په ایــــــــران کـــــــــې دافــغانــانــودوروســــــتیوا
د۱۳۸۹ لمریزکال دغویي ۱۵ مه ،نوی ښار، کابل
لکه څرنګه چې ګران هیوادوال خبردي، په دې وروستیووختونوکې دایران دولت په بیلابیلوپلمواوبهانوایران میشت کډوال افغانان وژني اواعداموي یې . نړیوال اوکورنۍ رسنۍ داشمیر۳۰۰۰ اوځینې یې له دې زیات یاکم ښیي . دامسْله په افغانستان کې دسولې بنسټونودسرپرستې کمیټې په غونډه کې تربحث لاندې ونیول شوه اوله هراړخیزبحث څخه وروسته لاندې اعلامیه تصویب اونشرته سپارلی کیږي :
((افغان دولت مکلفیت لري چې دافغانستان داساسي قانون ، نړیوالوقوانینو او افغانستان – ایران ترمنځ دلاسلیک شوو تړونونو پربنسټ د افغانستان داتباعو له حقونو څخه هم دهیواد په دننه اوهم په بهرکې دفاع اوملاتړوکړي څو دافغانستان او ایران ددوو وروڼو اوڅنګ پرڅنګ ګاونډیو هیوادو دخلکو ترمنځ ناوړه پوهاوی منځته رانه شي . ترکومه ځایه چې موږمعلومات لرو، په ایران کې په اعدام محکوم افغانان ددفاع وکیل نلري ؛محکمه یې عادلانه نه ده او داسې نورې نیمګړتیاوې هم لري . دیادو شویو قوانینو او تړونونو له مخې ایران دولت باید له اعدام څخه مخکې ددوسیې له محتویاتو څخه افغان دولت ته خبرورکړي)).
انکارنه منونکی حقیقت ښیي ،چې افغان دولت له اته نیموکلونو څخه راهیسې نه یوازې دخپلواتباعوله حقونو څخه دهیواد په دننه کې دفاع نه ده کړې ،بلکې له هیواد څخه بهر یې هم دفاع نه ده کړې . په دې وسیله موږ په افغان دولت غږ کوو چې دقوانینو په چوکاټ کې خپل مکلفیت سرته ورسوي اوکه نه نو ملت به خپل تصمیم پخپله ونیسي. په درناوې
دافغانستان دسولې بنسټونودسرپرستې کمیټې له خوا.