږ هغه کوچني لښکر اودهغې ځاې ښاروال د اروپا دا دومره ستر فوځ په پوره زړه ورتیا او حیرانونکي توګه له ځانه دفع کړي دې . درونده سلطانه ! د اروپایانو دې صلیبي لښکر زمونږ په ځینو سیمو باندې ولکه کړې ده او همدا اوس یې د نائکوپولس ښار تر محاصرې لاندې دې ، او غواړي چې دا ښار تر خپلې ولکې لاندې راوړي . خو ددې ښار دننه چې زمونږ څومره عسکر دي دهغوې آند دادې چې صلیبیان به زمونږ دا عسکر ټول قتل عام کړی . خو زمونږ ښار وال لا تر اوسه صلیبیان د خپل ټول توان سره سره بیا هم تم کړی دي . درونده سلطانه ! که په نائکوپولس ښار کې زمونږ دعسکرو او ښاروال سره سمدستي او بې له ځنډه کومک و نه کړل شي نو یاد ساتئ چې د صلیبیانو دا ستر لښکر چې د زمکې د حشراتو په څیر په هر ځاې کې خپور ور دې د خپلې اوږدې محاصرې په واسطه زمونږ ښاروال مجبور کړي چې دهغوې تر مخ تسلیم شي ، خو که چیرې داسې وشو نو د ښار په منځ کې به زمونږ زرګونه عسکر د صلیبیی لیوانو په واسطه له منځه ولاړ شي اویو به یې هم ژوندې را ونه وځي .
مخبر دا خبره وکړه او لږ څه تم شو . دمه یې وکړه او بیا یې پادشاه ته وویل:
درونده سلطانه ! د اروپا دې حکمرانانو دخپل فوځ تر څنګ د اروپا د ډیرو ښکلو نجونو یو پوره لښکر هم راوستې دې، دوې هر وخت په شرابو کې مست وي . درونده سلطانه ! د هنګري پادشاه زمونږ د مسلمانانو پرخلاف د شرابو د څکلو وروسته په عام محفل کې دا الفاظ ویلي دي چې د مسلمانانو سلطان بایزید چې کله د صلیبیانو ددې لښکر څخه خبر شي نو هغه به هیڅکله هم دفاسفورس د بحیرې څخه دېخوا د راتلو جرأت و نه کړي ،سجسمنډ خو دا هم ویلي دې چې نن د صلیبی عسکرو ځواک او توان دومره زیات دې چې که چیرې اسمان هم پرې را وغوریزیږي نو هغه به په نیزو باندې تم کړی . خبره تر دې ځایه پاې ته ونه رسیده ، بلکه ددې څخه یې هم بدتره خبره کړې . هغه زمونږ ددین پر خلاف هم خبرې کړی اوزمونږ د دین او ددین دمشرانو پورې یې ټوقی کړې دي .
د راغلیو مخبرانو په خبرو باندې دسلطان حالات ډیر زیات بدل شانته شول . اوس نو دهغه په سترګو کې نوې جذبي او نا اشنا نور را پیدا شوې و، سلطان تر لږ وخته پورې په همدې حالت کې ناست و ،بیایي خپل ځان سنبال کړ ، علي پاشا او ولیعهد محمد ته یې وکتل او بیا یې مخبرانو ته وویل :
دا د انساني حقوقو بیرغچیان که زمونږ تر مخه د سختو شپو او د اندیښنو نه ډکو ورځو په څیر راځي نو مونږ ته هم دهغوې تر مخه د موسمونو د وینه تویونکو سختیو څخه بله لاره نه شته . که چیرې دا صلیبیان زمونږ دفصلونو سره زر ، زمونږ د میدانونو زیور ، زمونږ د ورورګلوۍ د رشتو هغه وریښمیني کړۍ ،زمونږ د کوهستانو وقار ، او زمونږ د سهارونو جلوې زمونږ څخه اخستل غواړی نو بیا خو ددې بدبختو تر مخه به مونږ په پوره جرأت او میړانې سره مخته راځو او دهغوې دخوبونو جوړشوې محلونه به له منځه وړو . که چیرې دوې د صلیبي جنګ پیلامه کول غواړي نو مونږ به دهغوې تر مخ د اسیبونو سیورې او دهغوې د بربادۍ علامه وګرځو . او که چیرې زما خداې و غواړې نو دهغوې په لویو لارو ، دهغوې په بازارونو ، دهغوې په کوڅو، دهغوې په کورونو او جسمونو کې به د هغوې د روحونو د بیلتون تماشا وکړو .
سلطان بایزید تر دې ځایه د خبرو وروسته لږ څه تم شو او بیایې په ډیره جرأتمندانه توګه وویل :
که چیرې د هنګري پادشاه سجسمنډ زمونږ دمذهب سپکاوي کوي او یا زمونږ د ائیمه و پر خلاف اواز پورته کوي نو زه همدا نن خپل خداې حاضر او ناظر ګڼم او سوګند یادوو چې که چیرې زما خداې ماته مهلت راکړ نو زه به په روم کې د سینټ پیټر معبد په قربان ځاې کې خپل اس تړم .
تردې ځایه د خبرو وروسته سلطان بایزیدیلدرم چپ شو دهغه پرمخ باندې د اندیښنو او قهر نښې لږې لږې له منځه تللې ، سلطان په پوره توګه خپل ځان سنبال کړ او بیایې مخبرانو ته وویل :
دوستانو ! زه ستاسو د ټولو ډیر ممنون او شکر کونکې یم چې تاسې زه د صلیبیانو ددې حرکتونو څخه په وخت خبر کړم . اوس به زه ددې ځایه سیده اروپا ته ځم ، د بروصې په ښار کې به نه تم کیږم، دوستانو ! هلته په لښکر کې خوراک تیاریږي ، تاسې هم لمړۍ څه وخورئ ، نو بیا به د وخت د ضایع کیدو پرته د بروصې په لور ولاړ شئ . ستاسې د حرکت نه به لږ څه وروسته زه هم دخپل لښکر سره یو ځاې د بروصې په لور کوچ وکړم. دوستانو ! بروصې ته په رسیدو سره به هلته زما د استاد برهان الدین سره ووینئ او هغه به ددې ټولو حالاتو څخه خبر کړئ ، زما له اړخه به محترم برهان الدین ته دا پیغام ورکړئ چې زه دخپل لښکر سره یو ځاې بروصې ته رسیدونکې یم خو هلته به تم کیږم نه ، بلکه یواځي یو څو ساعته به قیام کوم . په دې لږ وخت کې به زه دخپل زوې علي پاشا او لور ریونا د واده کولو انتظام کوم.د واده کولو دمراسمود فراغت نه سمدستي وروسته به زه د صلیبیانو په لور حرکت کوم ، برهان الدین ته زما له اړخه دا پیغام هم ورکړئ چې بروصې ته زما له راتګ څخه د مخه دعلي پاشا او ریونا د نکاح انتظام مکمل کړي .
کله چې سلطان بایزید یلدرم تم شو نو علي پاشا د سلطان لورې ته وکتل او ورته یې په ډیر درنښت سره وویل:
درونده سلطانه ! ددې واده او نکاح بیړه په څه کې ده؟ صلیبي ځواکونه مونږ ته چلینج راکوي ، زمونږ په دین باندې ملنډې وهي ، درونده سلطانه ! هغه کار ډیر اهمیت لري ، دواده او نکاح اهتمام بیا هم په ارامه سره کیداې شي . درونده سلطانه ! زما عرض دې چې مونږ باید د همدې ځایه بې له ځنډه د اروپا په لور مخه کړو او د اروپا ټولو حکمرانانو ته دا باید و ښیو که چیرې هغوې مونږ ته چلینج راکړې او که هغوې په دې هیلو هلته راغلي وي ،چې دهغوې د بې شمیره لښکرو تر مخه به مونږ د فاسفورس بحیرې څخه تیر نه شو نو دا به دهغوې دوکه او فریب وي ، مونږ به هغوې د اروپا تر اخري څنډو پورې تعقیب کړو .
د علي پاشا په دې خبرو باندې سلطان د زړه له کومي خوشحاله شو او بیا د یوه ډیر مهربانه پلار په مینه یې علي پاشا په خپله غیږ کې و نیوه .دهغه تندې یې ښکل کړ او ورته یې وویل :
علي پاشا ، زما زویه ! دا الفاظ ستا د جرأت ، میړانې ، قربانۍ او بهادرۍ نمایندګي کوي ، خو زما زویه واوره ! زه ستا ددې وینا درنښت کوم ، خو د اروپا د ځواکونو تر مخ د تللو تر مخه ،زه به ستا او د ریونا د واده انتظام ضرور کوم . زما زویه ! ته پوهیږې ، ماددې مقصد له پاره دریونا پلار ، مور ، ستا ورندار او دهغې مور او کوچنیان ان د یونان څخه بروصې ته راوړې دي . اوس نو که چیرې زه ددې انتظام نه پرته تا دخپله ځانه سره د صلیبي ځواکونو مقابلې ته یوسم ، نو اخر هغوې به تر څو پورې هلته په بروصه کي ناست وي او د واده ا نتظار به کوي ؟ زما زویه ! ددې ځایه بروصې ته د تللو سره سم به زه ستا او د ریونا تر منځ د نکاح انتظام کوم ، که څه هم ددې نه مخته ما وعده کړې وه چې ستاسې د دواړو واده به زه په پوره شان وشوکت سره تر سره کوم خو ګوره زویه ! کوم حالات چې زمونږ مخته راغلل نو دهغوې په نظر کې نیولو سره اوس زه غواړم په ډیره ساده توګه د نکاح کار تر سره کړم . اوس نو ددې ځایه بروصې ته د رسیدو سره سم به ستا د ریونا سره نکاح تر سره شي . اوبیا به لښکر د فاسفورس بحیرې څخه تیر اود اروپا په لور به کوچ وکړی .
ریونا به ستا د ښځې په څیر له تاسره یو ځاې وي دهغې نه علاوه دهغې پلار رستاک ، د هغې مور کیتهنا ، ستا ورندار نریوس ، دواړه کوچنیان او دنریوس مور به هم په دې لښکر کې شامل شي . بیا به دوې خپل کلي ته ولاړ شي ، ریونا به له تاسره یو ځاې په لښکر کې نه اوسیږي ځکه چې د صلیبیانو سره په جګړه کې څوک نه شی اټکل کولې چې مونږ ته څه راپیښیږي . زمونږ د لښکر سره به هیڅ ښځینه څوک نه وی ، ریونا به هم دخپل مور اوپلار په کور کې ستا انتظار کوي ، اوکله چې ته د جنګ نه فارغه شي نو زویه ! ته به دخپلې ښځې سره د کتلو له پاره د رستاک کور ته ولاړ شي ، هلته به څو ورځي تم شي او بیا به ریونا له ځانه سره یو ځاې بروصې ته راوړې .
سلطان بایزید ددې خبرو وروسته د څو لمحو له پاره چپ شو ،خو په دې دوران کې یې په ډیر غور سره علي پاشا ته کتل ، شاید د سلطان دخبرو د نه کولو مقصد داو چې علي پاشا هم څه ووایي . خو کله چې علي پاشا پټه خوله پاته شو نو سلطان ډیر خوشحاله شو ځکه هغه دا اندازه وکړه چې علي پاشا یې دخبرو سره موافق دي یو ځل بیا یې وویل :
علي پاشا زویه ! ما چې کوم وړاندیز ستا تر مخ کیښود هغه زما اخری خبره ده . په هغې کې زویه ! هیڅ ډول تبدیلي شوني نه ده . اوس نو ته او محمد دواړه حرکت وکړئ ، لمړۍ هغه مخبرانو ته د خوراک څښاک انتظام وکړئ ، دهغې نه وروسته دخپل لښکر له پاره خوراک ورکړئ او بیا به د کوچ له پاره تیار اوسئ.
دسلطان پر حکم علي پاشا او محمد دواړه پورته شول دواړو مخبرانو ته یې خوراک ور کړ او بیا هغوې دواړه سمدستي د بروصې په لور کوچ وکړ . دهغې نه وروسته یې ټول لښکر ته خوراک څښاک ورکړ او بیا یې د جنګ د میدان څخه د بروصې په لور حرکت وکړ .
د بروصې په ښار کې قیرات ، سریان په خپله میلسمتون کې د رستاک ، ریونا ، کیتهنا ، نریوس ، پربیسا او کندام او خیسار سره یو ځاې ناست و او خبرې یې کولې ، چې يو اس سپور په ډیره چټکتیا سره د حویلۍ دروازې ته راغي او ودرید. هغه خپل آس هملته و دراوه ،او بیا یې دحویلۍ دروازه ووهله .
دټک ټک د اوریدو سره سم سریان د میلمستون څخه په منډه ووته ، دروازې ته راغله او دهغه ځایه یې مخ را واړو او ټولو ته یې وویل چې شاید ورور مې راغلي وي په دې خاطر به دروازه پرانزم او دهغه ښه راغلاست به و کړم . ددې خبرې سره سم سیریان په یوه منډه تر دروازې ورسیده دسریان په دې خبره باندې ریونا هم متوجه شوه سمدلاسه دخپله ځایه را پورته شوه او د میلمستون څخه بیرون را ووتله ،د ریونا وروسته ټول یو په بل پسې د میلمستون څخه راووتل او دحویلۍ په صحن کې و دریدل. سریان دحویلۍ دروازه پرانسته نو ویې کتل چې یوه وسلوال ځوان د دروازې تر شا ولاړ دې ،هغه حویلۍ ته را ننوت او نیغ د قیرات لورې ته ورغې دهغې تر مخ و درید او په ډیر درنښت سره یې ورته وویل:
درنې مورې ! ما دسلطان بایزیدیلدرم له لورې تا ته یو خاص پیغام راوړې دې ، سلطان بایزیدیلدرم او علي پاشا دواړه دخپلو لښکرو سره یو ځاې د جنګ د میدان څخه د بروصې په لورې راروان دي . او شونې چې تر لږ ځنډه به بروصې ته را ورسیږي ، دهغه ځایه سلطان بایزیدیلدرم د علي پاشا ، دخپل محترم استاد برهان الدین او د بروصې د ښار د یو شمیر مشرانو سره دلته ستاسې کور ته راځي . تر څو د ټولو په موجودیت کې د علی پاشا ا و زمونږ د خور ریونا د نکاح کار پاې ته ورسوي .
ددې راغلي ځوان په خبرو قیرات ډیره اندیښمنه او حیرانه شانته شوه . رستاک او کیتهنا هم په اندیښمنه توګه قیرات ته کتلې ، په داسې حال کې چې د ریونا سر ښکته راغلې و. په دې وخت کې قیرات دغه وسلوال ځوان ته وویلې .
ګوره زویه ! سلطان خو ویلي و چې هغه به زما د زوې علي پاشا او ریونا واده په ډیر شان و شوکت او رسم و روج سره تر سره کوي. خو اوس چې تا کوم پیغام له ځانه سره راوړې دې او وایې چې سلطان د ښار د څو کسه معزیزینو سره زمونږ حویلۍ ته راځي تر څو دعلي پاشا او ریونا نکاح تر سره کړي ، نو ایا زه پوښتلې شم چې ددې ټول پلان د بدلون علت څه دې ؟
په دې وخت کې که له یوه اړخه دعلي پاشا مور اندیښمنه وه خو دبله اړخه رستاک ، کیتهنا ،نریوس او پربیسا ټولو دغه ځوان ته په ډیره حیرانتیا سره د یوه پردي اوبیګانه په څیر کتل. بیا نو دغه وسلوال ځوان د قیرات د خبرو په ځواب کې وویل :
ستاسو نیوکه ، اعتراض او اندیښنه په خپل ځاې سهي ده . خو ددې بیړې او عجلي علت یو بل څه دې .
د راغلي قاصد په لور ریونا هم په حیرانتیا سره وکتل خو خپل سر یې همغسې زوړند و ساته . خو هغه قاصد یو ځل بیا وویل :
محترمې ! ددې عجلت او بیړې ، او په دومره بیړې سره د علي پاشا او ریونا د نکاح د تړلو او په دې ساده توګه دهغې د ترسره کولو یوډیر ستر علت پیدا شوې دې . که څه سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد د کرمیان باغیانو ته ډیره بده ماتې ورکړې ده او دهغوې ټولې سیمي یې دخپل سلطنت لاندې راوستي دي خو کله چې سلطان دا ټولې بریاوې تر لاسه کړې نو په هماغه وخت کې د سلطان جاسوسانو هغه ته خبر ورکړ چې د اروپا ټولو حکمرانانو د سلطان پر خلاف د صلیبي جنګ پیل کړې دې . په دې جنګ کې د قسطنطنیي پادشاه تر څنګ د اروپا دهر هیواد لښکر شامل دې . اوس دې لښکر د نائکوپولس ښار تر محاصرې لاندې نیولې دې . هلته په نائکوپولس کې زمونږ یو کوچنې لښکر میشت دې او ددې ښار ښاروال تر اوسه پورې صلیبیان دې ښار ته د ننوتو څخه منه کړي دي . نو د سلطان جاسوسانو ویلي چې که دا محاصره اوږده شي نو د ا ښار به دصلیبیانو تر ولکې لاندې راشي . او څومره مسلمانان چې د نائکوپولس په ښار کې میشت دې ټول به دصلیبیانو لخوا قتل عام شي . نو دنائکوپولس دښار دخوندې کولو په خاطر سلطان پرته له پخوانې تیاري څخه د هغه ښار په لورې وړاندې تګ کوي ،تر څو د صلیبیانو ددې ستر لښکر مقابله وکړی .جاسوسانو دا خبر هم راوړې دې چې دصلیبیانو لښکر دومره زیات دې چې شمیره یې شونې نه ښکاري .. یعنې شمیرل کیږې هم نه .
ددې قاصد د خبرو وروسته قیرات لږ څه ډاډمنه شوه ، هغې چې کومه پوښتنه کړې وه دهغې ورته ډیر معقول ځواب تر لاسه شوې و. خو بیا هم د هغه ځوان په دې خبرو باندې هر یو اندیښمن او په فکرونو کې ډوب و . د صلیبیانو داسې یو لښکر چې شمیره یې هم شونې نه ده او ټول په متحده توګه د سلطا ن بایزید پر خلاف متحرک شوی دي !! په دې وخت کې قیرات د هغه راغلې ځوان څخه غوښتل بیا و پوښتې خو دهغې د پوښتنې څخه مخته هغه ځوان په خپله په خبرو پیل وکړ او ورته یې وویل :
درنې مورې ! لکه څنګه مې چې مخته ډاګیزه کړه چې سلطان بایزید ، علي پاشا ، ولیعهد محمد د ښار د څوکسو معزیزنو او د سلطان د بل زوې سره یو ځاې تر لږ څه وخته پورې ستاسې کور ته رارسیدونکې دي ،نو دا باید هم ووایم چې سلطان بایزید به ستاسې په کور کې ډیر نه تم کیږی اونه به علي پاشا له تاسې سره په خپل کور کې تم شي . ځکه چې هغه لښکر چې د صلیبي ځواکونو د مقابلې له پاره روانیدونکې دې نو هغه همدا اوس اوس د بروصې دښاره کوچ کولو ته تیار دې . هغه پلان چې سلطان بایزید ماته ستاسې د پوهولو په خاطر راکړې و،هغه داسې دې چې د سلطان بایزید تر را تللو پورې تاسې خپل ټول کارونه تکمیل کړئ ، سلطان د راتلو سره سم د ریونا او علي پاشا نکاح تر سره کوي اودهغې د ترسره کولو وروسته سلطان ، علي پاشا او ولی عهد محمد درې واړه د خپلو لښکرو سره یو ځاې ددښمن مقابلې ته د بروصې دښار په لورې روانیږي .
دسلطان بایزید پریکړه کړې چې د نکاح د مراسمو نه وروسته به زمونږ خور ریونا هم د علي پاشا سره یو ځاې له دې ځایه روانیږي د ریونا مور او پلار به هم د ریونا سره یو ځاې بیرته ستنیږی خو که چیرې نریوس ، د هغې کوچنیان اومور غواړې دلته تم شی نو دا دهغوې دخوښې پورې اړونده ده . بیا به علي پاشا د سلطان سره یو ځاې د دښمن دمقابلې په لور ورځي او ریونا به دخپل مور اوپلار سره یو ځاې دهغوې په کور کې پاته کیږی . بیا چې کله علی پاشا د جنګ څخه فارغ شی نو هغه به د ریونا سره دهغې د مور اوپلار په کور کې وویني . درنې مورې ! دا هغه پیغام و چې سلطان بایزید یلدرم ماته راکړې او تاسې لورې ته یې را ستولې وم. که چیرې په دې اړه کوم اعتراض وي نو ویلي یې شئ.
په دې وخت کې رستاک او کیتهنا دواړو میړه او ښځې په خپلو منځو کې مشوره وکړه ، بیا هغوې په ډیره پټه توګه د قیرات سره خبرې وکړې ، په دې خبرو کې ریونا هم راګډه کړل شوې وه. ددې وروسته رستاک هغه ځوان ته وویلې :
زویه ! هغه پیغام چې تا راوړې مونږ دهغې سره موافق یو مونږ ددې ځایه د تللو تیاري کوو. خو تر څنګ یې دسلطان بایزید او علي پاشا د راتللو انتظار هم کوو .
درستاک په خبرو هغه ځوان ډیر خوښ شو ، بیا را وګرزید ، بیرون راووت .
رستاک ،ریونا ، کتیهنا ، نریوس د هغې مور او دواړه کوچنیان د بیرته کوچ کولو په تیاریوکې بوخت شول . قیرات او سریان په دې لړ کې دهغوې سره کومک کاوه .
ددې ځوان د تللو نه لږ شیبه وروسته سلطان بایزید ، علي پاشا ، دسلطان دواړه زامن ، د ښار یو شمیر معزیزین د برهان الدین سره یو ځاې حویلۍ ته را ننوتل . ددوې د راتللو څخه دمخه هلته په میلمستون کې دهغوې د ناستې ځایونه برابر کړل شوي و. نو په دې خاطر ټول میلمستون ته ور ننوتل ، کیناستل نو کله چې قیرات د سلطان بایزید مخته راغله نو سلطان ورته وویل :
قیرات خورې ! دا هر څه چې په دومره بیړه تر سره کیږي ، نو زما په خیال چې زما را استولې کس به تاسې ته دهغه تفصیل ویلی وي. خورې ! ته په دې اړه اندیښنه مه کوه .
