د پاکستان په لاهور ښار کي يوې محکمې په دغه هيواد کي د فيس بوک پاڼي د بندېدو حکم صادر کړئ دئ.
محکمه وايي دغه حکم يې د فيس بوک په کلتوري برخه کي د اسلام د پيغمبر د هغو خيالي انځورونو د خپرېدو په مقابل کي کړئ، چي د مسلمانانو د عقيدې خلاف دي.
مسلمانان د خپلي عقيدې له مخي د خپل پيغمبر حضرت محمد (ص) او نورو پيغمبرانو خيالي انځورونه د اسلام خلاف کار بولي.
د لاهور محکمې له دې پرېکړي سره سم په دې ښار کي مظاهرې شروع سوې او د فيس بوک د بندېدو غوښتنه يې وکړه.
بلي خوا ته په اسلام آباد کي د سويډن سفارت هم د مظاهرو له بيري خپل فعاليت تر يوه نامعلومه وخته ځنډولى دئ.
د فيس بوک انټرنيټ پاڼه نن سبا په ميليونونو ځوانان له خپلو دوستانو او ملګرو سره د اړيکو د ټينګولو د يوې وسيلې په توګه کاروي، چي له بندېدو سره يې ډېرى پاکستاني ځوانان ناراضه دي.