د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کي نن د پنجشنبې په سهار دوې پرله پسې چاودني سوي دي، چي له امله يې پنځه تنه ټپيان سوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼي په خپرېدو په دواړو پېښو کي د پنځو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړئ، چي وايي لومړۍ چاودنه د سراج العمارت بڼ ته نيژدې د افغان بيسيم ته څرمه سوې چي له امله يې پنځه تنه ټپيان سوي دي.
دوهمه چاودنه د هوايي ډګر په شاوخوا کي د بارګينيو په سيمه کي سوې ده چي وايي مرګ ژوبله نه لري.
خبرپاڼه وايي په دوهمه چاودنه کي د يوه ټونس موټر څخه استفاده سوې ده، خو هيچا ته يې تاوان نه دئ رسولئ.