کور / تازه خبرونه / طالبان: د باګرام هوايي اډې جګړه پاى ته ورسېده

طالبان: د باګرام هوايي اډې جګړه پاى ته ورسېده

له سیمې نه تازه رارسیدلی راپورونه وایی چي د باګرام هوايي اډې جګړه پاى ته رسېدلې ده.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په وينا دغه جګړه چی سهار په پاوکم څلور بجې پیل شوی وه شاوخوا پنځه ساعته يې دوام وکړ، او تر ډېره وخته د اډې په دننه کې دسپکو او درنو وسلو او قو ی چاودنو اوازونه اوریدل کیدل .
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي نن سهار څلورنيمي بجې ٢٠ تنو طالب جنګيالي دامریکایی او ناټو ځواکونو اډې باګرام ته له خپلو سپکو او درنو وسلو سره ننوتلی، څلورو تنو د پوځی اډې په دروازه کې پر امریکایی ځواکونو باندی له وسلوال برید وروسته ځانونه چاودلي، چي وروسته دروازه دنورو جنګياليو په وړاندی خلاصه شوه او هغوى اډې ته له ننوتلو سره سم پر مهمو هدفونو وسلوال بریدونه پیل کړل .

ذبیح الله مجاهد وايي بريد کوونکې ډله په درې ګروپونو کې تشکیل شوی او داډې په دننه کې یی له دریو لوریو پر مهمو هدفونو او پوځی بارکونو له درنو او سپکو وسلو راکیټونو ، کلاشینکوفونو او لاسی بمونو نه په استفادې سره حملې پیل کړی چی تر اوسه پورې لا په شدت جګړه روانه ده او تراوسه پوری زیات پوځی مرکزونه او دتیلو زخیرې دقوی چاودنو په اثر سوځیدلی.

بلي خوا ته افغان چارواکي او امريکايي ځواکونه د طالبانو له ادعا خلاف يوازي د اتو بريدکوونکو حمله مني او وايي د هغوى مخ په لومړنۍ دروازي کي نيول سوئ او د دوى ټول بريدکوونکي وژل په جوابي حمله کي وژل سوي دي.
د ناټو ځواکونو يوه اعلاميه وايي په دې حمله کي څلور امريکايي پوځيان ټپيان سوي دي او بريد کوونکي له منځه تللي دي.

خو د طالبانو وياند وايي بريد کوونکي ٢٠ تنه وو، اووه يې په حملو کي وژل سوي او ۱۳ تنه د خپل پلان شوی تکتیک له مخی بیرته له اډی ژوندی وتلي دي.
د نوموړي په وينا دنن په برید کی خارجی ځواکونو ته پرځانی درنې مرګ ژوبلې سربیره زیات مالی زیان هم اوښتی دقوی چاودنو او راکیتی بریدونو په اثر دتیل ذخيرې ، په اډه کی ولاړ پوځی موټر او نو رو مهم ځایونو ته سخت تاوان اوښتی .

دطالبانو پوځی مشرتابه نهه ورځې وړاندی دروانې میاشتی په لسمه نیټه په ټول افغانستان کې دالفتح په نامه عملیاتودپیل کیدو اعلان وکړ چې په تیرو نهه ورځو کې د هیواد په لر اوبر کې ډېر بریدونه ترسره شول، خو داوروستی یی تر ټولو قوی برید وو چی دامریکایی او ناټو ځواکونو په لوی پوځی مرکز باګرام هوایی اډه کې په داسی حال کی ترسره شو چی ډیره امنیتی څارنه یی کیږی .