کور / راپور / پوهنه د اونۍ په هېنداره کې – دریم اونیز راپور

پوهنه د اونۍ په هېنداره کې – دریم اونیز راپور

افغانستان د پوهنې په ډګر کې د ورځې په تیریدو سره د نوو پوهنیزو پرمختګونو، مثبتو سیالیو او هراړخیزو نوښتونو سره مخ کیږي چې د نوو تعلیمي موسساتو د ودانیو د جوړولو پرانیستل او بنسټ ایښودل، د رونیزو ورکشافونو تدویر، د سالمو لوبو د سیالیو تر سره کیدل، د نوو ښوونکو د تقرر آزموینې بهیر او داسې نور یې مهم ګامونه ګڼل کیږي. دغه اونیز راپور په لاندې ډول ګرانو لوستونکو ته وړاندې کیږي.

د ۱۳۸۹ د غوايي ۲۵ نېټه

د کابل ولایت د ګلدرې په ولسوالۍ کې د بي بې فاطمې د لومړنۍ ښوونځۍ نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه. په هغه غونډه کې چې د نوموړې ښوونځۍ پر ښوونکو او زده کوونکو سربیره د کابل والي او د ښار د پوهنې د ریاست مسوولینو برخه اخیستې وه د پټۍ په پریکولو سره د نوموړې ښوونځۍ نوې ودانۍ رسما پرانیستل شوه. باید وویل شي چې دغه ښوونځۍ په پاخه او اساسي ډول په هغه نیم جریب ځمکه آباده شوې ده چې د نوموړې سیمې د یوې مخکښې او علم پالې میرمنې آغلې بي بي فاطمې له خوا ورته ډالۍ شوې ده. د دې ښوونځۍ ټول لګښت ۱۳۰ زره امریکايي ډالره دی چې د ماشومانو د ملاتړ امریکايي موسسې له خوا ورکړل شوي او په ۸ میاشتو کې آباده شوه. د بي بي فاطمې لومړنۍ ښوونځۍ ۸ بابه درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د احاطې دیوال او ضروري ملحقات لري او د سیمې ۳۰۰ زده کوونکي به ورڅخه ګټه واخلي.

د بلخ په ولايت كې د دغه ولايت د مركز مزار شریف د تجربوي ښوونځيو مدیرانو او آمرينو ته د ادارې او منجمنت لس ورځنى سیمينار د نوموړي ولايت د مركز د فاطمه بلخي په لیسه كې پيل شو. نوموړى سيمینار د جرمني هيواد دG.T.Z موسسې په مالي لګښت او د بلخ لايت د پوهنې رياست په همكارۍ په لاره اچول شوى چې د بلخ ولايت د تجربوي ښوونځيو ۱۸ تنو مديرانو او آمرينو ګډون پکې کړی او له مخې به یې د ادارې او منجمنت په برخه کې پوهنیزه زده کړه ترلاسه کړي .

د یونیسیف د موسسې له خوا د تخار د ولایت د پوهنې له ریاست سره د یو شمیر اجناسو مرسته وکړه چې په هغه کې ۶۰ کارتنه قرطاسیه د ښوونکو او ۴۰ کارتنه قرطاسیه د زده کوونکو لپاره شامله وه. همدارنګه په نوموړې مرسته کې ۱۸۰ تختې پلاستیکي فرش او ۶۰ پایې تورې تختې هم شاملې دي چې د سواد د زده کړې د کورسونو لپاره د تخار ولایت د پوهنې ریاست ته و سپارل شول.

د امريكا د C.F.A موسسې لخوا د تخار ولايت د مركز مربوط د فياض شهيد د ليسې د منځنۍ ښوونځۍ سره د پنځو زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د يو شمير وسايلو مرسته و شوه. په هغه غونډه كې چې له همدې امله د نوموړې ښوونځۍ د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د تخار ولايت د پوهنې رئيس، دولايتى شورا غړو، د زده كوونكو اولياوو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود. په دغه وسايلو كې پر ۱۸۰ جلده علمي او فرهنګي كتابونو سربیره، دكتابونو لپاره يوه پايه الماري، فرش او نور د ضرورت وړ شيان شامل دى.

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست په تالار کې 23 تنو د دولسمو ټولګيوفارغانو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په اړوندو ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيسته. ياده دې وي چې نوموړي کسان به دآزموينې له نتيجې څخه وروسته د سمنګان ولایت د مركز او ولسواليو په ښوونځيو کې د رسمي ښوونکو په حيث په دندو وګمارل شي.

