افغان چارواکي وايي څلور ورځي وروسته پر دې وتوانېدل چي د پامير د لوېدلي الوتکي٢٤تنه مړي ومومي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي مړي يې په کابل کي د شهيدمحمدداود خان روغتون ته انتقال کړي دي، خو دا چي مړي له پېژندلو وتلي دي د پېژندلو دپاره يې د طبي متخصصينو يو کمېسون جوړېږي چي مړي سره وپېژني او خپلو دوستانو يې وسپاري.
بلي خوا ته د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي د الوتکي تور بکس يې موندلى دئ، چي د الوتکي د لوېدو علت به ځني معلوم سي. خو د کورنيو چارو وزارت وايي غالباً الوتکه به د تخنيکي ستونزي له امله لوېدلې وي.
د پامير شرکت دغه الوتکه څلور ورځي دمخه له کندز څخه کابل ته په لاره کي د پروان ولايت د غوربند ولسوالي په يوه غرنۍ سيمه کي لوېدلې وه، چي ٣٦ تنه مسافر او اته تنه عمله پکښي مړه سول.
د راپورونو له مخي په الوتکه کي شاوخوا لس تنه بهرنيان هم سپاره وو، چي درې اسټراليايان او دوه ترکان په ګوته سوي دي.