کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / باګرام دافغانانو دانتقام په لمبوکې

باګرام دافغانانو دانتقام په لمبوکې

پرون چهارشنبه مطبوعاتو راپورونه ورکړل چې په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو په ترټولو ستره هډه (دباګرام په پوځي قرارګاه ) څوتنو سرسپارلو ځوانانو بریدکړی او امریکایي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي ،دباګرام هوایي هډه په نړیواله کچه دامریکایي ځواکونو یوه له هغو قرارګاوو څخه ده چې ترټولوسخته ساتنه او څارنه یې کیږي په شاوخوا یي په ګڼ شمیر کې امنیتي کمربندونه راګرځیدلي دامنیتي کیمرو او بې پيلوټه الوتکو په شمول یې ډیرامکانات او قوه کار په ساتنه اوپیره داري ګمارل شوي او ګردچاپيره ترینه لسګونه دترصدبرجونه هم راګرځیدلي دي .


ددې سختې ساتنې ښایي نورامنیتي وجوهات هم وي مګرترټولو مهم  علت یې  ښایي داوي چې ددې مرموزې  قرارګاه په دننه کې دبشرله سترګو پناه روان جریانات  او اسرار همداسې محرم وساتل شي او دکوم غیرعادي حالت په پایله کې افشاء نه شي ، دنړیوال سره صلیب په ګډون دنړی دډیری تحقیقاتي سازمانونو په باور دبګرام هډه او زندان  دامریکایي ځواکونه یوه له هغوقرارګاوو څخه ده چې تراوسه پکې روان زیاتره جریانات  پټ ساتل شوي اوڅو ک نه پریښودل کیږي چې ترې خبرشي څو ورځې وړاندې سره صلیب وویل چې دامریکایي یرغل له پيل نه نهه کاله وروسته یې په دې قرارګاه کې دیوه بل پټ زندان په اړه لومړني  معلومات ترلاسه کړي چې تراوسه یې په اړه څه نه وه ویل شوي  سره صلیب ویلي چې په ده پټ زندان کې هم په ګڼ شمیر کې دامریکایانوپه مخالفت متهم افراد بې له پوښتنې او محاکمې له کلونو راهیسې په ډیروسختو شرایطو کې ژوند تیروي چې هیڅ ډول انساني حقوق نه دی ورکړل شوي .


له بلې خوا دامریکاد نیو یارکر نشریې وتلي خبریال  سیمورهیرش چې له دې وړاندې یې هم په بیابیا دامریکایي پوځ جنایات رابرسیره کړي په خپله  یوه تازه راپورکې باګرام دامریکایي ځواکونو یوه ترټولو خطرناکه قرارګاه بللې او ویلي یې دي چې ګڼ شمیرافغانان په کې بې له پوښتنې اعدام شویدي ،په مطبوعاتو کې دوروستیو راغلیو راپورونو له مخې دباګرام هوايي هډه اوزندان چې امریکایي یرغلګرو دخپل یرغل په لومړیو کې دیوه موقتې قرارګاه او زندان په نامه جوړه کړه دهمدې عنوان برخلاف  دامریکایي پوځ اواستخباراتو یوه له نړیوالو وحشي اوویرونکو مراکزو څخه ده چې تراوسه یې دننني حالات داسرارو په پرده کې دي ، ویل کیږي چې امریکایان دغه ډول خفیه اومرموزې قرارګاوې په عراق ، پولینډ ،بلغاریا ،چک ، رومانیا او دلاتیني امریکاپه ځينو هیوادونو لکه کولمبیا او هندوراس کې هم لري  چې تراوسه دنړیوالو بشري وضعیت څارونکو ټولنو له سترګو پټې ساتل شویدي .


که دبګرام پټ زندان او روان جنایات یې هم داسې نالیدلي پریږدو ښکاره زندان یې چې همیشه دخپل ظرفیت له مخې ۶۴۵ افغانان په کې دبند نوبت تیروي تراوسه یې د ډیرو افغانو کورنیوپه زړونوکې  دغم او اندیښنوزړي کرلي دي  په کلیوالي سیمو کې ښایي داسې کورنۍ کمي وي چې کوم ځوان یې دبګرام تراخه نه وي څکلي دغه راز ډیرې داسې کورنۍ هم شته چې له اوو اتو کالو راهیسې یې دکورنۍ غړي دبګرام په خوا وړل شوي او نادرکه شویدي چې بیایي هیڅ خط اواحوال نه دی راغلی دبګرام زندان دافغانانو ترمنځ  اوس د بدمرغه شهرت او سپیره توب وروستي حدته رسیدلی او هردزوی په غم ځوریدلی  سپین ږیری پلار او سپین سرې  افغانه مور یې دخدای له درګاه څخه وران او برباد غواړي ،دغه راز ددې زندان نادودو دډیری افغانانو په زړونو کې دانتقام او کسات اورونه هم راخوټولي دي داچې له دومره بې پایه امنیتي کمربندونه او سخت مراقبت سره سره  افغان زلمي په دې زندان دورختلو هوډ کوي  ددې بدنامې قرارګاه په وړاندې  دافغانانو دراپاریدلو احساساتو اندازه په ښه توګه ترې معلومیدلای شي.