کور / تازه خبرونه / دولت او مخالفين يې په مالډيف کي د سولي خبري کوي

دولت او مخالفين يې په مالډيف کي د سولي خبري کوي

افغان چارواکي وايي ټاکل سوې ده چي روانه اونۍ په مالډيف کي د دوى او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولي په باب دوهمه غونډه دايره سي.
د رويټرز آژانس وايي په دې مذاکراتو کي به د طالبانو پخواني غړي، د اسلامي حزب استازي او د افغان حکومت استازي ګډون وکړي.
د مشرانو جرګې غړي مولوي ارسلا رحماني د رويټرز آژانس ته ويلي چي د دې اونۍ خبري به د حکمتيار د زوم همايون جرير په مشرۍ ترسره سي.
ارسلا رحماني د طالبانو د حکومت پخوانى مامور دئ چي اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له ډېره وخته د پخلايني هڅي کوي.
د مالډيف حکومت په دې هيواد کي د دولت او مخالفينو ترمنځ دغه مذاکرات تائېد کړي دي، خو په دې هکله يې نور جزيات ورنکړل.
د افغانستان د حکومت وياند رويټرز آژانس ته ويلي چي د دولت کوم رسمي مامور به په دې خبرو کي برخه وانخلي.