افغان ولسمشر حامد كرزي واشنګټن ته خپل وروستى سفر او ددغه هيواد له مشرانو سره خپلي خبري ګټوري وبللې.
ښاغلي كرزي، چي د سه شنبې په ورځ يې په كابل كي يوې خبري غونډي ته وينا كوله وويل، چي له امريكايي مشرانو سره يې د عامه خلكو د مرګ ژوبلي د مخنيوي او د پخلايني د بهير په اړه جدي خبري كړي.
ښاغلي كرزي وويل، چي، بارك اوباما ورته ډاډ وركړى، چي په افغانستان كي به د ملكي خلكو وژنو ته جدي پاملرنه وكړي.
په افغانستان كي په دې وروستو كي د امريكايي ځواكونو له خوا د ملكي خلكو د وژني مسئله ډېره ګرمه سوې، افغانان وايي چي بايد د ملكي خلكو ژوند ته ډېر پام وسي.