کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې امريكا ته ددوى سفر د ملي حاكميت د تثبيت لپاره مهم وو.
ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي، چې ددې سفر په مهال د دواړو هيوادونو ترمنځ هغه بنسټونه لا ټينګ شول، چې په تيرو كلونو كې رامنځ ته شوي وو.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د وروستۍ شخړې د هواري لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د دولتي پلاوي د پريكړې له مخې دواړه خواوې سر له ننه اوربند كوي او د جرګې پريكړې عملي كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په روانې لانجې بحث كړې او پدې ترڅ كې د ځينو دولتي كړيو په چلند انتقاد كړې او هغه يى مغرضانه بللې دې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د كابل ښار په لويديځ كې شوې ځان وژونكې حملې ته په اشارې سپارښتنه كړې، چې د افغانستان د ښارونو امنيتي سيسټم بايد غښتلې شي.
ورځپاڼې په دوام كې امنيتي ادارو نه غوښتي دي، چې د ښارونو د امنيت په برخه كې شته نيمګړتياوي بايد جوتې او هغه وغروي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په وروستۍ لانجې بحث كړې خو ليكلي، چې دا يوه حقوقي ستونزه ده، چې بايد د قضايي څانګو لخوا حل شي نه د سياسي ادارو لخوا.
په ورځپاڼه كې امريكا او بريتانيى ته د ولسمشر كرزي په سفر او شويو خبرو يى بحث كړې او د هغې پايلې يى څيړلي دي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د سولې د روانو هڅو په اړه د امريكا دريځ ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د ولسمشر كرزي په حواله ليكلي، چې د ملي پخلاينې د بهير په اړه د امريكا انديښنې تر ديره هوارې شوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د كابل د تيرې ورځې حملې ته په اشارې ليكلي، چې په افغانستان كې د امنيت د ټينګولو لپاره پوځي هڅو كومه نتيجه نده وركړې او اوس پكار ده، چې نوې لارې ولټولې شي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په روانې لانجې بحث كړې او پدې ترڅ كې د ځينو كړيو دا نظر راخستې، چې كه دولت وغواړي كولې شي دا ستونزه هواره كړي.

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك په چين كې د افغان سوداګرو په وړاندې په رامنځ ته شويو محدوديتونو بحث كړې او ليكلي، چې له كابله د اخلاقي فساد په تور د يو شمير چينايي وګړو له ويستلو وروسته چين هم په ورته اقدام لاس پورې كړې.
ورځپاڼې په دوام كې په كابل كې د چين د سفير په حواله ليكلي، چې دا ستونزه به ډير ژر هواره شي.
دې ورځپاڼې بيا په كابل كې د امنيتي ادارو په تدابيرو بحث كړې او پرونۍ حملې ته په اشارې ليكلي، چې كابل هيڅ كله هم د امن په زانګو نشي بدليدلې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې پرونۍ حمله په روان كال كې ترټولو خونړۍ بللې او پدې موضوع يى بحث كړې، چې دا ډول حملې د چا كار دې.؟
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د كوچيانو او هزاره ګانو ستونزه بايد د اسنادو، قانوني مداركو او ځايي تعاملاتو پر بنسټ حل شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل نننۍ ګڼې زياتره مطالب د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ روانې لانجې ته ځانګړې كړي او ليكلي، چې دا ستونزه بايد د ملت په چوكاټ كې حل شي نه د قوم په چوكاټ كې.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغان ولسمشر په حواله ليكلي، چې څرځايونه بايد كوچيانو ته وركړاى شي.
په ورځپاڼه كې د پامير د هوايي ليكي د پرې وتلې الوتكې د موندلو لپاره د روانو هڅو پاتې راتلو ته په اشارې د پيښې د قربانيانو د وارثينو دا خبردارې راخستل شوې كه پدې برخه كې جدي هڅې ونشي نو دوى به د سالنګ لويه لاره بنده كړي.