سلطان بایزید همدومره وویل چې قیرات یې خبرې غوڅې کړې او ورته یې وویل :
درونده سلطان !دا خو هیڅ نه دې ،لکه څنګه چې د اروپا ټول ځواک د صلیبیانو په بڼه کې راټول شوې دې نوسوګند پر هغه ذات چې لاشریک دې چې که په دې وخت کې ته یواځې علي پاشا نه ، بلکه د علي پاشا ټوله کورنۍ د قربانۍ میدان ته وروکاږې نو درونده سلطان! د علي پاشا مور به په کې کوم دریغ و نه کړي .
د قیرات د خبرو نه سلطان ډیر زیات خوشحاله شو او پر مخه یې د خوشحالۍ نښې را ښکاره شوې.او بیا یې وویل :
خداې دې نه کړې چې کله هم داسې موقع را پیدا شي ، لکه څنګه چې تاته مخکې خبر درکړ شوې چې مونږ په ډیره بیړه او عجلي سره یو نو په دې خاطر د علي پاشا او ریونا د نکاح نه وروسته مونږ سمدستي له دې ځایه حرکت کوو .
په دې وخت کې قیرات یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ او ویې ویل : درونده سلطانه ! د ریونا د مور اوپلار نه علاوه نریوس ، دهغې مور او کوچنینان هم له تاسې سره کوچ کولو ته تیار دي . په اصل کې دریونا او علي پاشا د واده وروسته ، دلته چې زمونږ څومره شتمني ده دهغې ټولې وارثان ریونااو علي پاشا دي ، محترما! هغه زمکه او باغونه چې تا نریوس ته ورکړي دي نو دهغې مالک به هم ریونا اودهغې میړه علي پاشا و ي ، دا په دې خاطر چې د رستاک کوم زوې نه شته ، دهغه همدا یوه لور وه ، ریونا، اوهغه هم مونږ ته دلته راغله ،نو د ریونا ددلته راتګ څخه دهغې مور اوپلار کیتهنا او رستاک دواړو دا پریکړه کړې ده چې هغوې به هلته په کلي کې خپل ټوله شتمني نریوس او دهغې د دواړو کوچنینانو په نوم کوي . نو د ریونا دلته د راتللو نه وروسته محترم رستاک او کیتهنا غواړی نریوس د ریونا په ځاې دخپلې لور په حیث هملته له ځانه سره واوسوي ، او په دې تر تیب به نریوس ته هم د اوسیدو یو خوندي ځاې تر لاسه شي اوهغه باغات او زمکه چې تا هغې ته ورکړې ده دهغې به هغې ته هملته بدل ورکړل شي .
په دې وخت کې سلطان بایزید د رستاک په لور وکتل او ورته یې وویل :
محترم رستاک ! ته ډیر ستر انسان یې ،تا چې کومه پریکړه کړې ده هغه هر څوک نه شي کولې ، ته د ډیر پراخه زړه خاوند او انسان دوسته يې ، زه ستا دې پریکړي ته سلام کوم او ستا ددې نیک قدم په خاطر ستا مننه هم کوم. زه فکر کوم چې اوس باید وخت ضایع نه کړو دکوم کار له پاره چې راغلي یو دهغه پیل باید وکړو .
بیا نو سلطان په سوالیه توګه د خپل استاد برهان الدین په لور وکتل ، او په ځواب کې یې برهان الدین هم د خپل ورسپارل شوې کار اغاز وکړ . دعلي پاشا او ریونا نکاح یې ولوسته او په دې ترتیب یې هغوې دواړه د نکاح په لومو و تړل .
ددې دندې د فراغت نه وروسته سلطان بایزید ودرید . د میلمستون څخه راووت، پاته نور خلک هم د میلمستون څخه را بیرون شول . د میلمستون د راوتلو وروسته سلطان وکتل چې هلته په اخور څو آسونه تیار زین کړی ولاړ دي ، بیا دسلطان تر سترګو لاندې نریوس او سریان په یوه منډه ولاړل تر څو آسونه را پرانزې ، خو علي پاشا ورغږ کړ او دهغوې پر ځاې په خپله ولاړ او ټول آسونه یې را پرانستل. او هغه ځاې ته یې راوستل چې سلطان بایزید په کې ولاړ و . په دې وخت کې رستاک ، کیتهنا ، نریوس دهغې مورپربیسا او ټول مخته راغلل او هر چا د خپل خپل آس واګې په لاسو کې و نیولې،بیا ټول د سلطان سره یوځاې بیرون را ووتل ،د سلطان او دهغه د ملګرو آسونه هملته په کوڅه کې ولاړ و، هر څوک په خپلو آسونو سپاره شول ، رستاک ، کیتهنا ، پربیسا ، نریوس او ریونا هر څوک په خپلو آسونو کیناستل ، نریوس خپل یوزوې ریونا ته ورکړ او بل یې په خپله دخپل ځان سره په اس کیناوه ، په دې ترتیب دوې ټول د بروصې نه بیرون ولاړ لښکر سره د یو ځاې کیدو په خاطر ولاړل . د لږ ې شیبي وروسته سلطان بایزید یلدرم د اروپایې فوځونو سره د مقابلي له پاره د بروصې د ښاره ووت او کوچ یې وکړ.
دوې په ډیره چټکۍ سره او په ډیره بیړه خپل منزل واهه ، کله چې سلطان بایزید یلدرم او علي پاشا د خپلو لښکرو سره د صلیبیانو پر خلاف د جګړې له پاره روان و نو په لاره کې د رستاک او کیتهنا کلي راغې ، سلطان د خپل لاس په اشارې سره ټول لښکر و دراوه ، بیا سلطان خپل آس لږ څه مخته یو ړ او علي پاشا او ریونا ته یې هم اشاره وکړه تر څو دهغه ملګرتیا وکړي ، دواړه میړه او ښځه چپ چاپ د سلطان سره روان شول . دوې ټول لږ څه نور هم مخته ولاړ ل .اوبیا سلطان دوې دواړو ته وویل :
ما تاسې دواړه په دې خاطر لږ څه مخته راوړئ چې تاسې دواړو ته په ځانته ځاې کې د خپلمنځي خبرو فرصت تر لاسه شي . ریونا لوري! زه افسوس کوم چې په کوم شان او دبدبې سره چې ما غوښتل د خپل زوې علي پاشا واده له تاسره وکړم ، ماته قدرت دهغې زمینه برابره نه کړه شاید چې قدرت ما او علي پاشا دواړه په ازمیښت کې اچوي چې مونږه یې په بیړې سره دې لورې ته را واستولو ، زه بیرته لښکر ته ستنیږم ، تاسې دواړه په خپلو مینځو کې خبرې وکړئ ، کله چې فارغه شوئ نو بیرته زما خواته راشئ. نوبیا به لښکر له دې ځایه کوچ وکړي .
ددې خبرې سره سم سلطان خپل آس را وګرځاوه او دلښکر په لور ر وان شو .
د سلطان د تللو نه وروسته ریونا د محبت او میني نه یو ډک نظر پر علي پاشا باندې واچاوه ، په دې وخت کې ریونا غوښتل علي پاشا ته څه ووایي ، خو علي پاشا پرې را دمخه شو او ویي ویل :
ریونا ! شاید چې ته به فکر وکړي چې ستا دا واده هم ډیر عجیب و چې مونږ ته د واده کولو وروسته نه خو یو دبل سره د ځانته کیناستو زمینه برابره شو ه او نه د خبرو کولو . خو ریونا! ته اندیښنه مه کوه ، ته پوهیږې چې ته زما د ژوندانه ټوله شتمني یې ، ددې جنګ نه دفارغیدو سره سم به زه له تاسره د یوځاې کیدو له پاره همدلته کلی ته را ستنیږم.
کله چې علي پاشا چپ شو نو ریونا ورته وخندل او ورته یې وویل :
اوس چې زه ستا ښځه یم نو زما پر تا اوستا پر ما ډیر زیات حقوق دي ، ما خو ددې واده تر مخه هم ته دخپل ژوند منزل او دخپلو لارو هیله تسلیم کړي یې ، علي پاشا ! ستا د خوشحالیو سره زما خوشحالی تړلې ده ، زه ستا د خفګان او ناهیلۍ ملګرې هم یم ، په کومو حالاتو کې چې زما او ستا واده وشو زه په هغې حالاتو باندې هیڅ ډول تعجب او حیرانتیا نه کوم . ځکه چې د حالاتو غوښتنه همدا ده چې زما او ستا واده دې همدا ډول تر سره شي . په خداې سوګند چې زه دخپل واده په دغه ساده توب باندې ډیره زیاته خوشحاله یم . علي پاشا! ته ډاډ من اوسه ، زه به په خپل ټول ژوند کې پر تا باندې ویاړم ، اوس چې ته ددې ځایه څخه زما نه جدا کیږی او ددښمنانو په لور ورځي ، زه به دخپل مور اوپلار سره کورته ولاړه شم .او په ډیره بې قرارۍ سره به ستا انتظار کوم. زه له تا نه غواړم چې کله د جنګه فارغ شوې نو زما په لور په راتګ کې ځنډ و نه کړي. علي پاشا د ریونا په خبرو باندې ډیر زیات خوشحاله شو او بیا یې خپلې ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویلې :
ریونا ! ډاډمنه اوسه ، زه په خپله هم ستا سره د کیناستو له پاره نا قراره یم . زه به ډیر ژر ستا څنګ ته راشم ، اوس به د سلطان په لور ولاړ شم ، دا د سلطان ډیره مینه ده چې مونږ ته یې دلته دداسې یو څوخبرو زمینه برابره کړه .
ریونا دعلي پاشا دوړاندیز سره اتفاق وکړ . خپل آسونه یې را و ګرځول اوهغه ځاې ته راغلل چې سلطان په کې ددوې انتظار کاوه ، کله چې دوې را نژدې شول نو سلطان په خندانه توګه رستاک ته وکتل او ورته یې وویل :
محترم رستاک !ته خپله لور نریوس ، دهغې مور او کوچنیان له ځانه سره کړه او دکلي په لور ولاړ شئ ، زه او علي پاشا به دهمدې ځایه ددښمن په لور حرکت وکړ و.
په دې وخت کې رستاک مخته ورغې او دسلطان بایزید ، علي پاشا او ولیعهد محمد سره یې ډیره ګرمه خداې پاماني وکړه ، علي پاشا ته یې غاړه ورکړه او په تندی یې ښکل کړ . بیا علي پاشا مخته ورغې او دکیتهنا ، نریوس ، دنریوس دمور سره یې خداې پامانې وکړه ،دواړه کوچنیان یې ښکل کړل ، اوبیا دوې ټول د رستاک سره یو ځاې دهغه دکور په لور روان شول . او سلطان بایزید د ولیعهد محمد اوعلي پاشا سره یو ځاې د صلیبیانو د ستر لښکر د مقابلې له پاره هغه لورې ته حرکت وکړ.
