کور / تازه خبرونه / د افغان خبريال جان الله هاشمزاده وژونكى ونيول سو

د افغان خبريال جان الله هاشمزاده وژونكى ونيول سو

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چي د افغان خبريالان جان الله هاشمزاده وژونكى يې نيولى دى.
ددې ادارې لخوا په يوه خپره شوې اعلاميه كي ويلي، چي نيول شوى كس مهراب نوميږي، چي د ننګرهار ولايت د كوټ د ولسوالۍ اوسيدونكى دى او له طالبانو او د پاكستان د استخباراتي ادارې آى ايس آى سره يې نږدې اړيكې درلودلې.

په اعلاميه كې ويل شوي، چي نوموړي كس په لومړنيو تحقيقاتو كي خپل جرم منلى دى او ويلي يې دي، چي د افغان خبريال په وژلو كي يې مستقيمه ونډه درلوده.

د ملي امينت خپره شوې اعلاميه كي راغلي چي، نيول شوى كس د افغانستان په بيلابيلو برخو په ځانګړي توګه په ننګرهار ولايت كې په ډيرو تروريستي بريدونو كي لاس درلود او د وسله والوطالبانو لپاره يې بمونه جوړول.

تر دې مخكي د كندهار د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم ويلي وه چي د دغه ولايت په سپين بولدك ولسوالۍ كي يې درې پاكستاني وګړي نيولي چي، غوښتل يې په كندهار كي وران كاري عمليات او حملې وكړي.