اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د امریکا د ۱۶ استخباراتی شبکو لوی ریًس ( ډنیس بلېر ) یوه هفته وروسته ( د مې پر ۲۸ مه ) له کاره ګوښه کیږی . د دې استعفا علت د استخباراتی چارواکو تر منځ د اختلافاتو له حده ډیرښت بلل سوی دی ، خصوصأ د « سی آی اې » د مقاماتو سره د ده ټکر د دې استعفا لوی علت دی .
« سی آی اې » د څو لسیزو راهیسی په خارج کی د امریکا په سفارتونو کی خپل ایجنټان او مدیران لری خو ډنیس بلېر غواړی چی دا انحصار مات کړی او د نورو استخباراتی شبکو ایجنټان هم ورشامل کړی خو سی آی اې یې نه پریږدی .
دوهم علت یې د ځینو « خطرناکو » پیښو په مخنیوي کی د استخباراتو ناکامي ښودل سوې ( لکه : د کریس مس په ورځ د عبدالمطلب لخوا د امریکایی طیارې د چاودلو ناکامه حمله ، د اردنی ډاکټر لخوا د ۱۳ امریکایی پوځیانو وژل ، د بل اردنی افسر لخوا په خوست کی د سی آی اې د ۷ افسرانو قتلول ، او د نیویارک په ټایمز چوک کی د فیصل شهزاد لخوا د موټر ناکامه بمی حمله ) چی د دغو ټولو په کشفولو کی استخبارات ، ایف بی آی ، سی آی اې ناکامه ثابت سول .
دغه استعفا د اوباما ادارې ته یو لوی ګوزار بلل کیږی چی عواقب به یې وروسته معلوم سی .