په لراوبر کي پرله پسې شلمه برخه:
پرلپسې***** ۳۵
کله چې سلطان بایزید ، ولي عهد محمد او علي پاشا د نائکوپولس ښار ته ور ورسیدل نو هلته صلیبیانو لا د پخوا څخه خپل فوځونه د جنګ او تیار سئ په حال کې درولي و، هغوې خپل صفونه جوړ کړی و ځکه چې دهغوې مخبرانو هغوې ته د سلطان بایزید د لښکر د راتللو په هکله خبرو رکړي و . صلیبیانو د نايکوپولس د ښار محاصره پرې ښودې وه او سلطان بایزیدیلدرم دلښکرو د مقابلې له پاره تیار شوی و . صلیبیانو د سلطان لښکرو ته د ساه اخستو فرصت هم ورنه کړ اودهغوې د راتلو سره سم یې جنګ پیل کړ .
سلطان هم دلته د را رسیدو سره سم د دښمن په ارادو پوه شوې و .ځکه چې د سلطان د راتګ سره سم صلیبیانو په خپلو لښکرو کې د جنګ نغاره وهلي وه . سلطان هم هملته خپلو فوځونو ته دپړاو کولو حکم کړې و . سلطان ، علي پاشا او ولیعهد محمد دواړه ځانته نژدې را وبلل،د جنګ په پلان یې کار پیل کړ، د لږځند وروسته ددرې واړو په خوله خندا وه او داسې ډاګیزه کیده چې په کوم پلان باندې سره سلا شوي وي .
ددښمن پرخلاف د پلان د جوړښت نه وروسته ، سلطان ، علي پاشا او ولیعهد محمد درې واړه دخپلو خپلو لښکرو منځته ورغلل، اودهمغې پلان په مطابق چې دوې پرې متفق شوي و خپلې لښکر ې منظمي کړي ، دهغې وروسته دوې درې واړه بیرته دخپلو خپلو فوځونو مخې ته راغلل. په دې وخت کې سلطان بایزید ددښمن لورې ته کتل ، هغه چې چیرې هم سترګې اړولې ددښمن د فوځونو خیمي ورته تر سترګو کیدې دا یو داسې لښکر و چې په ریښتیا هم د عسکرو شمیریې د شمیرلو وتلې و، سلطان ددې حالاتو په کتلو سره یو ځل بیا په ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره د اسمان په لور وکتل ، په سترګو کې یې اوښکې راغلې ، بیا دخپله آسه را ښکته شو ، په زمکه کیناست ، بیا یې سجده وکړه اوپه ډیرې عاجزۍ سره یې دخپل خداې نه د صلیبیانو په مقابل کې دخپل فوځ د بري له پاره دعاو غوښتله او ژړل یې .
کله چې سلطان دسجدې څخه سر را پورته کړ نو ویی کتل چې د علي پاشا او ولیعهد محمد په سترګو کې هم اوښکي رواني دي . سلطان ژر خپلې اوښکې په دستمال وچې کړې ،اوبیا یې په خندا او ډیره خوشحالونکې توګه علی پاشا او محمد ته وویل :
انما الصبر متاع الابرار ( په یقین سره چې صبر د نیکو خلکو متاع ده )
سلطان بایزید تر ډیره ځنډه په خپل مخکې د ولاړ دښمن په لور کتل او دهغوې په حالاتو باندې یي ځان پوهاوه. ددښمن په لښکر کې په پرلپسې توګه د جنګ نغاره وهل کیده خو سلطان په خپل ځاې باندې ډاډه ولاړ و ځکه هغه د خپل فوځ ترتیب د پخوا څخه جوړ کړې و . سلطان د خپل خداې تر مخه په سجده پریوتو او دهغه د ذات څخه په ډیره عاجزۍ دخپل بري دعا وکړه ، اوددې دعا وروسته پوره ډاډه او مطمئن و. نو د دښمن د لښکرو د لیدلو سره سم هغه ډیر ډاډمن او ارام و ، په شونډو یې یوه ځانګړې خندا وه ، هغه تر ډیره وخته پورې د دښمن په لښکر باندې سترګې ټومبلي وې ، دهغې وروسته يې د علي پاشا او محمد لورې ته وکتل او ورته یې وویل :
زما زامنو! دښمن به اوس د جنګ په پیلامه کې ځنډ ونه کړي ،مونږ هم خپل فوځ لا د پخوا څخه ترتیب کړې دې ، زما په فکر اوس تاسو دواړه ورونه د خپلو خپلو فوځونو په لور ولاړ شئ ، نو که چیرې دښمن د جنګ پیلامه وکړي نو دهغوې وړاندې راتګ ، دهغوې یلغار د خپل جوړ شوي پلان په مطابق دفعه کړئ .
دسلطان بایزید دحکم سره سم علي پاشا او محمد دواړه په حرکت راغلل ، په چټکه توګه د خپلو آسونو په لور ورغلل ، په یوه ټوپ په خپلو آسونو باندې سپاره شول ، آسونه یې و ځغلول ، علي پاشا ښې لورې ته ولاړ او ولیعهد د فوځ چپ اړخ په لور ولاړ . خو د لښکر د منځنۍ برخې په لور په خپله سلطان ولاړ . کله چې دا کار دپلان مطابق پاې ته ورسید نو سلطان بایزید خپل دویم قدم واخیست . خپل اس یې را وګرځاوه، د لښکر مخکې چې کوم صفونه جوړ شوي ، سلطان دهغوې تر منځ تیر شو او خپل ځان یې ددریم صف په اخر کې و دراوه ، دسلطان بایزید په څیر علي پاشا او ولیعهد محمد دواړو هم خپل ځانونه د لښکر په دریمو صفونو کې ځاې په ځاې کړل . په دې وخت کې سلطان تر ډیره وخته په خپل مخکې د خپل لښکر په لور کتل او بیا یې په لوړ اواز خپلو لښکریانو ته وویل .
د ملت بچیانو ! د اسلامي امت زامنو!د جنګ پیلامه د پاک خداې په نامه وکړئ ، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې کله دهغه د مقدس او پاک نوم په واسطه کار پیل کړئ نو تاسې به هغه د خپل کومک ، بسپنې او اعانت له پاره را وبلئ ، نو هغه به تاسې ته د ټولو اسر ارو او رازونو دښکاره کولو،د بري او فضیلت دسبب کیدو سوبه درو بښي.
سلطان دڅو مقدماتي خبرو وروسته چپ شو ، په دې خاطر چې ددښمن په فوځ کې د نغارې وهل بند شوي و ددې مقصد داوه چې دښمن اوس د حملي د پیلامي له پاره تیار شوې دې . د نغارې د بندیدو سره سم صلیبي لښکر د وحشت د تیارو ، په هوا کې دچټک تلونکو وریځو په څیر په حرکت راغې ، مخته راتګ یې پیل کړ، او بیا د سلطان بایزید په لښکر باندې د تورو تیارو په څیر را خپاره شول .
که څه هم په ښکاره توګه خودصلیبیانو دا یرغل ډیر بر یمند بریښیده ، ځکه چې هغوې په خپله همغه لمړۍ حمله کې د مسلمانانو د لښکرو لمړي صفونه مات را مات کړل ، خو مسلمانانو ته په کې مرګ ژوبله وانه وخته . صلیبیانو د مسلمانانو په لښکرو باندې دومره فشار راوست چې هغوې د فشار له امله ښي او چپ اړخه ته شول او دوې ته یې لاره ورکړه ، په همدې تر تیب دویم صف هم له منځه و لاړ ، ددویم صف مسلمانان هم په ډیره چټکۍ سره اخوا دیخوا شول ،او دریم صف هم دهمداسې ګډوډۍ سره مخ شو . اوس نو دهغوې تر مخه د مسلمانانود فوځونو د نورو صفوفو ته د ورتلو تر مخه سلطان بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد درې واړه و لاړ و . بیا پخوا له دې چې صلیبیان د مسلمانانو ددرې صفونو څخه په تیریدو سره د مسلمانانو په اخري صف باندې ګذار وکړي ، سلطان بایزید د تکبیر اواز پورته کړ اوخپله توره یې په هوا کې و ځلوله ، دسلطان د تکبیر داواز سره سم یو انقلا ب را پیدا شو ، ځکه چې د تکبیر د غږ سره سم دسلطان بایزید یلدرم شاته نژدې څلویښت زره نیزه ویشتونکي د یوه ستر ځنګل په څیر را پورته شول ، په دې وخت کې سلطان هم خپله توره په تیکي کې کړه او په خپله یې هم نیزه په لاس کې و نیوله ،د سلطان دغه څلویښت زریز نیزه ویشتونکي د صلیبیانو په لور د حملي له پاره ډیر زیات بې قراره وول. په دې خاطر هغوې د اور د لمبو په څیر د تکبیر غږ پورته کاوه ، دعلي پاشا او ولیعهد محمد تر شا هم همداسې حال و . صلیبیانو وکتل چې دهغوې مخې او شاته همدا حال دې په ټولو ځایونو کې د نیزه بازانو لښکر د ځنګلونو په څیر راپورته شوي دې .
شاید چې دا ټول هغه پلانیزه شوې کار وه چې پخوا پرې سلطان ، علي پاشا او ولیعهد محمد خبرې کړي وې . ددغو درې مخکنیو صفونو داسې ژر اخوا دیخوا کیدل هم دهمدې پلان یوه برخه وه ، او اوس هغوې دخپل اصل پلان پیلامه کوله ، سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد د څو ثانیو له پاره دتکبیر اوازونه پورته کړل خوکله چې هغوې چپ شول نو یو شور اوزوګ را پورته شو، شاید چې دا کار دهغوې خپل لښکر ته یوه اشاره ورکول وو. په دې ترتیب د سلطان بایزیدیلدرم نیزه بازانو پوره لښکر لکه د اور د سکروټو د توپان په څیر مخته ورغلل، دهغوې وروسته سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد ځوابي حمله پیل کړه .
اوس نو د جنګ اغاز شوی و . د مسلمانانو لښکر په خپلو لاسو کې نیزې راپورته کړې و ې او په ډیره چټکتیا سره یې د خپلو نیزو په واسطه ددښمن عسکر دل کول.د مسلمانانو مجاهدینو معامله دصلیبیانو سره داسې وه لکه چې هغوې ددښمن پرخلاف په یوې وینه تویونکي لوبه باندې مصروف وي ، دسلطان دجنګ دا طریقه د صلیبیانو له پاره نوې وه ، څنګه چې هغوې د مسلمانانو پر خلاف د حملې له پاره مخته راتلل،نو مسلمانانو مجاهدینو به دهغوې استقبال د نیزو په واسطه کاوه ، تر اوسه هغوې دمسلمانانو ته نزدې نه رسیدل چې د مسلمانانو نیزو به د هغوې سیني څیرې کړې وې اودهغوې کار به یې ور تمام کړې و.
د جنګ د میدان تنور په مکمله توګه ګرم و ، د ژوند په نامه د مرګ تیارې را خپرې شوې وې ، صلیبیانو فکر کاوه چې څرنګه چې دهغوې شمیره د سلطان دلښکر د شمیرې څخه څو وارې زیاته ده نو په دې خاطر دهغوې فتح او کامیابي ډاډ منه وه ، اوبیا کله چې سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمددخپلو لښکرو سره د صلیبیانو ځپول پیل کړل ، او په ډیره چټکتیا سره دهغوې د فوځونو شمیره مخ په کمیدو شوه ، نو د اروپایې حکمرانانو او دهغوې د لښکرو حالت په ډیره تیزۍ سره ، په وچې هوا کې په لوڅو لاسونو کې ددرد او الم په څیر ، او دمجبوریتونوپه وخت کې د اغوستي څادر د تښتیدونکو خوبونو په څیر،بدلیدل شروع شول .
دمسلمانانو لښکر و په ډیره تیزۍ سره دظلم دا اوږده لاسونه یو په بل پسې له منځه وړل .
هغه وخت چې جنګ په پوره زور کې روان و او سلطان بایزیدیلدرم دخپلو ساتونکو سره یو ځاې په پوره میړانه په دښمن باندې ګذارونه کول نو یو ناڅاپه یې ددښمن د لښکرو تر منځه د هنګری په پادشاه سجسمنډ باندې سترګې و نښتې ، چې هغې په خپلو لښکر و باندې چیغې وهلي او هغوې یې د مسلمانانو پرخلاف را پارول. سلطان بایزیدیلدرم د سجسمنډ په کتلو سره خوشحاله شو ، بیا سلطان په خپله مخکې ولاړ، ددښمنانو صفونه یي مات کړل او د یوه داسې ځایه یې دحملې نیت وکړ چې هلته ددښمن هیڅ عسکر نه و . بیا سلطان د اسمان په لور وکتل ، او په ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره یې دعا وکړه .
اې خدایه ! اې زما ربه ! ، اې زما مالکه ،اې زما خالقه ، زما تر مخه د هنګری پادشاه سجسمنډ ولاړ دې ، یا الله ! دا هغه شيطان دې ، دا هغه طاغوت دې چې دلته یې یو ډیر ستر صلیبي لښکر را ټول کړې دې او نه یواځې ستا رسول ته ، بلکه ستا اخری دین ته یې هم سپکاوې کړې دې ، اې الله ! ما اوس هغه خپل هدف ټاکلې دې ، نو یا الله ماته دهغه په مقابل کې برې را په برخه کړه .
ددې وروسته یې د خپلو ساتونکو ډلې سره یو ځاې په ډیره تیزۍ سره د هنګری د پادشاه سجسمنډ په لور حرکت وکړ . سجسمنډ هم دا احساس کړې وه چې د مسلمانانو پادشاه سلطان بایزیدیلدرم دهغه په لور را روان دې ، ځکه چې هغه سلطان بایزیدیلدرم دشکله پیژانده ، هغه بایزید پیژندلې و . په دې وخت کې یو ځل دهغه په زړه کې دا فکر را پیدا شو چې شاته ولاړ شي ،او د بایزید څخه ځان خوندی ځاې ته کړي ، خوبیا یې اراده وکړه چې که چیرې هغه شاته ولاړ شي نو دهغه په لښکر کې به ویره او بې زړه توب را پیدا شي اودهغوې ماتې به یقیني شي . نو په دې خاطر يي خپله توره او ډال را واخستل او د سلطان بایزیدیلدرم مقابلې ته په ډیره نازړه توګه تیار شو .
سجسمنډ ته په ورنژدیکیدو سره سلطان بایزیدیلدرم هغه ته په ډیره ژور ه توګه وکتل ، او ورته یې وویل :
اې طاغوته ، واوره ! تا د نائکوپولس د ښار په شاوخوا کې یو ډیر ستر لښکر د راټولولو نه وروسته نه یواځې زما د رسول بلکه زما ددین پر خلاف هم چټله ژبه استعمال کړیده ، اوس زه سلطان بایزیدیلدرم دمسلمانانو دپادشاه په څیر ستا تر مخه ولاړ یم او ستا ددې ګستاخۍ او بدژبۍ سزا درکوم.
ددې خبرې سره سم سلطان بایزیدیلدرم په هغه د تورې ګذار وکړ خوسجسمنډ هغه دخپل ډال په واسطه تم کړ .
سجسمنډ د سلطان بایزیدیلدرم د ګذار په تم کولو سره نور هم وویر یده ځکه چې په ډال باندې د سلطان بایزیدیلدرم دتورې هغه نښه پرته وه او په هغه کې دومره زور و چې د سجمسنډ مټ یې په لړزه راوست .
سجسمنډ بیا هم خپل ځان د دفاع له پاره تیاراوه ، او سلطان بایزیدیلدرم پرې په پرلپسې توګه ګذارونه کول ، دا د سجسمنډ بدقسمتي وه چې هغه د سلطان بایزیدیلدرم ددرې ګذارونو مقابله وکړاې شوه. په څلورم ځل چې کله سلطان بایزیدیلدرم پر هغه د توري ګذار وکړ نو دهغې ډال یې لرې و غورځاوه او دسلطان درنې تورې د هغه اوږی تر اخره پورې د ارې په څیر پرې کړې ، اوپه دې ترتیب د هنګری پادشاه سجسمنډ پر زمکه پریوت او له منځه ولاړ.
دسجسمنډ مرګ د صلیبیانو په فوځ کې دګډوډۍ یو توپان راپیدا کړ ، په همدې وخت کې د نائکوپولس په ښار کې د سلطان بایزیدیلدرم محصور فوځ اود دې ښار مجاهد ښاروال هم په حرکت راغلل ، هغوې دښار دوروازه پرانستله او دهمغې ځایه یي په صلیبیانو باندې له یوه اړخه یرغل راوست ،دې حملې د صلیبیانو هغه پاته روحیه هم له منځه یوړه ، او په دې ترتیب صلیبیانو د تیښتي لاره خپله کړه ،اوخپل پړاو یې همداسې پریښود. دهغوې په دې پړاو کې په زرګونه نجونی هم وې ،چې د فوځ دعیاشۍ او ساعت تیرۍ له پاره یې له ځانه سره راوستې وې . هغوې هغه نجونې هم د مسلمانانو رحم وکرم ته پریښودې او په خپله ټولو دتیښتې لاره خپله کړه . سلطان بایزیدیلدرم د نایکوپولس ښاروال د خپل فوځ سره یو ځاې دهغوې دپړاو د ساتنې له پاره و ټاکه ، او په خپله سلطان ، علي پاشا او ولیعهد محمد ددښمن دلښکرو پسې ولاړ ل .
د تعاقب په دوران کې تر هغې چې سلطان ، علي پاشا او ولیعهد محمد ددښمن دفوځونو شمیره را کموله خو دبله اړخه یې ددښمن ستر ستر جنرالان ، حکمرانان او بې شمیره عسکر د جنګی بندیانو په څیر له ځانه سره راوړل .
تر دې وخته پورې د نایکوپولس ښاروال او ورسره فوځ یې ددښمن د پړاو په هر شي باندې ولکه کړي وه ، او په دې پړاو کې یې هغه په زرګونوښایسته او ښکلې نجونې ، چې دعیسایې فوځونو د فحاشت او ساعت تیرۍ له پاره راوړل شوي و ې ، هم د هماغه صلیبیانو خیمو کې ځاې په ځاې کړې او پر هغې یې پهره و دروله .
کله چې ددښمن د بندیانو سره یو ځاې سلطان بایزیدیلدرم ،علی پاشا او ولیعهد محمد بیرته خپل پړاو ته راورسیدل ، نو دنایکوپولس دښار ښاروال ورته مخته راغې او د سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد سره یې ګرم روغبړ وکړ ، ددښمن دلښکر کومه برخه چې سلطان له ځانه سره بندیان کړي و هغوې یې ټول په یوه ځاې کې سره را ټول کړل او یوه ساتونکې ډله یې پرې کینوله ، بیا سلطان د نایکوپولس د ښار دښاروال په لور راغې ، اود هغه څخه یې ددښمن څخه دغنیمت شوي سامان په هکله وپوښتل . ښاروال سلطان له ځانه سره یوړ او په پړاو کې ټول را ټول کړل شوي شیان یې ورته و ښوول . خو کله چې سلطان د خیمو لورې ته ولاړ نو په سوالیه توګه یې خپل ښاروال ته وکتل او غوښتل یې چې څه ترې وپوښتي ،خو ښاروال ورته وویل:
درونده سلطانه! تاته معلومه ده چې د صلیبي فوځونو سره په زرګونو ښایسته او ښکلي اروپاني نجونې راغلي وې . هغوې اروپایانو پخپله د خپلو فوځونو د عیش اوعشرت له پاره راوستي وې ،دا نجونې که له یوه اړخه د فوځونو له پاره دعیش اوعشرت سامان و له بله اړخه یې دخپلو فوځونو په راپارولو کې هم ډیر ستر رول لوباوه ، دوې ټولې هملته په اروپاې پړاو کې موجود وې ، درونده سلطان ! ما دا ټولې نجونې په یوه ځاې کې سره را ټولې کړلې ، اوبیا مې دغو خیمو ته چې ستا تر مخه دي دوې منتقل کړې ،او شاو خوا مې ورته خپل ساتونکې و درول ، تر څو کومه نجلۍ اخوا دیخوا و نه تښتي .
دخپل ښاروال په دې خبرو باندې د سلطان مخ دخوشحالۍ نه و غوړیده ، بیا سلطان د علي پاشا ، ولیعهد محمد او همدې ښاروال سره یو ځاې د ټول پړاو معاینه وکړه ، ترهغه ځایه چې د سترګو دید رسیده د دښمن مړي پراته و . تر یوه وخته پورې سلطان د جنګ د میدان جایزه واخیسته ، اوبیا په یوه ځاې کې پر زمکه باندې کیناست ، اوبیا یې علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ! د تښتیدلې دښمن په تعاقب کې چې مونږ کوم جنګي بندیان نیولی دي په هغوې کې د فرانسې جنرال « کاؤنټ اف نیورس » هم شامل دې ،
په دې ډله کې د یروشلم د نائټو څخه اخوا د اروپا ډیر ستر جنګجویان او سورماران شامل دي . زما زویه ! ته په خپله د فرانسې دکاؤنټ اف نیورس په لور ولاړ شه ، هغه ماته له ځانه سره راوړه ، او هغه ته دا هم ووایه چې د یورشلم د نائټو څخه اخوا د اروپا د هر قوم ستر ستر خلک زما مخې ته را حاضر کړئ.
دسلطان بایز یلدرم دحکم سره سم د علي پاشا سمدستي پورته شو او ولاړ .
لږه شیبه وروسته علي پاشا بیرته را ستون شو ، دهغه سره یو ځاې د فرانسې جنرال کاؤنټ اف نیورس هم ملګري و ، او تر څنګ یې د یروشلم هغه وینه زبیښونکې څو کسانه نائټان هم ملګري و. تر څنګ یې د فرانسې قوي شکل نائټ ، بویري ، د هنګري سورمار هم شامل و .کله چې هغوې سلطان ته را نژدې شول نوټولو خپل سرونه ښکته کړ ل ، سلطان ته یې تعظیم او احترام وکړ ، دهغوې د راتللو سره سلطان د خپله ځایه پورته شو ، مخته ورغې، او په ډیره عاجزۍ سره یې دهغوې سره مصافحه وکړه ، دهغې وروسته سلطان بایزید یلدرم په لوڅه زمکه کیناست او د فراسې کاؤنټ اوف ډي نیورس او دهغه ملګرو ته یې هم دخپل ځان سره د کیناستو له پاره وویل : ددې سره سم دفرانسې جنرال دخپلو نورو ملګرو سره یو ځاې هملته د سلطان په خوا کې کیناستل .
