کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د افغان كابينې د پاتې غړو د ورپيژندلو لپاره د ولسي جرګې پرونۍ پريكړې ته په اشارې ليكلي، چې ولسي جرګې يو ځلې بيا ضرب الاجل وټاكلو.
ورځپاڼې وړاندې پدې اړه د ځينو وكيلانو نظرونه هم راخستي، چې دا كار عملي نه بولي او وايي، ولسمشر كرزې په پام كې لري، چې تر راتلونكې ولسي جرګې پورې پاتې وزيران معرفي نه كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د سولې د ملي مشورتي جرګې په وړاندې شته ستونزې څيړلي او ليكلي، تر هغو، چې پدې برخه كې نړيوال ملاتړ او په تيره بيا د امريكا او بريتانيى ملاتړ ترلاسه نشي ددې جرګې جوړيدل امكان نلري.
په ورځپاڼه كې په ځينو هغو اوازو هم بحث شوې، چې وايي د طالبانو مشر ملا عمر نيول شوې او ليكل شوي، چې ددې اوازو له توديدو سره جوخت دوه جګپوړي امريكايي چارواكي اسلام اباد ته رسيدلي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا امريكا ته د افغان ولسمشر د سفر په اړه په كابل كې د امريكا د سفير نظر راخستي او ليكلي، چې جنرال ايكن بيري دا سفر رغنده، مهم او ارزښتناك وباله.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم امريكا ته د ولسمشر كرزي په سفر او په ترلاسه شوي نړيوال ملاتړ بحث كړې او ليكلي، چې له دې پاخه ملاتړ نه ګټه پورته كول د افغانانو ملي مسؤليت دې.
ورځپانې د خپل لومړي مخ غټ سرليك له ولسمشر كرزي سره د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو د وزير ليدنې ته ځانګړې كړې، چې پكې په افغانستان كې د سولې له ملي مشورتي جرګې نه ملاتړ شوې او پدې برخه كې د هر ډول همكارۍ ډاډ وركړل شوې.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په كابل او بګرام كې د طالبانو حملو ته په اشارې ليكلي، چې په راروان اوړي كې به د تاوتريخوالي سختې مياشتې په وړاندې وي.
ورځپاڼې په دوام كې افغان دولت او نړيوالو ځواكونو ته سپارښتنه كړې، چې په تاوتريخوالي كې دغه اټكل شوي زياتيدو ته په پام سره د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره دې پراخې هڅې وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په پاكستان باندې د امريكا فشارونو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دا كار ممكن سخت ترورستي غبرګونونه له ځانه سره ولري.
ورځپانې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د سولې بهير انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې ځينې مخالفين له دې بهير سره د يوځاې كيدو غوښتونكي دي.

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم په پاكستان كې د ملا عمر د نيولو په اړه پورته شوې اوازې څيړلې او د ځينو كتونكو په حواله يى ليكلي، چې پاكستان غواړي د افغانستان د سولې د بهير كنټرول په خپل لاس كې واخلي او كه ملا عمر يى په لاس كې وي نو پدې برخه كې ښه معاملا كولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د وروستۍ شخړې په اړه په ولسي جرګه كې د هزاره وكيلانو په دريځ انتقاد كړې او ليكلي، چې ددوى اعتراض د ملي ګټو په خلاف حركت دې.
ورځپاڼې د پاميرد هوايي ليكې د الوتكې پرې وتلو ته په اشارې د كابل پوهنتون د يو استاد په حواله ليكلي، چې حكومت دې په جدي توګه خصوصي هوايي شركتونه وڅاري، ځكه دده په وينا طالبان، خصوصي امنيتي كمپنۍ او هوايي شركتونه په نا امنيو كې لاس لري، څو خلك اړ كړي، چې د هوا له لارې سفر وكړي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا په كابل او بګرام كې د طالبانو وروستيو حملو ته په اشارې ليكلي، چې دا حملې ځواب ويلو ته اړتيا لري.
خو اصلاح بيا دې حملو ته په اشارې ليكلي، چې په افغانستان كې موجوده امنيتي پلانونه بيا كتنې ته اړتيا لري.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې په سيمه كې د ازبك وسلوالو په فعاليتونو بحث كړې او ليكلي، چې وزيرستان او كندز د ازبك وسلوالو د فعاليتونو په مركزونو بدل شوي.
په ورځپاڼه كې د قومي مشرانو د وژلو په پيل شوې لړۍ هم بحث كړې او ليكلي، چې ددې لړۍ د پيل هدف د سولې د بهير زيانمنول دي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په وروستۍ شخړې بحث كړې او پدې ترڅ كې د ځينو كړيو او رسنيو دريځ ناسم او مغرضانه بللې دې.