افغان چارواکي وايي چي د باګرام د هوايي ډګر پر دروازه باندي د طالبانو حمله ځپل سوې ده او وايي پنځه تنه بريدکوونکي وژل سوي، يو ژوندى نيول سوئ او بل يې ځان چاودلى دئ.
د پروان امنيه قومندان وايي طالبانو نن سهار وختي د باګرام د هوايي ډګر پر دروازه باندي حمله وکړه، په لومړۍ دروازه کي يوه بريدکوونکي ځان وچاودئ او نورو يې اډې ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو ټول د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل سول.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ او وايي ٢٠ تنه بريدکوونکي يې پر باګرام هوايي اډه باندي ور خوشي کړي دي او امريکايي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خو امريکايي ځواکونه وايي دوى تل د دغسي حملو دپاره تيارى لري او ډېر ژر يې د طالبانو بريدکوونکي له منځه يووړل. امريکايي ځواکونه وايي په دې حمله کي يې څلور پوځيان ټپيان سوي دي.