دهغوې د کیناستو وروسته سلطان بایزیدیلدرم تر لږه وخته پورې کاؤنټ ډي نیورس په لور سره په ډیر غور وکتل ، او تر څنګ یې په نورو هغو ناستو کسانو باندې هم یو نظر و ګرځاوه چې د کاؤنټ ډی نیورس سره یو ځاې د جنګي بندیانو په څیر نیول شوي او د اروپا ډیر ستر ستر سورماران او جنګي پوهان په کې شامل و ، دهغې وروسته یې ټولو ته په وینا کې وویل :
زما تر مخ ناستو د اروپا د مختلفو هیوادونو جنرالانو او جنګي پوهانو ! زه پوهیږم چې تاسې د اروپا د مختلفو کورونو د سترګو چراغ یاستئ ، تاسې به دهغوې په سترګو کې بهادر هم یاست ، ښه جنګي ماهرین هم ، ځوانان هم او د میړې خاوندان هم . کیداې شې ستاسې د لمړۍ میړانې په هڅو کې ستاسې خلک تاسې ته مجرمین ووایي ، او تاسي خپل سپکوالې او ذلت محسوس کړئ، خو د ناکامۍ ددې داغ د لري کولو له پاره او دخپل د لاسه ورکړي وقار او عزت د بیرته تر لاسو کولو په خاطر تاسو یو ځواکمن فوځ تیار کړ او زما پر خلاف مو د جنګ له پاره راوویست .
که ماته لږ څه شک هم وایی نو واورئ! ستاسې دلته د را ټولولو نه وروسته به مې تر ټولو د مخه ستاسې څخه ستاسې د ایمان او عزت سوګند اخستي واي چې بیا به نه تاسې او نه ستاسې ملګري زما په مقابله کې نه په خپله وسله اخلو او نه به په راتلونکې کې ستا پر خلاف دجنګ له پاره ځان تیاروو . خو زه ستاسې د ټولو اوستاسې هغه ملګري چې دلته نه دي راوړل شوي ، دهیڅ یوه څخه دا ډول اقرار او ژمنه نه اخلم .
تاسو ټول خفه ، غمګینه ، او ناارامه یاست او سرونه مو ټیټ کړي ناست یاست . تاسو تر اوسه پورې ویریږئ چې زه به ستاسو د ټولو څټونه پرې کړم . خو واورئ ! زه به هیڅکله هم داسې و نه کړم .زه تاسې ددې ځایه رخصتونکې یم ،تر څو تاسې هر یو خپل خپل هیواد ته ولاړ شئ . هغه حماقت او بې عقلی چې تاسې زما سره د جنګ کولو په خاطر کړې ده . زه به ستاسې هغه ناپوهي تاسې ته در وبښم .
د سلطان په دې خبرو باندې نه یواځې دفرانسي کاؤنټ ډی نیورس ،بلکه دهغه سره راغلي ټول جنګي بندیان خوشحاله شول. اوس نو هغوې په ډیره ډاډمنه توګه د سلطان بایزیدیلدرم په لور کتل ، سلطان یو ځل بیا هغوې ته په وینا پیل وکړ او ورته یې وویل :
د رخصت کیدو تر مخه یو ځل بیا تاسې ته وایم چې کله هم تاسې زما پر خلاف د جنګ اراده وکړه ، او یا کله هم د خپلو ملګرو ، او نورو صلیبي جنګجویانو سره یوځاې زما څخه دخپلو پخوانیو ماتو دبدلې اخستل غواړئ نو په خوشحالۍ سره زما لورې ته راشئ، څومره فوځ مو چې زړه وی زماپر خلاف یې راوړئ ، تاسو به تل ما د جنګ په ډګر کې ستاسې استقبالونکې و مومئ، زما دا پیغام خپلو حکمرانانو ،او هغو جنرالانو ته هم ورسوئ چې همدا اوس د جنګ دمیدان څخه تښتیدلې دي ، او خپلو هغو ملګرو ته هم ووایاست چې لا تراوسه له تاسې سره یو ځاې دلته دجنګي بندیانو په څیر پراته دي . ټولو ته ووایاست ! چې هر هیواد،هر حکومت ، هر جنرال ، چې غواړی ما سره د جنګ ازمیښت وکړ ي نو راځي دي ، زه دهیچا په مقابل کې ټیټیدونکې نه یم ،او نه د چا څخه دتیښتې هڅه کوم ، ځکه چې زه د جنګی کارونو او په اروپا کې د نورو فتوحاتو د تر لاسه کولو له پاره همت ، طاقت او ځواک لرم.
د اروپا جنګی مشرانو! که څه هم تاسې زما پر خلاف د جنګ پیلامه کړې ده ، ما کولاې شول چې ستاسو څومره ملګري چې له ما سره دلته بندیان دي ، ټول په کومه نزدې غونډی باندې و دروم او ټول په یوه ځل دغشو تر باران لاندې راوړم . خو زه داسې هیڅکله هم نه کوم . زه تاسې ټولو ته د خپلو کورونو په لور د تللو اجازه درکوم او دهغه غضب په اړه چې تاسې د مسلمانانو پر خلاف د جنګ په دوران کې ښوولي و تاسې ته بښنه کوم .
د سلطان بایزیدیلدرم د خبرو وروسته د فرانس کاؤنټ ډی نیورس دخپله ځایه پورته شو ، تر یوه وخته پورې یې د سلطان بایزیدیلدرم د ستایني په اړه غوښتل څه ووایي خو سلطان ورته په لاس اشاره وکړه او هغه یې بیرته کیناوه ، هغه بیرته کیناست او سلطان بیا په خبرو پیل وکړ.
کاؤنټ ډی نیورس ! تا ته د وینا کولو له پاره د دریدو اړتیا نه شته . ما تا ته او ستا ملګرو ته د خپل ځان تر مخ د کیناستو اجازه درکړې ده . زه هم ستاسې په څیر یو انسان یم ، ګورئ چې زه هم دخپلو زامنو او دوستانو سره یو ځاې له تاسې سره په بربنډه زمکه ناست یم . نو په دې خاطر تاسې که غواړئ څه ووایی نو په کیناستو یې ووايي ، د دریدو اړتیا نه شته.
دسلطان په دې خبره کاؤنټ ډی نیورس تر ډیر زیات اغیز لاندې راغې ، اوبیایې سلطان ته مخ کړ ا و ورته یې وویل چې :
دمسلمانانو ستر سلطان! لکه څنګه چې تا مونږ بندیان کړی یو نو که چیرې په همدې ترتیب ما او یا بل کوم صلیبي حکمران داسې مسلمانان بندیان کړې واې ، نو یقینا چې دهغوې څټونه به یې ور پرې کړې و . زه ستا عظمت ، ستا دزړه پراخوالي ، ستا حوصلي ، ستا هوډ او عزم ته سلام کوم . چې تا مونږ وبښلو ،او مونږ ته دې د تللو اجازه راکړي ده .
درونده سلطان ! تر هغې چې ستاسې دپوښتنې پورې اړه لری چې مونږ بیرته ولاړ شو او د جنګ له پاره تیاري و نیسو او د خپل انتقام په خاطر له تاسره و جنګیږو نو درونده سلطانه ! دغه ټول خلک چې زما سره یو ځاې ناست دی ،که څه هم زه دهغوې د زړونو ترجماني نه شم کولې او زه د خپل زړه خبره کوم چې که کاؤنټ ډی نیورس که د انسان زوي وي نو په راتلونکی وختو کې به هیڅکله هم ، په هیڅ وخت او ځاې کې ستاپر خلاف جنګ و نه کړي ، سلطان بایزیدیلدرم ! تاسې یو داسې دښمن یاست چې کاؤنټ دي نیروس به تاسې ته په خپل یو ډیر بهترین دوست باندې هم غوره والي ورکړي ، زه یو ځل بیا ستاسې عظمت ته سلام کوم . ایا ته اوس ما ته او زما د ې نورو ملګرو ته د تللو اجازه راکوئ ؟
د کاؤنټ دي نیورس په خبرو باندې سلطان ډیر زیات خوښمن شو او بیا یې د علي پاشا ، ولیعهد محمد او دنايکوبولس ښاروال لورې ته وکتل او ورته یې وویل : زامنو ! هغه نجونې چې مو په خیمو کې ساتلي هغوې ټولې دلته راولئ .
دسلطان ددې خبرې په اوریدو سره علي پاشا او ښاروال دواړه پورته شول ، څو ساتونکي ډلي یې له ځانه سره واخستې او دهغو خیمو په لور ولاړل ،چې په زرګونو ښایسته او ښکلي اروپایي نجونې په کې ساتل کیدې .
لږه شیبه وروسته ټولو وکتل چې هغه نجونی د وسلوالو ځوانانو په ساتنه کې راوستل شوې او ټولې یې دسلطان تر مخه په قطارونو کې و درولې ، نو سلطان دخپله ځایه پورته شو او هغوې ټولو ته یې ښه راغلاست ووایه .
سلطان د پورته کیدو سره سم ټول ناست خلک هم را پورته شول ، بیا سلطان په ولاړه ولاړه هغو اروپایې نجونو ته په وینا کې وویل :
اې د حوا لوڼو! زه ستاسې په کړچار باندې ډیر افسوس کوم او ډیر اندیښمن شوې یم ، واورئ ! ښځه د ګلانو په غیږ یو نه فنا کیدونکې لاله په څیر ده . که چیرې ښځه په ریښتونې ښځه شي نوهغه د انسانیت معراج او د انسانیت سرفرازي له ځانه سره لري .
د اروپا پیغلو! زه پوهیږم چې تاسې د اروپا د مختلفو لښکرو سره اړوندې یاست ، ستاسو څخه به څوک لا تر اوسه ناواده وي ، اوڅوک به واده شوي هم وي، خو تاسې ټولې د یوې جذبي او یوه احساس لاندې په خپلو لښکرو کې ورګډې شوی یاست . تر څو دخپلو لښکریانو زړونه خوشحاله او هغوې دجنګ په لور تشویق کړئ ، په هغه څه چې زه تر ټولو زیات غمګین شوي یم هغه دا چې ستاسې عسکرو له تاسې سره عیاشي کوله که چیرې ددښمن کوم عسکر له تاسې سره عیش و عشرت کولې نو هغه به بیا دومره درنه او دومره سپکه خبره نه واې ، دا په دې خاطر چې فاتح عموما د مفتوحو سره داسې سلوک کوي ، خوستاسې خپل صلیبي لښکر چې دخپله اړخه د یوه مقدس جنګ د پیلامې له پاره دلته راغلي و نو کله چې هغوې په خپله له تاسې سره داسي سپک عمل تر سره کوی نوبیا خو تاسې دواړه لورې ډیر بې غیرته او بې عفته یاست . تاسې دخپلو عسکرو زړونه د خپلو جسمونو په واسطه خوشحالول ، اوخپله عفت او ابرو مو په هرې ګندګۍ او چټلۍ کې تر پښو لاندې کړې ده . تاسو خلکو د نسوانیت جوهر د تمرد ، بې حیایي او فنا انجام ته رسولې دې .
