کور / تازه خبرونه / بلوچستان: په کراچي کي د پښتنو د وژنو پر ضد مظاهرې وسوې

بلوچستان: په کراچي کي د پښتنو د وژنو پر ضد مظاهرې وسوې

د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له خوا يوه لويه مظاهره رابلل سوې وه..
مظاهره چيانو د کراچي په وسله والو حملو کي د پښتنو د وژونکو د عاملينو د محاکمې غوښتنه کوله.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ايالتي مشر عثمان خان کاکړ د لاريون پر مهال وويل: د دې وژنو تر شا د مهاجرو د قومي غورځنګ د فاشيسټانو لاس دئ او د خيبرپښتنوخوا حکومت (نيشنل عوامي پارټۍ) بايد په دې هکله جدي ګامونه پورته کړي. او که دوى د سند له حکومت سره حساب ونکړي، دا به په دې معنى وي چي نيشنل عوامي پارټۍ هم په دې وژنو خوشحاله ده.
عثمان خان کاکړ وويل چي د جمعې په ورځ به د بلوچستان په مرکز کوټه کي د دې پېښي د غندني په خاطر ټول کاروبارونه بند وي.
بلي خوا ته د پنجشنبې په ورځ د کوټي سره هم مهاله، په پښين، ږوب، کلا سيف الله او ځينو نورو سيمو کي هم په کراچي د پښتنو د وژنو پر ضد مظاهرې وسوې.
بايد وويل سي چي له تيرو درو ورځو راهيسي په کراچي ښار کي ٣٧ تنه پښتانه په وسله والو حملو کي وژل سوي دي.