کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۰) فايننشيل ټايمز

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۰) فايننشيل ټايمز

د۲۰۱۰ م کال د مې ۱۸ مه


 د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه




FINANCIAL TIMES   


 


فایننشیل ټايمز Financial Times (FT) يا مالي ټايمز د انګلستان په اقتصادي حوزه کي يوه تر ټولو مهمه او مشهوره نړۍ واله ورځپاڼه ده ، دغې ورځپاڼي د خپل فعاليت د يوې پېړۍ نه زياتو کلو کي نن   د تجارت او مالي چارو په برخه کي د انګلستان او نړۍ د مطرحو او نامتو ورځپاڼو په کتار کي راځي .
 
فایننشیل ټايمز د لندن د مالي لارښود (London Financial Guide) ‏تر عنوان لاندي د ۱۸۸۸ د جنورۍ په نهمه د جمز شرايډن James Sheridan او د هغه د ورور لخوا تأسيس او د هماغه کال د فرورۍ په ۱۳ مه د فایننشیل ټايمز په نامه ونومول سوه ، په لومړي سر کي دغه ورځپاڼه په څلورو مخونو کي خپرېدله . فایننشیل ټايمز په ۱۸۹۳ کال کي ددې لپاره چي ديوې بلي ورځپاڼي څخه چي د فایننشیل نيوز په نامه يادېدله Financial News) )     او د ۱۸۸۴ راهيسي خپرېدله، څه توپير ولري نو په چاپ کي يې د کاهي رنګه کاغذ څخه کار واخيست او په هغه باندي يې ځان متمايزه کړ .

فایننشیل ټايمز چي کلونه يې په مالي او اقتصادي حوزه کي د انګلستان د نورو څلور ورځپاڼو سره رقابت او سيالي درلوده بلاخره  لکه د سرمايه دارۍ نظام نور اړخونه  چي په خپلو کي يو او بل  ته نغم کيني  ،دا هم په دې و توانېدله چي په ۱۹۴۵ کي خپله وروستۍ سياله د فایننشیل نيوز ورځپاڼه د ميدانه څخه و باسي .

دغه سهارنۍ ورځپاڼه چي په لندن کي خپريږي د انګلستان د دولت په اقتصادي سياستو کي تر ټولو مهم او تاثير ګذاره ورځپاڼه ده . فايننشيل ټايمز ورځپاڼه په اقتصادي او مالي چارو کي د نړۍ د ددو لويو او مشهوره ورځپاڼو څخه يوه ده چي د نړۍ عمده اقتصادي او تجارتي فعاليتونه منعکسوي .  هغه بله ورځپاڼه د وال سټريت ژورنال  ورځپاڼه ده چي فاېننشيل ټايمز يې د ځان اصلي سياله بولي . نوموړې ورځپاڼه  هم د نړۍ دنړۍ د لويو ميليارډرانو د مالي تبلیغاتو او ورته چارو اورګان دئ چي په نيويارک سيټي کي خپريږي . فاېننشيل ټايمز ورځپاڼه  د انګلستان د تجارت او اقتصاداو همدارنګه د انګلستان د بازار و بورس (۱) د چارو څخه چي  مرکز يې په لندن کي دئ مفصل او مغزن ګزارشونه خپروي . ورځپاڼه يوه ډيره چټکه او ډېره غني انټرنيټي شبکه هم لري چي اقتصادي او مالي خبرونه او ګزارشونه پکښې په  ليکه کيږي .

فایننشیل ټایمز د تير کال (۲۰۰۹) د ډسامبر په مياشت کي د سن ګېج  Cengage د خپرندويه مؤسسې  سره يوځای په اقتصادي او سياسي برخو کي خپل د ۱۲۰ کالو د مطالبو او مقالو آرشيف و خپلو مينه والو ته په خپله ويبپاڼه کي په ليکه کړ . سن ګېج Cengage ، ددې ورځپاڼي د تأسيس څخه يعني د ۱۸۸۸ کال څخه بيا د ۲۰۰۶ کال تر آخره پوري د ۷۹۰ زره صفحو په حدودو کي د ورځپاڼي آرشیف  ډيجټالي کړی دئ . دغه آرشیف د سږ کال د جنورۍ د نيمايي څخه د ګډون کولو او يا رانيولو په صورت کي دعامه او دولتي کتابخانو په واک کي ايښودل کيږي  .په دې توګه په دغه پاڼه کي د ورځپاڼي ټولي مقالې د هغوی د بشپړه محتوياتو سره په جلا جلا توګه لکه څرنګه چي چاپ سوي وې لټېدلای سي، او د بازار د اعلاناتو او فهرست سره يو ځای ښکاره کيږي .

