د بګرام پر هوايي ډګر د طالبانو ډله ايزه حمله د دوى د وياند ذبيح الله مجاهد په وينا پاى ته رسېدلې او له ٢٠ حمله کوونکو څخه اووه تنه په جګړه کي وژل سوي، خو ١٣ نور يې له سيمي څخه پر وتلو بريالي سوي دي.
د باګرام ولسوالي افغان امنيتي مسئولين هم دې ته ورته نظر لري او وايي چي جګړه پاى ته رسېدلې او اته بريدکوونکي وژل سوي دي. خو د آزادۍ راډيو بيا د باګرام له هوايي اډې څخه د يوې امريکايي وياندي له خولې وويل چي د طالبانو سره اوس هم جنګ روان دئ او هغوى په يوه محدوده سيمه کي راګير دي.
نن سهار وختي طالبانو د باګرام پر هوايي اډه چي په افغانستان کي د امريکايي پوځوانو تر ټولو غټ مرکز دئ، حمله وکړه او څو ساعته يې مقاومت وکړ.
طالبان وايي هلته يې ٢٠ بريدکوونکي لېږلي وو او جنګيالي يې اډې ته پر ننوتلو توانېدلي دي، امريکايي پوځيانو ته يې درانه ځاني تلفات او مالي تاوانونه رسولي دي.
خو امريکايي پوځيان وايي په دې حمله کي يوازي د دوى پنځه تنه پوځيان ټپيان سوي دي.