د ۱۳۸۹ د غوايي ۲۶ نېټه

د وردګو او میدان ولایت مرکز میدانښار د تورو تیږو په سیمه کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ودانۍ د بنسټ ډبره څه باندې پنځه نیم لکو امریکایي ډالرو په ارزښت کیښودل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د نوموړي ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي د دې ډول ټول ګټو پروژو جوړول خورا د ارزښت وړ وبلل او هم یې د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ دکار ښه چاپېریال اړین وبلل، چې له امله به یې د مامورینوظرفیتونه لوړ او هم به نالوستو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې ګټورې زده کړې ورکړل شي. د پوهنې رئیس حفیظ الله وزیري په وینا دغه ودانۍ چې یو جریب مربع ځمکه کې په یو پوړکې په پاخه او اساسي ډول دمسلکي زده کړو دلیسې ترڅنګ په لسو میاشتو کې دنشه یې توکیو دوزار ت له بودیجې څخه د(۵۶۹۰۰۰) پنځه لکه او نهه شپیته زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ایفیکس شرکت لخوا جوړېږي.
د یادونې وړ ده چې په همدغه سیمه کې په لس جریبه ځمکه کې د نشه یې توکیو سره د مبارزې وزارت په بودیجه د بدیل معیشیت د پروګرام له مخې د مسلکي زده کړو عالي لیسې ودانۍ، دزده کوونکو لپاره لیلیه(دشپې استوګنځای) او جومات دجوړولوکار هم په سلو کې ۹۰٪ سلنه بشپړشوې دی چې په نژدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پروان ولایت د خواجه ده قاضي د کلا د نسوانو د لیسې د بنسټ ډبره کیښودل شوه. په هغه غونډه کې چې د نوموړې لیسې پر ښوونکو او زده کوونکو سربیره د پروان والي او د ښار د دولتي اداراتو مسوولینو برخه اخیستې وه د نوموړې لیسې د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه. باید وویل شي چې دغه لیسه به په پاخه او اساسي ډول په هغه ۱۲ بیسوو ځمکه کې آباده شي چې د نوموړې سیمې د یوه علم پال شخص ښاغلي پوهاند محمد فاضل صاحب زاده له خوا ورته ډالۍ شوې ده. د دې ښوونځۍ ټول لګښت ۱۰ زره امریکايي ډالره دی چې د یاد شوي شخص شخصي مرسته ګڼل کیږي او په ۹ میاشتو کې به جوړه شي. نوموړې لیسه به ۱۲ بابه درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د احاطې دیوال او ضروري ملحقات هم و لري.

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د سرپل ولایت د پوهنې ریاست په تالار کې د ۱۰۲ تنو د دولسمو ټولګيو فارغانو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په اړوندو ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله. ياده دې وي چې نوموړي کسان به د آزموينی د پایلې څخه وروسته د سرپل ولایت د مركز او ولسواليو په ښوونځيو کې د رسمي ښوونکو په حيث په دنده وګمارل شي.

د کندز د ولایت د پوهنې له ریاست سره د یونیسیف د موسسې له خوا د یو لړ تدریسي او اداري اجناسو مرسته وشوه چې د هغه له جملې څخه ۸۳ کارتنه د ښوونکو او ۵۵ کارتنه د زده کوونکو قرطاسیه یادولی شو. همدارنګه د نوموړې موسسې له خوا ۲۴۹ تختې پلاستیکي فرش، ۸۳ تورې تختې او داسې نور شیاه هم شامل دي چې د کندز د ولایت د پوهنې ریاست ته و سپارل شول او د سواد د زده کړې په کورسونو به وویشل شي.

د هرات د ولایت د پوهنې په ریاست کې د نوموړي ولایت د کلیوالي ښوونځیو د ښوونکو لپاره د نوي میتود د زده کړې تر عنوان لاندې یو ۱۶ ورځنی سمینار جوړ شو. دغه سمینار د یونیسیف د موسسې او د هرات د پوهنې ریاست په ګډو هلو ځلو پيل شوی چې په هغه کې به د هرات د ولایت د ۱۵ ولسوالیو د کلیوالي ښوونځیو ۶۸ تنه ښوونکي د تدریس د نوي میتود لارې چارې زده کړي.

د تخار په ولایت كې د دغه ولایت د ولسوالیو دکلیوالی ښوونځيو د ښوونكو شپږ ورځنی سیمينار پاى ته ورسيد چې د هغه په لړ کې برخه اخیستونکو ښوونكو ته د تدريس بيلا بيلې لارې چارې ور و ښودل شوې. نوموړی ورکشاپ د يونيسیف موسسې په مالي ملاتړ او د پوهنې ریاست په همکاری جوړ شوى وو چې ددې ولایت د ولسوالیو د كليوالي ښوونځيو ۲۰ تنو ښوونكو برخه پکې اخیستې وه.

