اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی طالبانو نن په کابل کی د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر د امریکایی پوځیانو په قطار کی وواهه چی په نتیجه کی یې پنځه امریکایی پوځیان او یو هم د ناټو بل عسکر ( چی هویت یې نه دی ښودل سوی ) ځای پر ځای ووژل خو د زخمیانو تعداد یې معلوم نه دی . د طالبانو ویاند ذبح الله مجاهد اسوشیټډ پریس ته وویل چی فدایی د کابل او سیدونکی و او په موټر کی یې ۱۶۵۰ پاوه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو .
ویل کیږی چی یوه ملکی ښځه هم مړه سوې او ۱۲ ملکی خلک ټپیان سوي دي .
دا په تیرو څو میاشتو کی د کابل په زړه کی امریکایی پوځ ته سخت ترینه ضربه ده چی طالبان یې ورکوی . په دې سره د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شیمر ۱۰۷۶ ته ورسېد .