افغان امنيتي چارواكي وايي، چي په كابل ښار كي د نن سهار ځان وژونكې حملې عامه خلكو او نړيوالو ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري ازادۍ راډيو ته ويلي، چي په دې حمله كي، لږ ترلږه دولس ملكي وګړي وژل سوي او اووه څلويښت نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا په وژل سوو او ټپيانو كي ښځي او كوچنيان هم شامل دي.
نړيوالو ځواكونو په يوه اعلاميه كي ويلي چي، په دغه حمله كي د دوى 6 سرتيري وژل سوي او څو نور يې ژوبل سوي دي.
ولسمشركرزي دغه ځان وژونكې حمله په كلكه غندلې.
ددغي ځان وژونكي حملې مسئوليت وسلوالو طالبانو منلى دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه