کور / تازه خبرونه / د فيصل شهزاد سره په تړاو د آى، ايس، آى مامور ونيول سو

د فيصل شهزاد سره په تړاو د آى، ايس، آى مامور ونيول سو

د فيصل شهزاد په هکله تازه خپاره سوي خبرونه وايي چي له ده سره په تړاو په پاکستان کي د آى، ايس، آى د استخباراتي شبکې يو مامور هم نيول سوئ دئ، چي په پاکستان کي تحقيقات ترې روان دي.
د امريکا د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه وايي دغه مامور د مې د مياشتي په اوايلو کي په اسلام آباد کي نيول سوئ دئ، خو تر اوس لا معلومه نه ده چي نوموړى مامور د نيويارک د ټايمز چوک په ناکامه چاودنه کي لاس لري که يا.
ورځپاڼه وايي فيصل شهزاد له دې مامور سره په اسلام آباد کي ليدلي وو او تر هغه وروسته يې د مبايل په ذريعه څو ځله تماس سره نيولى وو.
د ورځپاڼي په وينا امريکايي او پاکستاني مامورين غواړي وپوهېږي، چي فيصل شهزاد له دې مامور سره پر کومو موضوعاتو خبري کړي دي.