په هرصورت هر هغه څه چې تاسې خلکو کړي دي ، دا ټول ستاسې خپل کړچار دې ستاسو ذاتي فعل دي ، زه نه غواړم په دې هکله ډیرې خبرې وکړم ، خو په هر صورت زه ستاسې د اعمالو او کردار له اړخه ډیر اندیښمن شوي یم. ما تاسې ټول دلته په دې خاطر را وغوښتلئ چې هغه وخت چې ما تښتیدونکي دښمن دخپلو سالارانو او جنرالانو سره یو ځاې تعقیباوه ،نو د لښکر په یوې برخې کې ستاسې د پړاو په هر هغه شي باندې چې تاسې شاته دتیښتې په وخت کې پریښي و ولکه وکړه ، ایا زما لښکر خو له تاسې سره کوم ناروا سلوک نه دې کړې؟ که چیرې داسې کوم کار شوې وي او یاکومې نجلۍ ته د داډول زحمت ورکولو هڅه شوي وي نو خپل لاس دې پورته کړي .
ټولو وکتل چې د سلطان بایزیدیلدرم ددې پوښتنې په ځواب کې هیڅ اروپایې نجلۍ خپل لاس پورته نه کړ . ددې حالاتو په کتلو سره د سلطان بایزیدیلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد په څیرو کې خوښئ راښکاره شوې ، د بله اړخه د فرانسې جنرال کاؤنټ دي نیورس په حیرانونکي توګه کله دغه نجونو ته او کله هم سلطان ته کتل ، په دې وخت کې هغه غوښتل دخپلو احساساتو څرګندونه وکړي او څه ووایي خو سلطان پري را مخته شو او ویي ویل :
اوس دې نو هغه نجوني خپل لاسونه پورته کړي چې دخپلو صلیبي عسکرو لخوا بې پته او بې پردې شوي دي . ستاسو څخه هیڅوک هم باید د درواغو د ویلو هڅه ونه کړي ، زه له تاسې څخه په دې اړه هیڅ پوښتنه نه کوم او نه درڅخه کوم تحقیق، زه تاسې په بندیخانه کې هم نه ور اچوم ، او نه به مو خپل اسیران کړم . بلکه لږه شیبه وروسته زه غواړم تاسې ټولې ازادې اوخپلو خپلو سیمو ته رخصت کړم .
د سلطان بایزیدیلدرم د پوښتنې په ځواب کې ټولو نجونو خپل لاسونه پورته کړل . ددې مقصد داشو چې په لښکر کې ټولې نجونې بې ابرو او بې پته شوې وې . دخپلو عسکرو د کړچار په اوریدلو سره د کاؤنټ دي نیورس سر د شرم نه ښکته شو ،دهغه تر څنګ د اروپا نور جنګي مشران چې دخپلو لښکرو سره دلته راغلي و او اوس د سلطان تر مخ ناست و هغوې هم نجونو ته د کتلو پر ځاې زمکي ته په کتلوشول . نو دهغوې ددې ځواب سره سلطان بایزیدیلدرم وویل :
خپل لاسونه ټیټ کړئ او هغه څه چې زه یې تاسو ته وایم په غور سره واورئ. اې د اروپایې هیوادو څخه راغلو نجونو ! ستاسې د ټولنې د ټولو اسرارو څخه خبر یم او دخپلې ټولنې څخه هم . واورئ ! ښځه د فطرت یوه غوره عطیه او ورکړه ده . د ښځې عزت د ګل د رګ څخه هم ډیر اعلي او پورته وي ،د هغې عصمت او پت د ورځې په رڼا کې ، دشپې په تیاره کې ، دهغې لارښود ستوري څخه هم ډیر اعلي او ارفع دې . د اروپا څخه راغلیو نجونو واورئ ! ښځه د خپل میړه د ارزو ګانو په ښاخونو کې یو ښکلې بوې کونکې ماده ، دخپل پلار د ګلستان یو تازه ګل دې، که چیرې ښځه باپته وي نو هغه د نصبي شرافت پیژندګلو،او دخوشحالیویو غوړیدلې جال دې ، خو یوه بې ابرو او بې عصمته ښځه ، یوه بې عزته ازادي ، د مجبوریتونو یو چټل څادر، د محبت یو عبثه قصه ، د بې حیایي او بي عفتۍ نګارځاې دې . اروپایي نجونو ! د ښځې هغه انځور چې ما ستاسې تر مخ کیښود دا زما د ټولنې انځور دې ، دا چې ستاسې ټولنه څه ډول ده ، نو هغوې دغه ډول انځور نه شی وړاندې کولې ، ستاسې په ټولنه کې دښځې ابرو د غوښتنو دسوند پر موادو دبې ابرویي د خسو په څیر ایښودل شوي وي . ستاسې په ټولنه کې عصمتونه دجنس پالنې په لوڅ صلیب باندې ځړول شوي دي ، ستاسې په ټولنه کې دښایسته و تږي وجودونه د زرو او غوښتنو په پیمانه کې تلل کیږي .
سلطان د لږ څه تم کیدو نه وروسته یو ځل بیا دې نجونو ته په وینا کې وویل :
داروپا لوڼو! ماته ستاسې بې عزتي ، بې عصمتې ، بې ابرویي ، او بې پتۍ باندې ډیر زیات افسوس دې خو زه بې وسه یم ، هیڅ هم نه شم کولاې ،ځکه چې ستاسې بې ابرو کونکي او بې پته کونکې په خپله ستاسې ورونه دي ، هغه وخت چې تاسې دلته را بلل شوي وئ نو یقیننا چې تاسې به ویریدلي یاست چې مسلمانان به له تاسې سره ډیر بد سلوک وکړي ، نه ، مونږ به ستاسې په سرونو دعزت او وقار پړونی وا چوو او تاسې به د خپلو خپلو کورونو په لور رخصت کړو . مونږ د عزتونو او ابرو ګانو د سودا کولو خلک نه یو . بلکه دعزتونو او عصمتونو ساتونکي او پاسبانان یو. تاسې مه دریږئ ، کینئ ، زه ستاسې په هکله یوه پریکړه کوم ، ماته لږ څه مهلت را کړئ ، زه به ستاسې په اړه د فرانسې د کاؤنټ ډي نیورس سره خبرې وکړم . اودهغې وروسته به تاسې رخصت کړم .
بیا نو سلطان د کاؤنټ ډی نیورس په لور وکتل او ویي ویل :
نیورس ! ستا د لښکر د تعاقب په وخت کې چې څومره ستاسو جنګیالې زمونږ له خوا نیول شوي دي نو دهغوې شمیره تر زرګونو پورې رسیږي ، زه هغو ې ټولو ته بښنه کوم . تا ته او له تاسره چې څومره تیغ وهونکی راغلی دي زه هغوې ټولو ته بښنه کوم . نیورس ! زما مخبرانو ماته خبر راکړې دې چې د صلیبیې جنګیالیو او دهغې د مشرانو له پاره یو دینسي بحیرې جهاز هم دې سیمو ته راغلې دې او همدا اوس د ډینیوب په دریاب کې لنګر اچولې دې ، ما ته دا هم ډاګیزه شوې ده چې د دې دوینسي بحري بیړۍ د کار ساحه په جنګ کې د ګډون پر ځاې یوازې د خپلو تباه اوبرباد شوو میزبانانو کومک او دهغوې د ژوند خوندیتوب پورې را نغښتې دې .
ماته دا خبر هم را رسیدلې دې چې هغه وخت چې ما ستاسو تعاقب پیل کړ نو کاؤنټ اف سیسلي د جنګ د میدان څخه د هنګر ې د پادشاه سجسمنډ لاش پورته کړ اودهمدې بیړۍ لورې ته یې یوړ . زه د خپل ښاروال ممنون او مشکودر یم چې هغه هغه ته کتل خو هیڅ تعرض یې پرې و نه کړ . نه یې د لاش وړونکې منه کړل او نه یې دهغوې تعاقب وکړ . بلکه هغوې ته یې دا فرصت ورکړ چې هغوې د هنګری د پادشاه سجسمنډ لاش پورته کړي .
نیورس ! هغه خبره چې زه تاته کول غواړم په ډیر غور سره یې واوره ، دا چې په ګوته شمیر نائټ اوجنګجویان تا له ځانه سره دلته راوړي دي، دوې بیرته خپل هغه لښکر ته یوسه چې له مونږ سره بندیان دي ، تر څنګ یې دغه په زرګونو اروپایي نجوني چې دلته ولاړې دي دوې هم ته د خپلو فوځونو په خوندي ساتنه کې دډینوب دریاب په غاړه ولاړې بیړۍ ته ورسوه او خپلو خپلو کورونو ته یې د ورسولو ژمنه وکړه ، نیورس ! که تا زما د غوښتنو درنښت و نه کړ نو یاد ساته ، چې ته به نه یواځې زما بلکه د ټولو کائیناتو د مالک هم ګنهګار اوسې.
د سلطان بایزیدیلدرم دخبرو څخه کاؤنټ دي نیورس دومره اغیزمن شو چې یو نا څاپه له خپله ځایه پورته شو ، سلطان یې د پښو او بوټانو څخه و نیو، او په ډیره چټکتیا سره یې د هغه بوټان او پښې ښکل کړې ،خو په دې وخت کې سلطان سمدستي خپلې پښې شاته کړې . بیا کاؤنټ دي نیورس بیرته سیخ کیناست او سلطان بایزیدیلدرم ته یې وویل :
درونده سلطان ! زه ستا عظمت ، شرافت ، او ایماندارۍ ته سلام او درنښت کوم . ستا د انسانیت وقار ته سلام کو م. درونده سلطان ! څرنګه چې دغه په زرګونو نجوې چې ښایسته هم دي او دنوی عمر هم ، تاسې سره بندیاني دی نو که چیرې داسې نجوني د کوم اروپایې حکمران پر لاس ورغلي واې نوتر هر څه لمړۍ به هغه په هغوې کې ښه څریدلې واې او کتلي به یې وایې چې په دې ټولو کې ډیره ښایسته کومه یوه ده نو تر ټولو ښایسته به یې د خپلې وینځي په څیر له ځانه سره اخستي وې اوپاته به یې په خپلو سالارانو ، جنرالانو او لښکر یانو باندې ویشلې واې . درونده سلطانه ! دا چې تا دې ټولو نجونو ته ازادی ورکړه او اوس چې ته دا نجوني زما سره یو ځاې اروپایي جنګي بندیانو ته ورسپارې او هغوې ته دا مسؤلیت ورسپارې چې هغوې دې د دینسي بحري بیړۍ کې سپرې کړي او خپلو خپلو کورونو ته دی یې د ورسولو ژمنه وکړي نو په مسیح مې سوګند چې داسې پریکړه هر حکمران نه شی کولې . درنده سلطان ! زه ستا انصاف ، عدل ، اخلاقو او کردرا ته سلام وړاندی کوم . یقینا چې ته دزړونو قاید یی او د اخلاقو او کړچار یو ډیر ستر معلم یي . تاسې د مسلمانانو د سلطان په څیر یواځي مجسم صبر او رضا او د زمري د زړه لرونکي څرونکي حکمران په څیر نه یاست ، بلکه تاسې په جنګ او سوله دواړو حالاتو کې د یو ډیر ارزښت لورنکي څیز په څیر یاست . درونده سلطان ! زه یو ځل بیا خپله ژمنه تکرار وم ، چې که چیرې په راتلونکې کې کله هم صلیبي ځواکونو ستا پر خلاف سر راپورته کړ نو په هغې هستۍ مې سوګند ،چې دغه کائینات یې پیدا او تر تیب کړي دي ، چې که چیرې ماته موقع او فرصت هم تر لاسه شي نو زه به دصلیبیانو سره یو ځاې نه شم . بې لورې به پاته شم او و به وینم چې صلیبیان یوځل بیا ستا له لاسه څه ډول وهل خوري .
