د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د دارالامان پر سړک د بهرنيو ځواکونو پر کتار ترسره سوي ځانمرګي ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي د پېښي زياتره قربانيان ملکي کسان دي، چي د ده په وينا ١٢ ولسي وګړي پکښي مړه سوي او شاوخوا ٥٠ کسان يې ټپيان کړي دي.
طالبانو د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي بهرنيو عسکرو ته يې ځاني تلفات اړولي دي، خو د بهرنيو عسکرو د مرګ ژوبلي په هکله تر اوسه څه نه دي ويل سوي.