کور / تازه خبرونه / د انګلستان درې وزيران افغانستان ته راغلل

د انګلستان درې وزيران افغانستان ته راغلل

د انګلستان د نوي حکومت درې وزيران کابل ته راغلي چي د ولسمشر کرزي او نورو چارواکو سره د افغانستان د ماموريت په هکله خبري وکړي.
د انګلستان د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ د دفاع او پراختيا له وزيرانو سره کابل ته رارسېدلي دي.
د انګلستان نوي حکومت شاوخوا لس ورځي دمخه په کار پيل وکړ او دا يې د لوړ پوړو وزيرانو لومړنى سفر دئ چي افغانستان ته يې کوي.