د بلوچستان ايالتي مقامات وايي د کوټي څخه کراچي ته تلونکى مسافر وړوکى موټر برايي د کلات په غرنۍ سيمه کي وسله والو کسانو سوځلى دئ، خو سپرليو ته زيان نه دئ رسېدلئ.
د بلوچستان ايالت پوليس وايي وسله وال کسان غله ول، موټر يې له سپرليو څخه خالي کړى وو، خو امنيتي ځواکونه پر وخت سيمي ته ورسېدل، له غلو سره جګړه رامنځته سوه، وروسته غلو سرويس موټر ته اور واچاوه. او له سيمي وتښتېدل.
چارواکي وايي د موټر سپرليو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي.