کور / شعر / غزل

غزل

درد لرم خو د اظهار سړی مي نسته
چي را و ګنډي پرهار سړی مي نسته

منزل سته خو په ورتلو يې نا بلديم
راته وچي ټاکي لار سړی مي نسته

چي تړي مي په لمبو کې هغه ډېردي
چي مي خلاس کړي زيرمه خوار سړی مي نسته

باروي چي مي ټول غم پر ما تپي بيا
چي هو سا کړي راته بار سړی مي نسته

چي په دار مي را ټال ګوري لندارچيان سته
چي مي مخ نسي ددارسړی مي نسته

ککرۍ خو دلته سته تر حساب تېرې
المياره! يو د کار سړی مي نسته