د ۱۳۸۹ د غوايي ۲۷ نېټه

د ننګرهار ولايت د آرچين د ولسوالۍ د شهيد غلام حضرت د منځنۍ ښوونځۍ ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې د مسوولينو لخوا په داسې حال كې چې د دولتى ادارو يو شمير رئيسانو د سيمې قومي مشرانو، د نوموړې ښونځۍ ښوونکو او زده کوونکو ګدون درلود دپټۍ په پريكولو سره پرانيستل شوه. د نوموړې ښوونځۍ تعمير په پاخه او اساسي ډول په يوه پوړکې په دوو بلاكونو په ننګرهار ولايت كې د ولايتي بيارغاونې ټيم په مالي لګښت د ۱۴۲ زرو امريكايي ډالرو په مجموعي لګښت د ۶ مياشتو په موده كې جوړه شوې ده چى ۱۶ درسي خونې، ۴ اداري خونې، د احاطې ديوال، ۶ تشنابونه، او نور ضروري ملحقات لري. د دې ښوونځۍ په جوړیدو سره به د ۲۵۰۰ تنو زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشتوالي له امله حل شي.

د غور ولایت د تغه تیمور د نسوان منځنۍ ښوونځۍ ودانۍ جوړه او همدې ښوونځۍ د نارینه وو زده کوونکو د تعمیر د بنسټ ډبره د یو پوهنیز محفل په ترځ کې کیښودل شوه چې په ولایتي چارواکو سربیره د پوهنې د ریاست چارواکو، د نوموړې ښوونځۍ ښوونکو، زده کوونکو او سیمه ایزو مخورو ګډون کړی وو. دغه ښوونځۍ به په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول په هغه دوه جریبه ځمکه جوړیږي چې د سیمې د خلکو له خوا خپل پوهنیز بهیر ته ډالۍ شوې ده. د دې ښوونځۍ لپاره د نړیوال بانک له خوا ۴ میلونه او ۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده او د دې ښوونځۍ تعمیر به ۶ درسي ټولګي، دوې اداري خونې، د احاطې دیوال، تشنابونه او داسې نور ضروري ملحقات و لري چې د یوه کال په موده کې به یې د ودانولو چارې بشپړې شي.

د هرات ولايت دكرخ ولسوالۍ د مجغندق ليسې د ودانۍ د بنسټ ډبره د نوموړي ولايت د مقام، د اجرائيه رئيس اصيل الدين جامي او د نوموړي ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو لخوا په داسې حال كې کیښودل شوه چې د دولتي ادارو يو شمير رئيسانو، د سيمې قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو هم ګدون درلود. د نوموړې ښوونځۍ تعمير په پاخه او اساسي ډول په يوه پوړ په هرات ولايت كې د ايټاليا د ولايتي بيا رغاونې ټيم په مالي لګښت د ۵۰۰ زره يورو په مجموعي لګښت د ۵ مياشتو په موده كې جوړيږى چې ۱۲ درسي خونې، ۴ اداري خونې، د احاطې ديوال، ۶ تشنابونه، د صحي اوبو کوهي، د زده كوونكو لپاره ۱۸۰ پايې درې نفري ميز او چوكۍ، ۱۲ پايې اداري ميزونه او نور ضروري ملحقات به و لري. د دغه تعمیر په جوړيدو سره به د يادې شوې ښوونځۍ د ۱۲۰۰ تنو نجونو او هلكانو زده كوونكو ستونزه د درسي ټولكيو د نشتوالي له امله حل شي.

د نورستان د ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې د وزارت په منظورۍ د نورستان د ولایت د ننګراج د ولسوالۍ د ننګراج د نارینه زده کوونکو منځنۍ ښوونځۍ د یوه محفل په ترځ کې لیسې ته لوړه شوه. د یادولو وړ ده چې اوس مهال په نوموړې لیسه کې ۶۰۰ تنه نارینه او ۵۰۰ ښځینه زده کوونکي په لیک لوست لګیا دي.

د کابل د کمریو د نارینه زده کوونکو د لیسې د ودانۍ د بنسټ ډبره د کابل د ولایتي شورا د استازو، د سیمې د قومي مخورو، د نوموړې ښوونځۍ د زده کوونکو، ښوونکو او کلیوالو له خوا د یوه محفل په ترځ کې کیښودل شوه. دغه تعمیر به د جاپان په مرسته په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې د ۹۶ زره امریکايي ډالرو په مجموعي لګښت په ۴ میاشتو کې جوړ شي چې ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د احاطې دیوال او نور ضروري ملحقات به و لري. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې اوس مهال په نوموړې لیسه کې ۱۱۵۰ تنه نارینه زده کوونکي په زده کړي بوخت دي چې د ۲۲ ښوونکو له خوا ورته روزنه ورکول کیږي.

دخوست ولایت د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د نړيوال خوراکي سازمان له لوري د ۳۴ زره ليتره غوړيو مرسته د نوموړي ولایت د پوهنې له ریاست سره و شوه. ديادونې وړ ده چې د یادشوو غوړیو مرسته به د خوست ولايت د تڼۍ ، دومنده او مركز اړوندو ښوونځيو په ۱۷ زره ښځینه زده کوونکو د ۸ ليتره مهال ويش له مخې د ټاكل شوي پلاوي په حضور کې توزیع کیږي.