فايننشيل ټايمز د ايکونوميسټ او ټايمز د خبري ورځپاڼو څخه وروسته دريمه ورځپاڼه ده چي خپل آرشيف يې د کتابخانو د پاره ډيجيټالي کړی دئ .

دغه ورځپاڼه معمولاً د خپلو خبرونو لپاره دوې برخي لري، لومړۍ برخه يې ملي او نړۍ واله خبرونه دي چي  تر خپل پوښښ لاندي يې راولي او دوهمه برخه يې د لويو شرکتو، بانکو او مالي خبرو ته وقف کړېده . د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه که څه هم د اقتصادي خبرو، تحليلو او ګزارشو پله يې درنه ده، خو داسي نده چي په همدې اختصاصي حوزه کي منحصره  پاتي سي، بلکه دغي ورځپاڼي داسي لاره غوره کړېده چي د خپل اقتصادي ليد لوري پر بنا د ورځي و ټولو ورځني مسائلو ته ننوزي او ټولنيز او فرهنګي موضوعات هم پکښې ځای کړي .

د اقتصادي او د نړۍ د تجارتي خبرونو نه علاوه، د فایننشیل ټایمز د جاذبې يو بل اساسي دليل ددې ورځپاڼي په غوره او ژورو تحليلو کي هم څوک لټولای سي . دغه ورځپاڼه د خپل څه کم ۵۰۰ خبريالان لري چي ددې جملې  څخه يې ۱۱۰ تنه  د نړۍ په زياتره مهموتجارتي ښارو کي فعاليت کوي . ورځپاڼه د ورځي پر مهمو مسائیلو باندي د ورزيده کارپوهانو او تحليلګرانو لخوا ژوري تحليلي ليکني لري ، ددې ورځپاڼي سياسي تحليلونه په ټوله نړۍ کي و زیاتو مينه والو ته دخاصي پاملرني وړ دي ، ان لا ويل کيږي چي د نظام په ساتلو کي پخپله د انګلستان دولت هم په خپلو زياتو پريکړو کي د هغه نه الهام اخلي! .

د  ۱۹۷۰ په لسيزه کي تجارت او سرمايې خپل سرحدونه مات کړل اود ټولي نړۍ د لاندي کولو د پاره يې ځانونه و غزول، د فايننشیل ټايمز ورځپاڼي هم په همدې لسیزه کي خپله نشراتي ساحه د پرمختللي ټکنالوجۍ په کارولو سره پراخه اود کال ۱۹۷۹ د جنورۍ په لومړۍ نېټه، دغه ورځپاڼه په فرانکفورټ کي خپره او ددې نه را ورسته يې د يوې نړۍ والي انګليسي ژبي ورځپاڼي په حيث وپېژندل سوه چي انګريزي ته يې د تجارت او بزنس د ژبي خطاب  وکړ ، او  د اروپا، امريکا، اسیا او مينځني ختيځ په ۲۵ ساحو کي يې ځانته د خپرېدو امکانات برابر کړل . نن  دغه ورځپاڼه په څه کم ۵ لکه  نسخو کي چاپيږي ، فایننشل ټایمز ډات کام ان لاين ويب پاڼه هم ۱۳ لکه راجسټر سوي ليدونکي لري چي د تجارتي اړخه د نړۍ تر ټولو د معلوماتو ډک  سايټ دئ .

په ۱۹۹۷ کي د فايننشیل ټايمز ورځپاڼي د خپل  امريکايي  ايډېشن چاپ  په نيويارک، شیکاګو، لاس انجلس، سان فرانسسکو، ډالاس، اتلانټا، اورلانډو او واشنګټن ډي سي کي شروع کړ . که څه هم په ۱۹۸۵ کي ورځپاڼه د لوموړي ځل دپاره د نيویارک د باندي خپره سوې وه .  په ۲۰۰۹ کي ددې ورځپاڼي امريکايي تيراژ څه کم يو نيم لک نسخو ته رسېدلی وو . د ۱۹۹۸ په سپټمبر کي فايننشیل ټايمز لومړنۍ انګليسي ورځپاڼه وه چي پخپله تر انګلستان دننه يې د هغې زیاتي ګڼې د نړۍ په نورو هيوادو کي خرڅي سوي وې . ددې ورځپاڼي نړۍ وال د توزیع رقم نيژدې څلور نيم لکه نسخو ته رسيږي ، حال داچي پخپله انګلستان کي يې فروش  نيژدې ۸۵۰۰۰ نسخې دئ  .

دغه ورځپاڼه نور زيات ضمايم هم لري لکه د نړۍ بورسونه ، د لويو شرکتو او د اسعارو په اړه پراخي څېړني . او داسي نور چي دغه ټوله بيا د اوونۍ په پای  یعني د شنبې په ورځو کي د يوې پر حجمه ورځپاڼي او مجلې په توګه خپريږي چي د فايننشيل ټايمز ويک اينډ (F.T Weekend)   په نامه ياديږي . ددغه ضميمې په متن کي مالي، تجارتي، اقتصادي، او اجتماعي ګزارشونه پرېمانه ليدل کيږي چي تيراژ يې کله تر عادي ورځو لا مخته ولاړ سي . 
د ۲۰۰۰ کال را په دې خوا د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه د جرمني په هامبورګ کي په جرمني ژبه هم خپلي خپروني  د فايننشل ټايمز ډويچ لنډ   (Financial Times Deutschland)  په نامه شروع کړې . ددې خپروني تيراژ هم څه کم يو لک نسخو ته رسیږي .

که څه هم د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه د ټايمز نوم د ځانه سره لري خو د لندن د ټايمز د ورځپاڼي سره هيڅ کومه اړيکه نلري، هغه ورځپاڼه خپل ځانته  آرګاو بارګا لري او مستقلانه خپروني کوي .

په اوسني وخت کي ددې ورځپاڼي اصلي مالکيت ، د پي ايل سي پيير سن (Pearson PLC) شرکت په لاس کي دئ چي د رسنيو د چاپ او خپرېدو په عرصه کي يو لوی شرکت دئ  او مرکزي دفتر يې په لندن کي موقعيت لري . دغه شرکت د انګلستان، هند، اسټراليا، نيوزيلنډ د ورځپاڼواو کتاب چاپولو تر ټولو لوی شرکت دئ خو په امريکا او کاناډا کي بيا دوهم لوی مقام لري .نوموړی  شرکت د همدې نشراتو او په ميډيا پوري د تړلو برخو دلاري کله په يوه کال کي ۷ ميليارډه او ۲۴۶ ملیونه ډالره فروش هم درلود ،  يوازي په  تېرکال يعني  ۲۰۰۹ کي يې څه کم ۵۰۰ ميليون ډالره خالصه ګټه کړې وه .!

يا دداښت :
(۱)  د لندن دبورس بازار چي په انګرېزي کي د London Stock Exchange  ورته  وايي مخفف يې LSE دئ . دغه د بيع لرونکو اسهامو د خرڅولو او رانيولو بازار په لندن کي د انګلستان د لويو تجارانو، شرکتو او ورته ډلو لخوا تا و بالا کيږي .
 


مأخذونه ؛


http://www.ft.com/home/uk
http://en.wikipedia.org/wiki/Financial_Times
http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Financial_Times
http://en.wikipedia.org/wiki/Pearson_PLC


ددې لړۍ خپرې سوي برخي :


۱ –سريزه


۲- هندو


۳- فرانس پريس


۴- الاهرام


۵- رويټر


۶- اسوشيېټيډ پريس


۷- ايتارتاس


۸- يونايټيډ پريس انټرنيشنل


۹- بي بي سي


۱۰- شينهوا


۱۱- واشنگټن پوست


۱۲- نيويارک ټايمز


۱۳- وال سټريټ ژورنال


۱۴- سي اين اين


۱۵- شپيگل


۱۶- لومونډ


۱۷- الجزيره


۱۸- يوميوري شيمبون


۱۹- اساهي شيمبون


۲۰- فايننشييل ټايمز