ناټو خبر ورکوی چی نن د افغانستان په جنوب کی د ناټو یو عسکر د ماین په چاودنه کی ووژل سو خو د پیښی ځای او د مقتول پیژندنه یې و نه ویل .په دې سره د ناټو تلفات ۱۷۷۷ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له مخی چی ( سی ان ان ) او ( نیویارک ټایمز )ورکړ، ویل کیږی چی د امریکایی پوځیانو تلفات په سرعت سره ډیریږی ، لکه څنګه چی لومړنی ۵۰۰ پوځیان د ۲۰۰۱ راهیسی په ۸۳ میاشتو کی وژل سوی وو ، حال دا چی دوهم ۵۰۰ په صرف ۲۰ میاشتو کی وژل سوي دي چی دا د افغان جګړې شدت ثابتوی .