سلطان بایزیدیلدرم د فرانسي د جنرال دخبرو ځواب ورنه کړ خو بیا یی هم نیورس ته وویل :
نیورس ! ته د خپله ځانه سره ټول بندیان یوسه ، اودغه مخامخ ولاړ ې نجونی هم له ځانه سره په خوندی توګه خپلو خپلو کورنو ته ورسوه .
بیا یې د نجونو په لور وکتل او ورته یې وویل:
داروپا نجونو ! زه ډیر افسوس کوم چې ستاسې خپلو ورونو ستاسې د عزت او ابرو ساتنه و نه کړائ شوه . زه تاسې ته ازادی درکوم . دا اوس ستاسې تر مخ د فرانسې کاؤنټ ډی نیورس ولاړ دې ، زه تاسې ټولې ده ته او دده ملګرو ته ور سپارم ، ددې ځایه لږ مخته په لږ واټن کې دډینوس د دریاب په غاړه یو بحری بیړه ولاړه ده ، نیورس به دخپلو ملګرو په خوندیتوب کې تاسې ټولې په همغه بحرې بیړۍ کې کینوي ما دهغه څخه ژمنه اخستي ده چې هغه به تاسې ټولې خپلو خپلو کورونو ته ورسوي ، اوس تاسې ټولې ازادې یاست ،دکاؤنټ ډي نیورس سره یو ځاې له دې ځایه تللې شئ .
د سلطان بایزیدیلدرم ددې اعلان سره سم دغو نجونو ډیره زیاته خوشحالي څرګنده کړه ، بیا نو یو څو نجونو په ناڅاپی توګه خپل لاسونه پورته کړل اود سلطان بایزیدیلدرم په اړه یې شعارونه ورکړل ، ددې نجونو په تقلید کې هغه پاته نجونو هم دا کارو کړ .او د سلطان بایزیدیلدرم په صفت کې یې شعارونه ورکول پیل کړل. په ځواب کې یې سلطان د هغوې په خوشحالۍ باندې ډیر زیات خوشحاله شو بیا یی خپل لاس پورته کړ او هغوې ته یې د چپ کیدو له پاره وویل ، کله چې هغوې چپ شوې نو سلطان ورته وویل :
تاسې ته زما د شکریي د اداء کولو اړتیا نه شته ، ما چې تاسې ازادې کړی یاست ، دا ستاسو حق و ورځئ الله مو مل شه .
ددې خداې پامانۍ سره سم ټولې نجونی د فرانسې دکاؤنټ ډی نیورس سره یو ځاې دډینیوب د دریاب د غاړې ولاړې بیړۍ په لور روانې شوې .
دکاؤنټ نیورس د تللو وروسته چاپیریال کې پوره خاموشي خپره شوه ، سلطان بیرته په خپل ځاې کیناست ، علي پاشا ، ولیعهد محمد او د نايکوپولس ښاروال هم د سلطان سره یو ځاې بیرته کیناستل . دهغې وروسته سلطان بایزید علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا زویه ! زه تاسې درې واړو ته مبارکي وایم ، هغه د میړانې او بهادرۍ مقابله چې تاسې ټولو په جنګ کې وکړه دهغې چې هر څومره تعریف اوستاینه وشی نو بیا به هم کمه وي .
زما زامنو! که څه هم مونږ دښمن ته ماتې ورکړې خو زه فکر کوم چې دښمن به زمونږ په لاسو ددې بدتریني ماتې وروسته بیا هم چپ چاپ کینني ، ځکه د هغه ځایه چې ددې ماتې څخه اروپايي حکمرانان ذلیل شوي دي په همدې ترتیب دروم پاپای اعظم ته هم پوره سپکاوی تر غاړه شوې دې .اود ا ځکه چې دا صلیبي جنګ دهمغه به خطوطو او لیکنو باندې پیل شوي دې . اوس چې په روم کې پاپای اعظم ته ددې ماتې خبر ور سیږي نو هغه به د یو بل صلیبي جنګ د پیلامې څخه ځان و نه سپموي . زه غواړم چې د خپلو لښکرو سره د څه وخت له پاره د نایکوپولس په ښار کې تم شم . او ددښمن د عکس العمل انتظار وکړ م.ددې نه علاوه ، علي پاشا او محمد زویه ! تاسې پوهیږئ د بروصې دښارڅخه د صلیبیانو په لور د روانیدو تر مخه ما سوګند خوړلي و چې د سینټ پیټر په عبادتځاې کې به خپل آس تړم.
نو زما دوستانو ! که چیرې ددې ماتې وروسته داروپایي حکمرانانو څخه د کوم عکس العمل د ښکاره کیدو نښې را څرګندی نه شوې نو بیا به زه د ټولو تر مخه د قسطيينیي په لور مخه کوم ، تاسې پوهیږئ چې د قسطنطنیي پادشاه په دې جنګ کې د برخې اخستلو له پاره تر ټولو ستر لښکر را استولې و،دا په داسې حال کې چې ددې تر مخه مونږ د قسطنطنیي د پادشاه مینوئل سره د ډیر زیات انسانیت سلوک کړې و او هیڅکله مو هم په دغه هیواد د ولکې کولو هڅه نه وه کړې .
اوس به زما تر ټولو ستر پلان داوی چې زه به قسطنطنیه محاصره کوم اوددې هیواد د ولکې کولو وروسته به یې پادشاه ژوندې نیسم ، او هغه ته به دخپلو ژمنو د ماتولو سزا ورکوم . له دې ځایه وروسته بیا زه خپل لښکر مخکې بیایم او دروم په لور ، چیرې چې د سینټ پیټر دعبادتځاې قربان ځاې دې ، مخه کوم او هلته به د خپل سوګند سره سم خپل آس تړم . زه هیله لرم چې د قسطنطنیي د ولکي کولو څخه وروسته به زه د روم په ولکه کولو کې هم بریالي شم . زه فکر کوم چې که زه همداسې وکړم نو په راتلونکي کې به هیڅ اروپایي حکمران د مسلمانانو پر خلاف د راپورته کیدو او یا صلیبی جنګ د پیلولو فکر او جرأت و نه کړاې شي .
سلطان زیاته کړه چې : علي پاشا زویه ! زما تر مخه دا حقیقت هم پروت دې چې ما د بروصې څخه دکوچ په وخت کې ستا واده تر سره کړې دې ،خو تر اوسه تا ته دخپلې ښځې سره دناستې پاستې له پاره فرصت نه دې پیدا شوې . لږه شیبه وروسته به مونږ او تاسې ټول د دښمن دپړاو معاینه وکړو ، دهغه ځایه چې هر څه تر لاسه شول نو دهغې یوه برخه به د بروصې په لور و استوم ، او پاته به یې په خپل لښکر کې وویشم ، دهغې وروسته به لښکر ددې ځایه د نایکوپولس د ښار په لورې کوچ وکړی ، هلته به تاسې ټولو ته د اوسیدو ډیر ښه ځایونه تیار کړل شي ، د خپل داوسیدو ځاې د کتلو وروسته ، علي پاشا ! ته به سمدلاسه د ریونا پسې ولاړ شې، که زما منې نو تر هغو چې مونږ په نایکوپولس ښار کې تم کیږو ، نو ته ریونا همدلته له ځانه سره راوړه ، نو که چیرې دهغې وروسته مونږ ته کوچ کول را په غاړه شول نو وبه ګورو چې حالات کومي لورې ته اوړي ، ووایه زویه ! ایا په دې هکله ته زما ددې وړاندیز سره کوم مخالفت لرې ؟
په ځواب کې علی پاشا تر لږه وخته پورې خندوني و، کیداې شي ریونا یې په فکر کې راغلي وي ،بیا یې سلطان ته مخ کړ او ورته یې وویل:
نه ، دورنده سلطانه ! زه ستا د وړاندیز سره پوره موافق یم .
دعلي پاشا ددې خبرې په اوریدو سره سلطان و درید او ویې ویل : که چیرې همداسې وي نو بیا راځئ ، چې لمړۍ ددښمن دپړاو معاینه وکړو .
علي پاشا ،ولیعهد محمد او ښاروال درې واړه پورته شول او د سلطان سره یو ځاې د دښمن د لښکر تم ځاې ته ورغلل و، هر پاته شوې څیز یې وکوت ، بیا یې دهغې یوه برخه د خپلو څو ساتونکو ډلګیو په ساتنه کې د بروصې د ښار شاهي خزانې ته ولیږله ، بله برخه یې په نایکو پولس ښار کې د تم کیدو نه علاوه ددښمن پر خلاف د خوزښتونو د مصارفو دپوره کولو له پاره جدا کړه او پاته نور ټول سامان یې د خپل لښکر تر منځ وویشه،د همدې جنګ په پایلو کې د سلطان بایزید لښکر ډیر زیات شمتن شوي و .
سلطان بایزیلدرم ددې ټولو شتمینو د ویشلو وروسته ، دخپل پخوانې جوړکړل شوي پلان له مخې خپل لښکر ته د نایکوپولس د ښار په لور د حرکت کولو حکم وکړ ، هلته د نایکوپولس په ښار کې د لښکر له پاره ډیر ښه تم ځاې جوړ شوي و نو لښکر ته یې هملته د پړاو کولو حکم ورکړ . په دې تم ځاې کې د سالارانو د اوسیدو له پاره ډیرې ښې خوني جوړې شوي وې او په خپله سلطان اودهغه زوې ولیعهد محمد هم دهمدې کورنواو خونو څخه په یوه کې قیام وکړ . په دې لړ کې یو ډیره ښه داوسیدو ځانته ځاې د علي پاشا له پاره ځانګړې شوې و. هلته د رسیدو سره سم علي پاشا د سلطان د حکم په اساس د ریونا د راوستلو له پاره دهغې د کلي په لور روان شوي . تر څوریونا له ځانه سره د نایکوپولس ښار ته راوړي .
د ټولې اروپایي صلیبي ځواکونو پر خلاف د نایکوپولس په جګړې کې د سلطان بایزیدیلدرم فتوحاتود هغه شهرت نور هم لوړ او عام کړې و .ځکه په دې جګړه کې سلطان د اروپا ټول ځواک تر پښو لاندې دل کړې و. اوس نو هغه د ډینیوب د دریاب څخه د یونان پورې او ان تر دجله او فرات پورې د اسیا ټولواک واکمن و. او د اروپا خلکو ورته د نړۍ فاتح ووایه .
مګر دنائکوپولس د ښار تر څنګ په پراخه میدانونو کې د اروپایې لښکر د تباهيو څخه په ټوله اروپا کې دغم او ماتم څپې خپرې شوې وې او په اروپا کې ستره غمیزه اعلان شوي وه ،د بله اړخه دروم د پاپای اعظم اندیښنه ، غم او مصیبت خو بلکل په حساب کې نه را ته .
پرلپسې لري……………